څنګه د هاضمې د خرابوالی مخه ونیسو؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د هاضمې خرابوالی انسان په یو شمیرو نورو ناروغیو اخته کوي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا د هاضمې خرابوالی د زړه بدېدنې، ساه بندۍ او پړسیدو لامل ګرځي.

له دې سربیره که چیرې د انسان هاضمه د اوږدې مودې لپاره خرابه وي نو په بدن کې د غیر صحي او زهري مواد د خپریدو لامل هم ګرځي. دلته مو له ځنیو هغو طریقو سره اشنا کوو چې په مرسته يي د خرابې هاضمې مخه نیول کیدی شي.

۱- له اندازې زیاته خواړه خوړلو څخه ځان وژغوري. که چیرې نبوي سنت په پام کې ونیول شي او له مړیدو وړاندې خواړه خوړل بند شي نو د بدې هاضمې څخه له مخنیوی سربیره انسان له نورو بې شمیر مهلکو ناروغیو هم ژغوري.

۲- په ارامۍ سره او په خپلو ټاکلو شوو وختونو خواړه وخورئ. کوښښ وکړئ خواړه په خوله کې په ښه او مکمل ډول میده کړئ. هغه خواړه چې په مکمل ډول نه وي میده شوې هم د هاضمې د خرابوالي لامل ګرځي.

۳- زیات غوړ لروونکې خواړه مه استعمالوئ.

۴- د مصالحه لروونکي خوړو اندازه محدوده کړئ.

۵- له سرګریټ څښلو ځان لرې وساتئ.

۶- کافي او ځینې نور مشروبات په ټاکلی اندازه وڅښئ.

۷- د وزن زیاتیدو مخه ونیسئ.

۸- په ورځنۍ ډول ورزش خپل عادت وګرځوئ.

۹- د ذهني ارامتیا ترلاسه کولو لپاره مختلفې طریقې وازموئ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اعظم خان
میلمه
اعظم خان

زہ لہ ڈیرہ وختہ دی معدی پہ ناروغی اختہ یم سہ وکم