ټکنالوژي

اپل کمپنۍ د ایفون سمارټ فون دوه نوي ماډلونه معرفي کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): تیره شپه د اپل کمپنۍ د تولیداتو معرفي کولو غونډه وه چې اپل کمپنۍ دغې غونډې کې خپل دوه نوي سمارټ فونونه د ایفون ۶ ایس (iPhone 6S) او ایفون ۶ ایس پلس (iPhone 6S Plus) په نامه نړیوالو کاروونکو ته معرفي کړل.

دغې غونډې کې چې د امریکا په سن فرانسسکو کې ترسره شوه د اپل کمپنۍ مشر ټم کک په خپله خپل د کمپنۍ د سمارټ فون دوه نوي ماډلونه وړاندې کړل.

ټم کک دغې غونډې کې وویل چې د ایفون دغه نوي ماډلونه پخوانيو ماډلونه ته ورته دي خو د هارډوییر په برخه کې يي ډیر زیات بدلون راوستل شوی او دغه سمارټ فونونه په نړۍ کې د شته سمارټ فونونو تر ټولو پرمختللې بڼه ده.

دغه نوي ایفونونه به په څلورو رنګونو خاکستري، طلايي، نقریی او ګلابي کې د خرڅ لپاره وړاندې کیږي. د ایفون دغو ماډلونو کې د المونیم نوې بڼه کارول شوی د کوم په مرسته چې دغه سماټ فونونه به نه قاتیږي.

په نوي ایفونونو کې د درې بعدي (3D) لمس کولو وړتیا هم اضافه شوې. دغه ټکنالوژي د ګوتې له حرکت سره سره دا هم معلوموي چې تاسې د ګوتې په وسیله د سمارټ فون پر سکرین څومره فشار وارد کړی.

په نويو ایفونونو کې ای او ایس ۹ (iOS 9) ښکته شوې او په دغو سمارټ فونونو کې د اې ۹ (A9) چپ هم کارول شوی کوم چې له پخوانیو ماډلونو څخه ۷۰ سلنه چټکه ده.

په دواړو ایفونونو کې د ټچ ای ډي (Touch ID) چپ هم کارول شوی کوم چې له پخوا څخه دوه چنده چټکه ده. د دغو سمارټ فونونو کامره ۱۲ میګاپکسله ده خو د پخوانیو ماډلونو په پرتله ۵۰ سلنه زیاته پکسل او ۵۰ سلنه زیاته د فوکس پکسل لري. مخکینی کامره يي پنځه میګاپکسله ده.

د دغو سمارټ فونونو تر ټولو ځانګړی اپشن لاییو فوټو (Live Photo) دی. د دغې اپشن په مرسته که چیرې کاروونکي یو تصویر له لږ زیات فشار سره لمس کړي نو دغه تصویر به ژوندی او حرکت به پیل کړي.

د ایفون ۶ ایس (iPhone 6S) سکرین ۴.۷ انچه او د ایفون ۶ ایس پلس (iPhone 6S Plus) سکرین ۵.۵ انچه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x