افغانستان

طالبان : اریوب ځاځیو کې مو اربکي پاڅون مات کړ

په پکتیا کې دطالبانو یو مسؤل مقام دنوم نه اخیستلو په شرط نن ټکی آسیا ویب پاڼې ته وویل چې  دپکتیا دچارواکو هغه دعوه دروغ  ده چې ویلي یې دي په ځاځي اریوب کې خلکو دطالبانو خلاف پاڅون کړی .

نوموړي وویل دځاځي اریوب خلک ټول له مجاهدینو سره ولاړ دي ، یوازې  دروکیانو سیمې ته  له کابل څخه پنځلس تنه  اربکیان دامریکایانو او ځایي حکومتي چارواکو لخوا راوستل شوي وو  ، چې نن دسیمې دخلکو او طالبانو له مقاومت وروسته بیرته وتښتیدل .

دغه طالب مقام وویل ، چې داربکي سازۍ په دې ناکامه پروسه کې دځاځي اریوب هیڅ اوسیدونکی دخیل نه وو  دوی ټول هغه کسان وو چې کورونه یې په کابل کې دي ، او په حکومت کې کار کوي ، دوی د ډیرو پیسو په مقابل کې ځاځي اریوب ته رالیږل شوي وو ، خو دسیمې دمجاهدینو لخوا پسې واخیستل شول .

کله مو چې ددې طالبانو له دې مسؤل څخه وپوښتل ، چې حکومت ادعا کوي چې طالبانو ډیر کسان دجاسوسۍ په تور وژلي او خلک ترې ناراضه دي آیا داخبره رښتیا ده ؟

ده وویل ( کوم کسان چې په تیرو څو میاشتو کې زموږ دمجاهدینو لخوا دجاسوسي په تور وژل شوي دهغوی په باره کې له موږ سره  مکمل اسناد شتون لري ، موږ هغوی په پټو سترګو نه دي وژلي بلکې لوموړی مو له امریکایانوسره دهغوی همکاري او جاسوسي کره کړې او بیا مو شرعي سزا ورکړې ده )

همدانن دپکتیا چارواکو ویلي وو چې په ځاځي اریوب کې خلکو دطالبانو په ضد پاڅون کړی دی ، خو دطالبانو دې مسؤل وویل چې داخبره یوازې  دروغجن تبلیغات دي  چې هیڅ اساس نلري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x