افغانستان

د افغانستان د امنیت لپاره بل خطر: د دماغونو فرار

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۹مه۱۳۹۴ل): هره ورځ شاوخوا ۷۰۰۰ افغانان نوي پاسپورټونه اخلي.

افغانان پاسپورټ یواځې هغه وخت اخلي، کله چې هغوی د هیواد څخه د وتلو په هڅه کې وي، ځکه چې دوی په هیواد کې دننه پاسپورټ ګرځولو ته هیڅ اړتیا نه لري.

یعنی تر دوه لکو پورې افغانان هره میاشت غواړي چې له هیواد څخه ووځي، چې یو ناڅاپي او ډراماتیکي بدلون دی.

د افغانستان د پاسپورټ د توزیع مشر جنرال سید عمر صبوري امریکا ږغ ته ویلي چې د دوی ولایتي دفترونه په ورځ کې د ۲۵۰۰ پاسپورټونو جوړولو توان لري، نوموړي وویل چې موږ اټکل د ورځې په حساب د ۱۰۰۰ پاسپورټونو کړی وو، خو دا چې اوس پر دوی باندې رش زیات دی او زیات خلک په انتظار کې ولاړ وي، دوی مجبور دي چې دوه وخته کار وکړي. هغه زیاته کړې: په زرګونو فورمې ټوله ورځ په انتظار وي، او موږ ډیر څه په وسه نه لرو چې تر دې هم زیاتي غوښتنې پر ځای کړو.

اروپا ته له خطره ډکه سفر:

اوسمهال اوروپا ته مهاجرینو په شمېر کې تر سوریايي مهاجرینو وروسته په دوهم نمبر افغان مهاجرین دي، څوک چې په اوروپا کې د ځان لپاره د نوي ژوند فرصت ویني.

دوی په خطري سفر ددې لپاره وځي، تر څو په اوروپا کې روښانه راتلونکی ولري.

بابر بلوچ چې په هنګري کې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د څانګې مسؤول دی، وايي، چې د ۱۴۰۰۰۰ زره مهاجرینو څخه ۴۰۰۰۰ افغان مهاجرین دی. دوی تر هنګري په داسي کښتیو کې ځانونه رسوي چې هغه په اسانۍ سره د سمندر په څپو کې ډوبېدای سي، ډیري ډوبي شوي هم دي، چې په ترڅ کې زیات شمېر انسانان د سمندر تل ته رسیدلي.

زلمی رسولي چې د شمالي ولایت پروان اوسیدونکی دی، هغه دا خطرناک سفر خپله تجربه کړی، نوموړي وايي: دوه کاله مخکې مي اراده وکړل چې هیواد پریږدم او د اوروپا په لور روان شم. زه ایران، بیا ترکي او بیا یونان ته په میاشتو میاشتو په یو ډیر سخت سفر کولو سره ورسیدم، خو زه د یونان پر پوله باندي ونیول شوم او بیرته خپل هیواد افغانستان ته ولیږدول شوم.
نوموړی وايي ما یوه بیړۍ ولیدله چې په ۴۰ کسانو بار وه، هغه په سمندر کې ډوبه شوله، فکر نه کوم چې یو کس دي هم ځینی ژوندی پاته شوی وي.

دغه له خطره ډک سفر بیا هم د رسولي په اراده کې بدلون نه دی راوستلی، هغه اوس هم هوډ لري چې له سره یو ځل بیا سفر پیل کړي.

نوموړي وویل افغانستان هیڅ هم نه لري چې ده ته یې ورکړي او غواړي چې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي.

ناراضه ځوانان:

تیره دوه شنبه په سلګونو ځوانانو د کابل په کوڅو کې د بیکارۍ په خلاف لاریون وکړ، هغوی د خپلي بیکارۍ څخه شکایت درلود، هغوی دولت ته اخطار ورکړ که حکومت ددوی په توظیفولو کې پاته راغلی، نو دوی به په لویه کچه د هیواد څخه په هجرت کولو لاس پوري کړي.

شریف چې په دغه لاریون کې ګډون درلود وویل: که حکومت د بیکارۍ چاره ونه کړي، مونږ به ډیر ژر د ځوانانو څخه خالي کابل ووینو.

د افغانستان د مجموعي وګړو څخه د ۶۰ سلني عمرونه د ۱۸ او ۲۵ کلونو تر منځ دي، چې په دې توګه افغانستان د نړۍ په سطحه د ځوان هیوادونو څخه شمېرل کیږي.

د افغانستان حکومت هم د بیکارۍ د مسئلې درک لری، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند علي افتخاري د امریکا غږ راډیو ته ویلي حکومت د بیکارۍ له منځه وړلو په خاطر اوږد مهاله او لنډ مهاله پلانونه لري، چې په اوږدمهال کې دوی هڅه کوي تر څو په افغانستان کې د اقتصادي زیربناوو د جوړلو له لاري ځوانانو ته د کار فرصتونه ایجاد کړي او په لنډ مهاله پلان کې دوی اوس د خلیج عرب هیوادونو سره په تماسونو کي دي چې افغان ځوانان په خپلو هیوادونو کې د کار لپاره ومني.

بل خوا هغه افغانان ځوانان چې په بهرنیو هیوادونو کې زده کړي کړي، د هغوی څخه یو شمېر هیواد ته را ګرځېدلی او کارونه یې موندلي دي. که څه هم زیات شمېر یې بیا هم په هغو هیوادونو کې پاتې کیدو ته اولویت ورکوي چیري چې هغوی زده کړي کړي.

په تیرو ۱۴ کلونو کې په زرګونو ځوانان بهرنیو هیوادونو ته د زده کړو لپاره تللي، او په زرګونو بیرته هیواد ته را ګرځېدلي او په کارونو بوخت دي.

خو د افغانستان په څېر ټولنه چې زیات شمېر یې ځوانان دي، د هغه توري په شان ده چې دواړه اړخونه یې تېره دي، که یوه اړخ ته یو شمېر ځوانان وظیفې لری، بل اړخ ته بیکاره ځوانان اړ دي چې په نورو لارو روان شي.

د کابل په وروستي لاریون کې یوه کس وویل: بیکاري افغان ځوانان د سخت دریځۍ او جګړو په لار بیايي او یا په نشو اخته کیږي.

سرچینه: امریکا ږغ ویبپاڼه – انګریزي څانګه

لیکوال: حسیب دانش الکوزی

ژباړه او لنډیز: عبدالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

بالکل واقعیت ده افسوس ددی ځوانانو په حال په افغانستان او عراق د امریکا دحملی او د منځنی ختیځ د هیوادونو د بی امنی نه اوروپا او امریکا ته یوه فایده داورسیده چی څنګه وکولای شی چی ددی هیوادونو کاری قوه چی عبارت له ځوانانو نه ده خپلو هیوادونو ته په ډیره آسانی او حتی د مرګ دخطر د قبلولو ترحده ورمات کړی داچی نن سبا په تلویزنونو او میډیا کی ښودل کیږی چی په اوروپا کی غیرقانونی مهاجرین یو بوج ده او دا ده او هغه ده دا هسی خوشی خبری دی دوی (اوروپا) پدی ډول غواړی چی هم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x