نړۍ

پنځه اوروپايي هیوادونه یوازي نصراني مهاجرین قبولوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): په دې ورځو کې اوروپا ته د مهاجرینو موضوع په ټوله اوروپا کې تر بحثونو لاندي ده، خصوصا کله چې د ترکیې پر ساحل باندي د یوه کوچني ماشوم مړی وموندل شو او انځور یې ټولي نړۍ ته ورسید، د اوروپایانو او ټول عالم انساني عاطفه یې را وپارول، اوروپائي هیوادونو هغه مهاجرین چې مخکې به یې د ګرځولو لپاره هلي ځلي کولې، اوس یې د استقبال لاري څاري.

په همدې لړ کې د اوروپا لږ تر لږه ۵ هیوادونو (قبرص، پولاند، هنګري، چیک، سلوفاکیا) د دین پر اساس امتیازي سلوک ته ملاتړلې او اعلان یې کړی چې دوی د مسلمان مهاجرینو د استقبال لپاره په خپل هیواد کې ځای نه لري.

په دې لړ کې د قبرص هیواد وزیر داخله سوکراتیس هاسیکوس ویلي چې ددوی هیواد وړوکی دی، دوی به لږ شمېر هغو مهاجرینو ته ځای ورکوي، چې هغوی په دین نصرانیان وي، او په نصرانیت کې بیا ارتودکس وي.

نوموړي وویل چې دا خبره پر دې دلالت نه کوي چې مونږ انسانان نه یو یا غیر انساني کار کوو، بلکي مونږ باید رشتیا ووایو ، مونږ همداسي غواړو، زمونږ په هیواد کې به د مسلمانانو په مقابل کې نصرانیان د ژوند سره ژر عادي شي.

بل اړخ ته د هنګري هیواد لومړي وزیر فیکتور اوریان ویلي چې دوی په هیڅ قیمت مسلمان مهاجرینو ته ځای نه شي ورکولای، څوک دي ددوی څخه د خپل رايي بدلولو غوښتنه نه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې مونږ د اسلام سره دښمني نه لرو، خو زمونږ دا پریکړه باید د اسلامي هیوادونو سره د اختلاف لپاره پلمه ونه بلل شي.

نوموړي ددې تر مخه په خپلو څرګندونو کې ویلي وه چې د مسلمانو مهاجرینو له خوا اوروپا ته په دومره لوړه کچه د اوروپا نصراني دین ته تاوان رسوي، په داسي حال کې چې اوروپا اوس هم د خپل نصراني هویت د ساتلو په خاطر هلي ځلي کوي، کوم چې ورځ په ورځ له منځه ځي.

بل اړخ ته فاینانشیل تایمز د یوه مهاجر کیسه خپره کړې چې توانیدلی اوروپا ته په ډیره اساني سره هجرت وکړي، د الوتکي په واسطه ځان د پولاند پلازمیني وارسو ته ورسوي او هلته د خپلو اولادونو او میرمني سره په یو ښه کور کې استوګن شي، صحي خدمات، د تعلیم اسانتیا او پیسی ورکړل شي.

دغه ورځپاڼي ویلي چې د سوریې عدنان سعد د خپلي کورنۍ سره ونازول سو، ځکه چې هغه نصراني وو، نور یې هیڅ کمال نه درلود.

ورځپاڼي ویلي چې د ختیځي اوروپا ځیني هیوادونه دا کار کوي، او دغه تګلاره د ځینو کلیساوو له لاري دوی ته ورکړل شوي، دوی د همدې کلیساوو په خوښه ځانګړی معیار جوړ کړی، چې کوم مهاجرین باید قبول کړي او کوم نه.

ورځپاڼه زیاتوي چې پولاند پنځوس کورنۍ چې د اشخاصو شمېر یې ۲۰۰ ته رسیږي، پر همدې اساس قبول کړي دي.

بل خوا چیک او سلوفاکیا دواړو هیوادونو شرط لګولی، چې ددوی هیواد ته به یوازي نصرانیان ورځي ، دینداره به وي او هغوی به په التزام سره په کلیسا کې حاضري ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x