ټولنیزه برخه

د عین التمر کلیسا دریو عيسايي شاګردانو کیسه

حامد افغان

په عراق کې د (عین التمر) په نوم کلیسا ته له نورو څلويښتو ځلمیانو سره دری تنکي او ځیرک ځلميان هم وسپارل شول، چې انجيل ښه زده کړي، عیسایت کې ښه مهارت ترلاسه کړي او وروسته عراق او عربي جزیره کې د عیسایت د خپرولو کار ترسره کړي، د دې دریو ځوانانو نومونه دا دي:

سيرين
یسار
نُصیر

کله چې دا سیمه د اسلام ستر غازي خالد بن الولید رضي الله عنه فتحه کړه دا دريواړه ځلميان اسلام ته داخل شول، د الله شان ته ګوره د لومړي ځوان (سيرين) زوی پیدا شو چې محمد نومیدی، محمد بن سيرين لوی تابعي، ستر امام او د تفسیر، حدیثو او فقهي وتلی امام شو، د دویم (یسار) زوی پیدا شو هغه محمد بن اسحاق بن یسار نومیدی، د کتاب المغازي مصنف او د اسلامي تاریخ مخکښ مؤرخ، او د دریم (نُصیر) زوی پیدا شو چې موسی نومیدی، موسی بن نُصیر د اسلام ستر قائد، د اندلس او د اروپا او افریقا د ځینو سیمو فاتح.

ابن الاثیر لیکي په دې کلیسا کې د انجیل د زده کړي له پاره څلویښت ځوانان ساتل شوې وو، چې له هغوی نه د دې دریو یادونه موږ وکړه، عین التمر نومې کلیسا د عراق د انبار ښار په لویدیځ کې په یوه مشهوره کلا کې وه، دا کلا د ایرانیانو او عربو عيسايي قبایلو لاس کې وه او د مسلمانانو د حملو د مخنیوي له پاره د ایرانیانو او عربو عیسایانو زیات پوځیان په کې میشت وو. د ایراني لښکر مشر مهران بن بهرام و او د عربو عيسايي قبایلو قومنده د هغوی د یوه مغرور او کبرجن مشر عقه بن ابي عقه په لاس کې وه.

کله چې د اسلام لښکرې دې سیمي ته رانږدې شوې، د عربو عیسایانو مغرور مشر خپلو ایراني حلیفانو ته وویل: موږ عرب له عربو (مسلمانو عربو) سره په جګړه کولو ښه پوهيږو تاسو موږ او هغوی سره پریږدئ، کله چې د خالد بن الولید لښکري د عین التمر سیمي ته راورسیدلې او د عربو عیسایانو له زیاتو لښکرو سره مخامخ شول، نو د مسلمانانو هوښیار سالار خالد بن الولید د خپل لښکر یو خاص کنډک برابر کړ، هغوی به د ضرورت په وخت د دښمن په لښکرو فدایي برید کاوه، په دې جګړه کې دې خاص لښکر ته د عقه بن ابي عقه د ژوندي نیولو دنده وسپارل شوه او هغو د جګړې د پیل په شیبو کې د عرب عیسایانو مشر عقه ژوندی ونیو او په دې سره یې د لښکریانو لینګي وګړبیدل او ټولو ماتې وخوړه. او په همدې وخت کې د عین التمر کلیسا هم فتحه شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x