افغانستان

د مسعود پلویانو د ملي امنیت یو افسر وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د ملي امنیت ریاست وايي چې د احمدشاه مسعود پلویانو د هغه د وژنې پر ورځ د ملي امنیت یو افسر وژلی او څو نور ملکي او نظامي وګړي یې ټپيان کړي دي.

د ملي امنیت لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دې ریاست د دغه جنایت عاملین پېژندلي او قانون منګولو ته به یې وسپاري.

melee amniyat afsar
د ابن سینا یو ډاکتر چې د مسعود وسله‌والو لخوا ډبول شوی دی.

د ملي امنیت ریاست وايي چې د تېرې ورځ له سهار وروسته له ښاره یو شمېر لنډغر د هوتخېلو سیمې ته روان ول څو شر جوړ کړي خو کله چې د ملي امنیت ځواکونو یې د مخنیوي هڅه وکړه پر هغوی یې ډزې وکړې.

سرچېنه لیکي چې د مسعود پلویانو هغه مهال ډزې وکړې چې د ملي امنیت منسوبینو غوښتل څو یوې سترې فاجعې مخنیوی وکړي.

د خبرپاڼې په اساس په دغو ډزو کې د ملي امنیت یو افسر وژل شوی او د سیمې دوه تنه اوسیدونکې ټپیان شوي دي.

ملي امنیت همدا راز ویلي چې دې ته ورته یوه بله پېښه کې د مسعود پلویانو چې غوښتل یې عام نظم اخلال کړي د پولیسو او ملي امنیت د پولسو سره مواجه شول.

د خبرپاڼې پر بنسټ په دغه پېښه کې هم د مسعود وسله والو پلویانو د ملي امنیت په افسرانو او پولیسو ډزې وکړې چې له کبله یې د امنیتي ځواکونو یو تن ټپي شو.

د مسعود پلویانو همدا راز د ابن سینا روغتون یو ډاکتر هم تر مرګه ډبولی دی.

له تېرو څو کلونو راهیسې د احمدشاه مسعود پلویان د هغه د مړینې ورځ په کابل ښار د وسلو په نمایش او د کابل خلکو په ځورولو لمانځي.

پرون هم د مسعود سلګونو وسله‌والو پلویانو په کابل ښار کې ګرځېدل د وسلو نمایش او هوايي ډزې یې کولې.

احمدشاه مسعود په شمال کې د برهان الدین رباني قومندان و چې په ۲۰۰۱ز کال د ستمبر په نهمه په یوه سرتیري برید کې په تخار ولایت کې ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

محترمو باید په دی ټول وپوهیژي چې دی دیی سقاوی غلو دی بقا لوی عامل کرزی ده چی په خپل توره دوره کی یی دی پښتنو ټول مشران ووژل او دی دخپل قدرت لپاره یی دا سقاوی غله او وحشیان. په غیژ کی ونیول. او دوهم کل غنی چی دخپل بی متفکره مغزو سره له دی بی حیا لوټ مارو سره یو ګ‌‌‌‌‌‌ډ حکومت جوړ که.
اوس هغه وطن پله پشتنو ته پکار ده چې په هره وسیله وی باید دا غلهله بین څخه یوڅی دوی مهاجرین دی او دی وطن په شه او بد نه پوهیژی.

حامد

اصلا كابل كي حكومت نشته يو دسينما فلمي ستوري يعني عبدالله اوبل بيغيرته او بي جراته غني دامريكايانو اصلي مزدوران له خلكو سه خبردي لس يا ١٥ لندغر نشي وزلاي داددوي حالت دي افغانان به له هيواده ولي نه تشتي دبهر ته تلونكو زوانانو ٨٠ فيصده له كابل نه تيشته كوي دا دوارو لندغروته دي دشرم خبره ده

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x