افغانستان

طالبانو په بدخشان کې ۶۵ کلي نیولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې طالبانو په راغستان ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۶۵ کلي نیولي دي.

د راغستان ولسوال رستم خان راغي ددې خبر د تایید سربېره ویلي چې وسله‌والو طالبانو دغه کلي په تېرو دوو ورځو کې نیولي دي.

د راغي په وینا سیمې ته کومکي ځواکونه لېږل شوي خو له هوايي ملاتړ ورسره نشته دی.

د راغستان د ولسوال له قوله طالبان د راغستان ولسوالۍ بازار ته نېږدې شوي خو اوسمهال جګړه دریدلې ده.

طالبانو د راغستان د جګړې په اړه تازه څه نه دي ویلي خو پرون یې د پنځو پوستو او ځینو سیمو د نیولو ادعا کړې وه.

طالبانو ویلي وو چې د سردشت، خمبیل بالا او خامبیل پایین سیمو د نیولو سره يې د دولتي ځواکونو پر مخ د دریو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Javid Ullah

ډير ښه

Javid Ullah

الله ج مو راته لره طالبانو

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x