نړۍ

ایمن الظواهري: د داعش خلافت نه شرعي دی او نه بغدادي د خلافت اهل دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د القاعده نړیوال جهادي تنظیم مشر ډاکتر ایمن الظواهري په یوې تازه خپره شوې اډيو پیغام کې د داعش لخوا اعلان شوی خلافت رد کړی دی.

ښاغلي ظواهري په دغه اډیو پیغام کې په دې ټینګار کړی دی چې که څه هم د داعش خلافت د شرعي خلافت په سترګه نه ګوري خو بیا هم که دی عراق کې یا شام کې وای نو د «صلیبیانو، سیکولرانو، نصیریه ډلې شیعه‌ګانو او صفویانو» پر ضد جګړه کې به يې له داعش سره مرسته کړې وای.

القاعده په جهادي ډلو کې منځلاری فکر کوي او د ټولو هغو جهادي ډلو ملاتړ کې چې د اشغالګرو پر ضد مبارزه کوي.

هغه ویلي چې د داعش خلافت نه مني او نه ورته په نبوي منهج ولاړ خلافت په سترګه ګوري.

ظواهري د داعش خلافت له شورا پرته د زور واکمني ګڼلې ده.

د ظواهري له قوله د بغدادي سره نه د مسلمانانو بیعت ضروري او لازمي دی او نه هم بغدادي د خلافت اهل دی.

دکتور ایمن الظواهري د اسامه بن لادن تر مړینې وروسته د هغه ځایناستي په توګه وټاکل شو.

هغه د ملا محمد عمر مجاهد تر مړینې وروسته د امیرالمؤمنین په توګه د ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړ او ملا منصور دده بیعت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ومانه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
safi khurasani

بسم الله الرحمن الرحیم چی هر چا په دنیا کی بغاوت کری ده او مغروره شوی ده نو الله تعالی دهغه غرور په کمزوری مخلوق ختم کری ده لکه نمرود چی مغروره شو د خدایی دعوه یی وه کوله نو الله تعالی په کمزوری مخلوق ( ماشی ) باندی ختم که . په اوسنی زمانه کی چی هم چا داسی غرور کری ده نو الله تعالی ورته غرور مات کری ده لکه سنگه چی ماشی په نور مخلوق کی کمزوری مخلوق ده همداسی د اقتصاد او د وسایلو د نگاه نه په توله دنیا کی افغانستان کمزوری ده نو په… نور لوستل »

شمس

قدر من شیخ الظواهری صاحب الله د طول عمر او د نیکو اعمالو توفیق په برخه کړه قدرمنه دا درسره منم چی د بغدادی خلافت شرعی ندی نو محترمه دا راته ووایاست چی د منصور صاحب امارت په ځه دلیل شرعی دی او تاسو ورسره بعیت هم وکر حال داچی دیر طالبان پدی نیوکه لری چی منصور صاحب ولی #### د قدرمن امیر المومین مرګ یی پت ساتی او د هغه تر نامه لاندی یی بیانی او اعلامی خپرولی آیا داسی ## یو شرعی امیر ته جایز دی آیا دا په نبوی منهج کی شته او که له حق نه… نور لوستل »

عبید

داعش ډله دالبغدادی په شمول داسی کارونه وکړل چې تراوسه یوی مسلمانی او جهادی ډلی نه وه کړی او نه یی کول دشرعی اصولو موافق دی ، او اوس هم اخته دی چی ویی کړی ، خو دافغانستان په اړه ددی فکر ناقص دی او هم یی هغه زوړ مقبولیت له لاسه وړکړ،او بل دغه راپور چی هرچا لیکلی دامیرالمومنین ملااخترمحمد منصور صاحب نامه سره څه ناڅه سپکه وضعه کړی ، او داسی پکار نه وه

مولوی دیوبندي

نوی ډیلی(عزم:چهارشنبه،۱۸وږی،۹۴ل) د هندوستان څه له پاسه زر تنو ديني عالمانو د داعش وسله والې ډلې په فعاليتونو فتوا صادره کړې او د هغوی فعاليتونه يې غير اسلامي ګڼلي دي. د هندوستان د رسنيو د راپورونو له مخې په دغه فتوا د هندوستان د پلازمينې نوي ډیلي او د دغه هېواد د بېلابېلو سيمو نږدې ۱۰۵۰ تنو ديني عالمانو،او د مدرسو مشرانو لاسليکونه کړي او تاييد کړې يې ده. په دغه فتوا کې ليکل شوي چې اسلام د زور زياتي مخالفت کوي خو د داعش وسله واله ډله د تشدد او زياتي دريځ خپل کړی. دغه فتوا د ممبۍ ښار… نور لوستل »

عبدالقهار

محترمو د الله د رسول حدیث ته مو پام ګرځوم چی ابن ماجه روایت کړی دی او صحیح الاسناد دی : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : سَيَأْتِي عَلَى النَّاسِ سَنَوَاتٌ خَدَّاعَاتُ ، يُصَدَّقُ فِيهَا الْكَاذِبُ ، وَيُكَذَّبُ فِيهَا الصَّادِقُ ، وَيُؤْتَمَنُ فِيهَا الْخَائِنُ ، وَيُخَوَّنُ فِيهَا الأَمِينُ ، وَيَنْطِقُ فِيهَا الرُّوَيْبِضَةُ ، قِيلَ : وَمَا الرُّوَيْبِضَةُ ؟ قَالَ : الرَّجُلُ التَّافِهُ فِي أَمْرِ الْعَامَّةِ. ترجمه زر ده چی به خلکو باندی د دوکې کالونه راشي، دروغجن به پکې ریښتونۍ ګڼلی شي او ریښتونۍ به پکې دروغجن ګڼلی شي او خائن به… نور لوستل »

khalid

جنابه دا دلایل دی یو ماشوم او داسی یو چاته ووایه چی دشرعی علومو په الف وبا هم خبر نه وی نه قریشی والی او نه هم د اجتهاد تر حده علم په خلافت کی د ټولو علماو ترمینځ بلامتنازع شرط ده بلکه دا شرایط متنازع فیه او اختلافی شرایط دی یعنی بنا پر اسلامی نصوصو قطعی الثبوت او قطعی الدلاله نه دی جنابه که د خلافت لپاره قریشی والی شرط وی نو بیا خو په قریشو کی بنی هاشم او بنی عبدالمطلب ترټولو افضله دی بیا خو نو هماغه د شیعه ګانو د اثنا عشر ډلی نظریه او عقیده… نور لوستل »

حسان

محترم شمس صاحب منصورصاحب خویوازی دملاصاحب مرګ نه وپټ کړی داکاردشیوخواجیدوعلماؤپه مشوره سره سوی دی،اوبل منصورصاحب خوداهل الحل والعقدشورالخواټاکل سوی دی ده خواول له چاڅخه په زور بیعت نه دی اخستی اما اوس خوپرټولوخلګودده بیعت لازم ده که چاسرغړونه وکړه هغه باغی بلل کیږی اوله هغه سره جنګ……..که ته مهربانی وکړی اودشیخ مولوی نورمحدثاقب صاحب په دی باره کی تقریرواوری انشاالله ستاټول شکونه به ختم سی،والله یهدی من یشاءالی صراط مستقیم.

حسان

محترم شمس صاحب منصورصاحب خویوازی دملاصاحب مرګ نه وپټ کړی داکاردشیوخواوجیدوعلماؤپه مشوره سره سوی دی،اوبل منصورصاحب خوداهل الحل والعقدشورالخواټاکل سوی دی ده خواول له چاڅخه په زور بیعت نه دی اخستی اما اوس خوپرټولوخلګودده بیعت لازم ده که چاسرغړونه وکړه هغه باغی بلل کیږی اوله هغه سره جنګ……..که ته مهربانی وکړی اودشیخ مولوی نورمحدثاقب صاحب په دی باره کی تقریرواوری انشاالله ستاټول شکونه به ختم سی،والله یهدی من یشاءالی صراط مستقیم.

مرشد

داعش دقيامت به علاماتوكي يوه علامه ده اوداسي فتنه ده جي عليه السلام يي مخكي خبروركري مزيداطمينان دباره دداعش اوتحريك مناضره اوالخلافة الكبري كتاب اوكوري

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x