نظــر

د احمدشاه مسعود په اړه د يوه مخکني طالب استخباراتي چارواکي جالبه خاطره

لیکوال: حارث عبدالله

د شورای نظار دوژل شوي مخکني مشر قومندان احمدشاه مسعود په اړه دا مشهوره ده چې نوموړی د چريکي او جبهي جنګونو تکړه قومندان او ماهر استخباراتي شخصيت وو، که يو څوک د قومندان احمدشاه مسعود په اړه په نړۍ ، سيمه او هيواد کې لیکل شوي کتابونه او جوړ شوي فلمونه وګوري په نظامي او استخباراتي برخه کې به يې د مسعود په اړه له حیرانونکو تکتیکونو څخه ډکې ډيرې افسانې نظر ته ورشي .

د سرو لښکرو په خلاف د جهاد په اوائلو کې مسعود په دې توانېدلی وو چې په خپلو مینوالو کې ځان د یوه بزرګ او کرامت لرونکي شخص په توګه معرفي کړي .
مسعود د نورو قومندانانو او تنظيمونو په څیر له شوروي اتحاد سره نه پخلاکېدونکې جکړه نه کوله ، بلکه په یووخت کې يې هم جګړه کوله او هم يې له سرو لښکرو سره پټ تړونونه او سازشونه .

مسعود په دې توانېدلی وو چې په غير پښتني قومونو کې ژبنيو او سمتي توپيرونو ته تر لوړې کچې رشد ورکړي او قومندانان يې د عقيده پالنې او تنظيم پالنې په ځای ژب پالنې او سمت پالنې ته ژمن کړي او له ځان سره يې ملګري کړي .

مسعود د کمونست ډاکټر نجیب په ضد پرچمیان له ځان سره ملګري کړل ، کابل يې په اسانۍ ونيو او خپل حریفان يې په اسانۍ د کابل څنډو ته وشړل .

مسعود په دې وتوانېد چې په یو وخت کې يې له روسانو، امريکایانو ، ايرانيانو ، د منځنۍ اسيا له هيوادونو او اروپايانو سره اړيکې وساتي او د طالبانو په مقابل کې ترې سياسي ، اقتصادي ،اسختابارتي او نظامي مرستې ترلاسه کړي .

مسعود سره له دې چې د کابل په شمول يې تر خپل وا ک لاندې زیاتې سيمې طالبانو ته وبايللې خو د ژب پالنې او سمت پالنې له تکيتک نه يې خپلو جنګیالیو ته يې د جګړې دانګېزې د ورکولو په مورد کې ښه اغيزمنه استفاده وکړه او د بهرنيو مرستو په مټ يې د طالبانو په مقابل کې د خپل ژوند ترپایه وجنګيد.

خو د مسعود مخالفین بیا د معسود په اړه بل نظر لري دوی د مسعود ماهر او تکیتکي تشخص مسعود ته د هغو قوتونو له لوري کاذب عطا شوی تشخص محسوبوي کومو قوتونو چې د جهاد په مهال له مسعود پرته نور قومندانان او تنظيمونه په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره خطر بلل او غوښتل يې مسعود ته په دغه قومندانانو او تنظيمونو برلاسی ورکړي .

په هرحال زه دلته د يوه طالب مخکني استخباراتي چارواکي یوه جالبه خاطره چې ماته يې کیسه کړې وه ، کټه مټه رانقلوم بیا تاسې قضاوت کولای شئ چې مسعود ترکومه بریده یو تکتيکي شخصیت وو ؟.

له نوموړي مخکني طالب استخباراتي چارواکي نه یوه ورځ ما پوښتنه وکړه :

تاد طالبانو دحکومت په مهال د يوه استخباراتي مسئول په توګه کوم مهم عمليات سرته رسولي ؟.

ده راته وویل :

هو ډير ، ټول نه درته وایم خو یو عملیات چې د مسعود په اړه زما د ژوند يوه جالبه خاطره هم ده درته بیانوم سره له دې چې دا يو پټ سرْ ده خو څرنګه چې اوس د دغو عملياتو زیات برخه وال په دې دنیا کې نشته او په افشاء کولو يې چاته تاوان نه رسيږي نو ځکه يې درته وایم .
۱۹۹۹

میلادي کال وو ما دکندوز په ولايت کې داستخباراتو دنده پرمخ وړله ، داسلامي امارت مجاهدینو له ډیر نظامي تیاري وروسته اول د کاپیسا په ولایت او دپروان ولايت په مرکز چاريکارو حمله وکړه او د دغو دواړو ولايتونو د مرکزونو په شمول يې زیاتې سيمې لاندې کړې ، بیا يې د کندوز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ له لارې د خواجه غار په خط برید وکړ ، دلته يې هم يو څه پرمختګ وکړ . خو الله ته خوښه نه وه طالبانه هم په کاپيسا او پروان کې بیرته شاته شول او هم په خواجه غار کې بیرته شاته راغلل ، تعرضونه ناکام شول ، دغې ناکامۍ په کندوز کې د جنګيدونکو مجاهدينو په مورال ډیر بد اثر وکړ او احمدشاه مسعود په کندوز باندې د یوه لوی تعرض لپاره تیاری پیل کړ .

دکندوز او تخار هغه محلي قومندانان چې د طالبانو په لیکو کې جنګيدل د هغوی مورال هم ډیر کمزوری شوی وو او ځينو يې له مسعود سره ارتباطات نيولي وو، يوه سخته مرحله وه ، مسعود او په خپله رباني هم ډیره هڅه کوله چې همدغه محلي قومندانان خپل کړي او د پيسو په مقابل کې يې واخلي ، د الله مرسته وه د احمدشاه مسعود د پلان په اړه مونږ ته معلومات لاسته راغلل .

مسعود داسي پلان لاره چې د کندوز او تخار ترمنځ د بنګي په سيمه کې د طالبانو د لومړۍ کرښې له پنځو قومندانانو سره چې يو يې پکې شهيد ضابط امان الله وو ـ چې په ضابط مرچک مشهور ووـ وپيري او ارتباط ورسره ونيسي ، خو مسعود مونږ ته دغو معلوماتو د رارسيدو تردمه په دې نه وو توانېدلی چې له نوموړو قومندانانو سره ارتباط ټنګ کړي، هغه وو چې مونږ د شهيد قومندان عبدالباقي په مرسته د تخار د دشت قلا یو قومندان ـ چې هغه هم اوس په شهادت رسيدلی ـ دې ته اماده کړ چې احمدشاه مسعود ته د دغو پنځو قومندانانو په نماينده ګي ورشي او داسې معامله ورسره وکړي چې مونږ د پيسوپه مقابل کې لومړۍ کرښه درباندې خرڅوو ، لار درکوو ترڅو تاسې خان اباد ته له کوم خنډ پرته پرمختګ وکړئ .

مونږ قومندان ته وویل چې اول به له جنرال داود سره وګورې ـ د هغه له یوه اعتمادي کس سره مو رابطه ورته برابره کړه ـ او بیا به له جنرال فهیم او مسعود سره د ملاقات او د خبرو کولو کوښښ وکړې ، کله چې نوموړی قومندان تخارته ولاړ ، جنرال داود په ډیره بیړه ورسره لیدلي وو ، بیا يې څو ورځې معطل کړی وو او مسعود ته يې د فرخار سيمې ته په هليکپټر کې وراستولی وو، مسعود يې هم ډیر ګرم استقبال کړی وو ، مسعود ورته ویلي وو چې قومندانانو ته ووایه چې مونږ ديوه قوي تعرض پلان لرو ، که بخت راسره مل وو قندوز به نيسو ، خو که تاسې لار راکړه زمونږ کار به يو څه اسانه شي ، تاسې ته به هم پيسې درکړو ، هم به ستاسې اينده خوندي وي او هم به لوړې څوکۍ درکړو . او پيسې به پنځوس زره لکه افغانۍ وي چې هغه مهال ترې اوسنۍ کم او زیات پنځه ويشت لکه افغانۍ جوړېدلای شوې ، او قومندان ته يې (۵۰۰) ډالر سفر خرچ هم ورکړی وه او ورته ویلي يې وو چې که جواب دې مثبت راووړ نو ښه به دې ونازوم .

له څو ورځو تيريدو وروسته مونږ قومندان بیا ور واستاوو ، داځلې يې له مسعود سره د تخار په دارالمعلمين کې ـ چې هغه مهال ترې مسعود د يوې پوځي قرارګاه په توګه کار اخست ـ لیدلي وو، زموږ له ویناسره سم يې مسعود ته ویلي وو چې قومندانان موافق دي خو قومندانان ټنګار کوي چې زموږ راز دې ډیر پټ وساتل شي او که امیر صیب قندوز ونیسي نو بیا چې له مونږ سره په کړې وعده وفا وکړي .

مسعود زمونږ له لوري د ورلیږل شوي قومندان بیاهم ښه استقبال کړی وو، ډیر تشکر او خوښي يې ترې څرګنده کړې وه ، دوه زره ډالر يې خرچه ورکړې وه او خپل يوه قومندان ته يې دنده ورکړې وه چې د ارتباط لپاره د مخابرې لمبر او شفرونه ورکړه ، د تعرض نیټه هم ورته وښيه او د وسايطو ضد ځمکني ماینونه هم د ارجال تر سيمې پورې ورسره انتقال کړه ، زمونږ ملګری قومندان چې د طالبانو سيمې (اقتاش) ته راورسيد له هماغه ځايه يې له مونږ سره رابطه وکړه مونږ ورغلو او دوه مرکبونه مو په لاس ورکړل او ده مرکبونه له ځان سره بوتلل او دغه ماینونه يې پرې رانقل کړل ، ماینونه يې د دې مقصد لپاره ورکړي وو چې په لومړۍ کرښه باندې د تعرض له شروع کيدو مخکې باید دغه ماينونه د طالبانو هغې مرکزي قرارګاه ته له کندوز څخه په ورغلې لاره کې خښ شي کومې قرارګاه چې د خان اباد د ولسوالۍ له بازاره بهر موقعيت درلود .

مونږ په قندوز کې د طالبانو له عمومي نظامي مسئول شهيد ملا عبدالرزاق نافذ سره په لومړۍ کرښه باندې د مسعود د تعرض د پلان معلومات شريک کړل ، نیټه مو ورته په ګوته کړه او ورته ومو ویل چې تعرض به د بنګي په سيمه کې د ضابط امان الله او څلورو تنو نورو قومندانانو له پوستو نه پيل کیږي .

هغه وو چې طالبانو د مسعود دتعرض د دفعې لپاره بشپړ تیاری ونيو او په هغه معهوده نقطه کې يې سنګرونه ښه پياوړي کړل ، احمد شاه مسعود چې قومندانانو ته يې ایراني جنرالانو تازه پوځي روزنه د یاد شوي تعرض د سرته رسولو لپاره هم ورکړې وه ، د تعرض له پيل سره ، له یوه نامتوقع مقاومت سره مخ شو ، اول طالبانو ښه مخ ته راپریښودل او بیا يې جنګ پرې شروع کړ چې ډیر زیات تلفات يې ولیدل او تعرض يې له شکست سره مخ شو .

له مسعود سره زمونږ ددغه چل هدف داوو چې یو خو دی له دغو قومندانانو سره د ارتباط له ټنګولو څخه منع کړو او د دغو قومندانانو په نماينده ګي يې چې ده د مرستې تمه ترې لرله له یوه جعلي نماينده سره چې زمونږ (دطالبانو داستخباراتو) له لوري ورته لیږل شوی وو مصروف وساتو ، د تعرض کیفيت او وخت په هکله يې معلومات لاسته راوړو ،میاشتې میاشتې زیار يې او د تعرض لپاره پوځي تیاری يي عبث کړو او دتل لپاره يې له دغو قومندانانو سره چې ده ترې دمرستې تمه لرله بې باوري او بې اعتمادي پیداکړو ، دغه قومندانان بیخی په ځان هم خبر نه شول . د الله جل جلاله فضل وو زمونږ پلان په بشپړ ډول کامیاب شو .

نو دغه زما د استخباراتي دورې یو مهم عملیات وو او د ژوند يوه ډیره په زړه پورې خاطره چې زه يې په خپل وخت کې ډیر خوښ کړی وم ځکه مونږ د الله جل جلاله په مرسته د يوه لوی مصیبت مخه په ډیره اسانۍ ونيوله .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبید

که لږ فکر وکړو دافغانستان دبربادی اصلی عامل همدغه مسو ود وو دامارت دسقوط نه لږ مخکی وغربی هیوادو ته تللی وو او هلته یی دهغو نه دامارت په مقابل کی کومکونه غوښتی وه چی وروسته بیا داستاد ربانی پرخوله ریښتیا سول چی پر طالبانو ښه غټ غټ بمونه را وغورزوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x