ټکنالوژي

اپل کمپنۍ خپل نوی پیاوړی ایپډ هم معرفي کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): اپل کمپنۍ د سن فرانسسکو غونډې کې د ایفون دوه نوي ماډلونو له معرفي کولو سره خپل تر ټولو ستر ایپډ هم معرفي کړ.

دغه ایپډ چې ایپډ پرو (iPad Pro) نومول شوی تر دې مهاله د اپل د کمپنۍ تر ټولو ستر ایپډ دی. دغه ایپډ ۱۲.۹ انچه سکرین لري.

له ایپډ سره د اپل کمپنۍ د لومړی ځل لپاره پینسل اسټایلوس هم معرفي کړ. د دغې ټبلېټ پنډوالی ۶.۹ ملي متره او وزن يي ۷۰۰ ګرامو څخه زیاد دی. په دغه ایپډ کې تر ټولو نوی څیز د ایپډ سمارټ کیبورډ دی.

اپل کمپنۍ دغې غونډې کې وویل چې د دغې ایپډ د سي پي یو (CPU) وړتیا په بازارونو کې شته ډسک ټاپ کمپیوټرونو په پرتله ۸۰ سلنه زیاته ده او د ګرافکس له نظره بیا ۹۰ سلنه غوره ده.

د اپل د کمپنۍ مشر ټم کک په وینا په دغې نوی ایپډ کې ۱۰۸۰ پکسله لروونکی په ژوندۍ بڼه چلیدوونکي ویډیوګانې ایډیټ کیدلی شي.

د اپل کمپنۍ وویل چې خپل دغه ایپډ به د نومبر په میاشت کاروونکو ته وړاندې. کاروونکي باید په جلا جلا ډول د دغې ایپډ قلم او سمارټ کیبورډ وپیري. د دغې ایپډ د قلم بیه ۹۹ او د کیبورډ بیه يي ۱۶۹ امرکايي ډالره ده.

د ۳۲ ګیګابایټ فایل ثبتونې او وای فای (WiFi) وړتیا لروونکی ایپډ بیه ۷۹۹، ۱۲۸ ګیګابایټ فایل ثبتونې او وای فای وړتیا لروونکی ایپډ بیه ۹۴۹ او ۱۲۸ ګیګابایټ فایل ثبتونې او وای فای وړتیا لروونکی ایپډ له سلولر سره په ۱۰۷۹ امرکايي ډالره کاروونکو ته وړاندې کیږي.

د اپل کمپنۍ په وینا ریټینا ډسپلې، درییم جنیریشن ۶۴ بېټ اې ۹ ایکس چپ (3rd Generation 64 Bit A9X)، څلور لوډ سپیکرونه، ۱۰ ساعته چارج ساتلو وړتیا، ۸ میګاپکسله کامره او ټچ ای ډي هم د دغه ایپډ د ځانګړتیاوو برخه ده.

له ایپډ پرو سره اپل کمپنۍ خپل نوی تلویزیون هم معرفي کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x