ټولنیزه برخه

د راتلونکي نسل قضاوت

لیکوال: جمشیدعمر عمر

لیکوال: جمشیدعمر عمر
لیکوال: جمشیدعمر عمر

د خلکو ډیر کوښښ دا وي چې یو داسي نظام(اسلامي) جوړ کړي؛ چې ژوند یې هم په دي دنیا خوندې وي او په هغي دنیا کې هم کامیابه اوسي. جنګ نه وي، سوله وي. غربت نه وي، مړښت وي.خفګان نه وي، خوشحالي وي….

هغه د ځینو خلکو اصطلاح چې ( په ما خو هسې هم تیره ده چې اولاد مې په راتلونکې کې ښه ژوند ولري. نو اوس به موږ داسي فرض کړو چې په موږ خو تیره ده. ایا راتلونکی نسل به مو هم همداسې په بدبختی کې ژوند تیرول غواړي؟ همداسي به جنګ وي؟ بې اتفاقي به وي؟ غریبي به وي؟ او که د سولې کومه ورځ به هم ویني؟

نه، که داسې روان یو لکه اوس، بس نسلونه نسلونه به مو یو په بل پسي راشي او همداسي چې موږ یو دوی به هم وي. لکه موږ چې اوس پخوانیو پسي بدرد او خیراوي کو، هغوی به هم موږ پسي بدرد او خیراوي کوي. لکه اوس چې پخواني په قبرونو کې زموږ د خیراو له امله په عذاب کې دي، موږ به هم د نسلونو د خیراو نه په عذاب کې اوسو.

که هغه وخت نظام پاچاهي وه او خلکو به په زور او یا په رضا اطاعت کاوه. که د پاچا زوی به په دوه ټکو پوهیدو، خو چې پلار به ومړ، دی به په چوکۍ کیناست او په تش مغز به یې په خلکو حکومت کاوه.

کله چې خبره جمهوریت ته راورسیدله، نو خلکو ته امیدونه پیدا شول او دا به یې ویل چې د انتخاباتو له لاري که یو څوک ټاکل کیږي، هغه به حتمي لیاقت لري. هره ستونزه به ولس ته راجع کوي او دوی به یې په هوارولو کې کوښښ کوي. رئیس جمهور به ډير کوښښ دا کوي چې امنیت څنګه راتلی شي؟  دبي کاری مخه څنګه نیول کیږي؟ اقتصاد څنګه پياوړی کیږي؟ فساد څنګه له منځه تلی شي؟ کار څنګه اهل کار ته سپارل کیږي….؟

خلکو خو د تیر انتخاباتو نه همدا هیله لرله او په هر رقم مشکلاتو کې لاړل او رایه یې استعماله کړه. اوس چې یو کال تیر شو، خو د کونړ د سیند اوبه هماغسي پاکستان ته رواني دي. هره ورځ په زرهاو ځوانان او ماشومان د بي کاری نه اروپا ته اوړي. په لاري کې یا د بحر، ولږي، تندي او یا د ډیر مزل نه ومری.

پخوا به یوه مور او یا به یوه بابا خوله سوال ته خلاصوله او اوس تقریباً زر خولې خلاصیږي.

دا هر څه موږ خپله په ځانونو کړي. موږ د خلکو په یو څو خبرو ډير زر غولیږو. موږ ډیر وخت فیصله په ظاهر کو. موږ د تیرو تجروبو نه هیڅ ګټه نه اخلو. موږ ته چې څوک لس ډالره وښی، نو هرڅه نه ورته تیر شو.

که غواړئ چې راتلونکی نسل مو په ښو یاد کړي او خپل اسلامي مسؤلیت مو پیژندلی وي، نو یوه داسي ټولنه جوړه کړئ چې:

۱ـ دین مو پکې خوندې وي.

۲ـ تعصب نه وي.

۳ـ بي اتفاقي نه وي او یو بل ته د ورورولی لاسونه ورکړو.

۴ـ کار اهل کار ته وسپارو.

۵ـ خپل مسلمان ورور خپل ورور وګڼو.

۶ـ خپل مسؤولیت وپیژنو.

۷ـ ذکات راټول کړو، صدقه ورکړو او یو له بل سره تعاون او همکاري وکړو.

خدای دي داسې نه کړي چې:

ځمکه به نه وي، لمر به هم نه وي

چې پښتانه وي او ماتم نه وي

ستا د یادونو نه خلاصیږمه نه

داسې ورځ نه وي، چې یو غم نه وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x