افغانستان

د محمد اغې ولسوالۍ د اربکيانو قوماندان په کابل کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د لوګر ولايت محمد اغې ولسوالۍ د اربکيانو قوماندان تېره شپه په کابل کې ووژل شو.

د محمد اغې امنيتي چارواکي وايي، چې د دغې ولسوالۍ د اربکيانو قوماندان شاه غا د کابل ښار اوله حوزه عليمردان باغ سيمه کې پياده روان و، چې ناڅرګندو وسله والو پرې ډزې وکړې او نوموړی يې ځای پر ځای وواژه.

د محمد اغې امنيه قوماندان مطيع الله عبدالرحيمزي رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې قوماندان شاغا تېره شپه کابل کې د طالبانو په ډزو وژل شوی او طالبانو له دې مخکې هم څو څو ځل نوموړي ته د مرګ ګواښونه کړي وو.

قوماندان شاغا د محمد اغې ولسوالۍ د دهنو کلي اوسېدونکی و او له تېرې اوږدې مودې سيمه کې د طالبانو په دښمنۍ مشهور و او څو څو ځل يې طالبانو سره مخامخ جګړې هم شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ذبیح الله

الحمدالله ډیر ښه کار مو روان کړی…… زما د وخته څخه داسې زړه وه چې مجاهدینو ته د همدې کار یادونه وکړي چې د نورو ولایتونو اربکي مشران په کابل کې توت ته وخیژوي ……….. د لغمان ولایت د اربکیانو مشر هم د کابل ارزان قیمت (احمد شاه بابا مینه) ۵ پنځم نمبر بلاک ته ډیر راځي او د اوړی خو ډیر وخت همدلته وي …. دا هم توت که کړئ …. …. …… الله تعالی مو کامیاب لره .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x