ورزش

د افغانستان غوره لیګ: د میوند اتلان د سیمرغ البرز لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن د میوند اتلانو د سیمرغ البرز لوبډلې په وړاندې لوبه وکړه. د میوند اتلانو لوبډلې دغې لوبې ګټلو سره د ب ګروپ لومړی مقام خپل کړ. د سیمرغ البرز لوبډلې سره له دې چې ماتې وخوړه خو په تیرو لوبو کې د بریا له امله د ب ګروپ دوهم مقام خپل کړی.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې لوبه تر ډیره د میوند اتلانو په واک وه. د لوبې په ۲۱مه دقېقه کې د میوند اتلانو لوبغاړی مصطفی افشار خپلې لوبډلې لپاره لومړی ګول ترسره کړه.

د لومړی ګول له ترسره کیدو وروسته بیا هم لوبه د میوند اتلانو په واک کې وه. په نندارچیانو کې زیات شمیر خلک د میوند اتلانو د لوبډلې پلویان ول او د هغوي د بریا لپاره يي چغې وهلي.

د لوبې په ۳۹مه دقېقه کې د سیمرغ البرز لوبغاړی منیرالحق ندیم د سر له ضربې سره د ګول وهلو هڅه وکړه خو بریالی نشو او دغه ښکلی فرصت يي له لاسه ورکړه. د میوند اتلانو لوبډلې هم د لوبې لومړۍ نیمايي کې د ګول وهلو ډیر فرصتونه له لاسه ورکړل او په دې ډول د لوبې لومړۍ نیمايي د ۱-۰ ګول له توپیر سره د میوند اتلانو لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده.

د لوبې د دوهمې نیمايي د پیل په شیبو کې د میوند اتلانو لوبډلې یوه پینالټي ترلاسه کړه خو د دغې لوبډلې لوبډل مشر سید باقر میرسالمي دغه فرصت له لاسه ورکړه او ګول په وهلو بریالی نشو. د سیمرغ البرز لوبډلې دروازه ساتوونکی حکمت الله مرادي په ښکلی انداز سره خپل ګول په ساتلو بریالی شو.

د لوبې په ۷۹مه دقېقه کې د میوند اتلانو لوبډلې د سلیم نعیمي پر ځای فیض فیضي ته د لوبې فرصت ورکړ. فیض فیضي له دې وړاندې له یو کال بندیز سره مخ شوی و. فیض فیضي د لوبې پیلولو سره د سیمرغ البرز په ګول حمله وکړه خو د ګول په وهلو بریالی نشو.

د لوبې په ۸۷مه دقېقه کې سیمرغ البرز لوبډلې احمد فرهاد عادل ته د لوبې فرصت ورکړ. احمد فرهاد عادل لوبغالۍ ته له داخلیدو سره د سیمرغ البرز لپاره د ګول په وهلو بریالی شو.

لوبه د پای په شیبو کې ۱-۱ مساوي شوه. د سیمرغ البرز لوبډلې دفاعي لیکې هم د لوبې د پای په شیبو کې د ګول وهلو هڅه کوله او د میوند اتلانو د لوبډلې په ګول يي پرلپسې حملې کولې.

د لوبې له مساوي کیدو یوازې څو دقېقې وروسته د میوند اتلانو لوبغاړی مسعود حبیبي خپلې لوبډلې لپاره د بریا ګول په وهلو بریالی شو او په دې ډول دغه لوبه د ۲-۱ له توپیر سره د میوند اتلانو په بریا پای ته ورسیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x