افغانستان

طالبان : دشهزاده هاري د ویشتلو لپاره مو پلانونه طرح کړي

prince hary

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رویټر خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي ،چې دوی به ټول وس وکړي ترڅو برتانوی شهزاده  هاري چې افغانستان ته دجګړې لپاره راغلی دی ، له منځه یوسي .

ذبیح الله مجاهد ویلي ، چې دوی  په هلمند کې دهاري دښکار کولو لپاره ځانګړي پلانونه طرح کړي ، چې داوس لپاره یې په اړه  څه نه شي ویلی .

درویټر په وینا  طالبان به کوښښ وکړي چې هاري ووژني او یایې هم ژوندی ونیسي .

دیادونې وړ ده چې دبرتانیې دشاهي کورنۍ غړی هاري ویلز چې په برتانوي پوځ کې دنده لري له هغه وروسته افغانستان ته مخه کړې ، چې په دې وروستیو کې دنوموړي بربنډ تصویرونه دنړیوالو رسنیو لخوا خپاره شول چې له امله یې دشاهي کورنۍ اعتبار ته  ډیر زیان واوښت .

برتانوي شاهي کورنۍ چې هرکال یې برتانویان دشخصي او امنیتي مصارفو لپاره ۱۲۹ ملیون پونډه خیرات ورکوي ،  په دې وروستیو کې یې  حیثیت ته خورا زیان اوښتی ، ښایي له همدې امله وي چې هاري  اماده شوی ترڅو څلورمیاشتې په افغانستان کې دجګړې په میدان کې تیري کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x