نظــر

د سـپټمـبر د يـوولسـمی حـملـه « يـوه څـرګـنـده نـا څرګـنـدتـيـا ! »

لیکوال : نثار احمد صمد

درنو لوستونکو، دا لیکنه نهه کاله وړاندې لیکل شوې او خپره شوې ده. خو متن او بطن یې د نننیو شرایطو سره وفق کوی نو ځکه یې بیا خپروو.

نن پر امریکا د سپټمبر د یوولسمی د حملې شپږمه کالیزه ده . دغې ستری پيښې د نړۍ لوری بدل او د تاریخ یون ګړندﺉ کړ . شپږ کاله وروسته هم هیچا په شواهدو سره ثابته نکړه چي دا حمله چا کړې ده او ولی ؟! هره خوا یی پر خپل سیال یا مخالف باندی تاوانوی . ځکه نو موږ وایو چي دا بیله شکه یوه معلومه نامعلومتیا ده . هغه داسی چي حمله خو څرګنده ده مګر کړونی یا عامل یې ناڅرګند دی .

لویدیځ حکومتونه او ډله ییزه رسنۍ هغه پر القاعده او بن لادن تاوانوی . صیهونیسټی دولت او متعصب عیسوي مغرضین وایی چي دا حمله مسلمانانو وکړه . خو بیطرفه لویدیځوال بیا وایی چی یا ، دا صرف ۱۹ مسلمانو ځوانانو وکړه . حال دا چي اسلامي امت او غربي ناقدین بیا هغه یوه « مرموزه دسیسه » بولی چي په هماغه لویدیځ کي کومی استخباراتي شبکې تر سره کړې ده .

د سپټمبر د یوولسمی حمله د انساني تاریخ هغه تر ټولو ستره مرموزه پيښه ده چي تر ځوابونو یی سوالونه ډیر دي . یعنی که یې له هری خوا او هر درکه و څیړو د هغسی پوښتنو سره به مخامخ سو چي ځواب به یې قطعاْ ونه مومو . نن زیات شمیر امریکایان پخپله د هغې په هکله شکمن دي چي دا چا وکړه . د هغې نظر پوښتنی څخه چي یو کال وړاندی په امریکا کی وسوه ، ۳۳٪ امریکایان په دې فکر دي چي حکومت د سپټمبر د یوولسمی د حملو واقعیتونه پټوي، یا دا چي تر څه حده پخپله هم لاس پکښی لری . زیات شنونکی او انتقادیان وایی چي څو لسیزی نور به هم د دې حملو راز لوڅ نسی چي دا چا وکړه او ولی . ځکه هغه خورا ګڼی پوښتنی چي په دې هکله سته ، په تیرو شپږو کالو کي بی ځوابه پاته سوي دي .

له دې نه علاوه ، ډیر ماهرین، متخصصین، کارپوهان، انجینیران،پروفیسوران د طیارو تخینک ګران، مهندسین او نور مسلکی پوهان یو لړ داسی علمی، عملي او تطبیقي انګیرنی وړاندي کوی چي په رښتیا هم دا ترې ثابتیږی چي نوموړې حمله یوه «معلومه نامعلومتیا» یعنی یوه پیچلې او مغلقه دسیسه ده . دغو ټکنالوجسټانو خورا دقیق ویډیویی تحلیلونه او مستند فلمونه تهیه کړي دي چي داښیي چي نړیواله سوداګریزه ودانۍ ولی سر پر سر رژیږی، د اطفاییې د مؤظفینو او نورو عینی شاهدانو مرکې واضح کوی چي هلته څو دقیقې مخکی چاودنی اوریدل کیږی ، د لومړنۍ ودانۍ تر چپه کیدو مخکی مځکه ریږدی او دا ښودل کیږی چي الوتکه څنګه په ودانۍ کي په دې یا هغه زاویه سره وهل کیږی، آیا دا طیاره وه که راکټ . په همدې ترتیب د هغی الوتکی د وزرونو اوږدوالی ښودل کیږی چي په پنتاګون کي وهل کیږی مګر د طیارې وزرونه ترې تم کیږی او اړونده تخریب سوی ځای له طیارې نه په مراتبو کوچنی دی .

په هرصورت، که څوک دا متعدد ویډیویی مستند فلمونه ( Documentaries) وګوری ، نو ډیر هغه تیاره، مبهم او شکمن ټکي به ورته ثابت سی چي دا په رښتیا هم یوه خورا مرموزه ، له اسرارو ډکه او مغلقه پيښه او یوه « څرګنده نا څرګندتیا » ده .

ځینی هغه عمده او حساسي پوښتنی چي په دې شپږو کالو کي بې ځوابه پاته سوي دي ، دا دي :

لومړی ـ د دې څلورو « تښتول سوو » الوتکو تور بکسونه څه سول ؟ په دغو کوچنیو کمپیوټري صندقچو کي د طیارې ټول داخلی جریانات ثبتیږی او هغه د ساتنی ګرېډ په منفی ۲۰۰۰ او مثبت ۲۰۰۰ درجو کي له منځه نه ځی .

که دغه کوچنۍ جعبې له شفر (کوډ) څخه خلاصی سی نو هر څه به معلوم او ثابت سی . مهمه پوښتنه لا دا چي د هغی الوتکی تور بکس ولی پیدا نسو چي د پنسلوانیا په کرونده کي پر سپین میدان ولویده ( یا وویشتل سوه ) ؟ جالبه خو دا چي که پر دغو کوچنیو تورو بکسونو په زرګونو ټنه لوټی، ډبری او فلزي توټې ولویږی، بیا هم نه ماتیږی او نه هم له منځه ځي . خو پر دې ټولو سر بیره د څلورو واړو طیارو دغه بکسونه په دې شپږو کالو کي ونه میندل سول . د خورا حیرانۍ خبره او په اصطلاح « معجزه » لا دا ده چي د یو تن طیاره تښتونکی « تروریسټ ! » پاسپورټ د همدې سوځیدلو او تباه سوو ورانو ویجاړو له منځه روغ رمټ پیدا سو ! مګر څلور بکسونه د خپل ټول کلک والی سره سره لوټو او ډبرو وخوړل . په دې اړه پوښتنه دا ده چي دغه پاسپورټ چي صحیح سلامت پاته دی ( ! ) چا وموند او کله یې وموند او څنګه یې وموند ؟ ځواب نسته خو پاسپورټ سته !

دوهم ـ بله بې ځوابه پوښتنه هم دا ده چي ولی جټ الوتکو د تښتول سوو طیارو له خوا د دې فریادونو سره سره چي موږ تښتول سوي یو ، مداخله ونکړه ؟

درېیم ـ د امنیت هغه غونډه چي د همدې ورځي له پاره رابلل سوې وه ، ولی د نړیوالی سوداګریزه ودانۍ د ریاست له خوا یوه ورځ مخکی ( یعنی د سپټمبر پر لسمه ) فسخ سوه ؟

څلورم ـ هغوی څنګه دا « تروریسټان ! » دومره ژر معلوم او تشخیص کړل ؟

پنځم ـ د دې تروریسټانو موټرونه د هوایی ډګر په هغه ستر پارکینګ کي چي په زرګونو موټران پکښې پارک وو څنګه دومره ژر معلوم سول ؟

شپږم ـ ولې په دې څلورو طیارو کي آن یو « بیګناه » مسلمان هم سپور نه و ؟ حال دا چي صرف همدا نولس مسلمانان وو او بس ؟

اووم ـ ولی د مسافرینو په لیست کي د دغو ۱۹ تښتونکو نومونه تر پیښې دوې ورځي وروسته لا هم شامل نه وو ؟

اتم ـ آیا یو څوک ورغی او د مسافرینو په لیست کي یې فقط د همدغو نولس کسانو نومونه د تښتونکو په توګه مشخص کړل ؟

نهم ـ ولی په هغه لیست کي چي « یونایټد ایرلاینز ، او امریکن ایرلاینز» CNN ته ورکړ د دغو ۱۹ کسانو څخه د هیچا نوم هم نسته ؟

لسم ـ د هغو څو کسانو په هکله څه ویل کیږی چي لومړی يې د ۱۹ تښتونکو په لړ کي نومونه ذکر کړی وو، خو وروسته معلوم

سول چي هغوی ژوندي دي ؟

یوولسم ـ ولی محمد عطا خپل بکس په هوایی ډګر کی پریښود ؟ آیا په دې چي ځان د طیاره تښتونکی په توګه رسوا کړی ؟ ولی

کوم مسؤل نفر هغه طیارې ته نه وروړ ؟ دا بکس چا پیدا کړ ؟ موږ څنګه دا ومنو چي هغه د عطا بکس دی؟

دوولسم ـ عطا ولی په خپل دغه « بکس ! » کي یوه ویډیو ، ( چي نوم یې دی : څنګه الوتکي په هوا کړو ) ، خپل یونیفورم ، او خپل وروستی تصمیم یا اعلامیه پریښودل ؟ آیا هغه غوښته چي دنیا خبره کړی چي زه انتحاري عمل کوم ؟

دیارلسم ـ محمد عطا ولی خپل د موټر چلولو لایسنس په کرایه کړي موټر کي پريښود ؟ په دې چي ځان رسوا کړی ؟

څوارلسم ـ ولی « ایف بي آی » د هوایی ترافیک د کنټرول اسناد نه خپروی تر څو دا ثابته سی چي د تښتولو قضیه څنګه پيښه
سوه ؟

پنځلسم ـ ولی ایف بي آی د الوتنی د معلوماتو کمپیوټري ثبت سوي معلومات نه خپروی ؟

شپاړسم ـ د دغو ۱۹ طیاره تښتونکو عکسونه دومره ژر له کومه سول ؟

اوولسم ـ ولی اسامه بن لادن هماغه مهال ( یعنی د ۲۰۰۱ په سپټمبر کي ) د امت په مجله کي اعلان وکړ چي ما په دې حمله کي لاس نه درلود ؟

اتلسم ـ د حملې په ورځ د پاکستان د « آی ایس آی » د ريًس جنرال محمود احمد شتون په واشنګټن کي په څه هدف و ؟

نولسم ـ آیا بن لادن په رښتیا هم د ۲۰۰۱ په جولای کي ( یعنی تر حملې درې میاشتی مخکی ) د دوبئ په یو امریکایی روغتون کي بستر و؟ آیا هغه د جولای پر څلورمه د یو پرواز له لاری د پاکستان د کویټې څخه دغه امریکایی روغتون ته راو نه رسید ؟

آیا هغه په دې روغتون کي د جولای د څلورمی څخه تر یوولسمې پوری بستر و ؟ که وو ، نو ولي هیڅ اقدام ونسو ؟
شلم ـ جورج بوش کله د نړیوالی سوداګریزه ودانۍ په لومړنۍ ضربه خبر سو ؟ ولی هغه د دومره ستری حملې سره سره بیا هم د هماغه ښوونځی څخه نه راووت ؟

یوویشتم ـ آیا ولید ارکیه د امریکا په « سیمی نول جېل » کي د حملې څخه یوه میاشت مخکی « ایف بی آی » ته خبر ورنکړ چي پر امریکا یوه حمله کیدونکې ده ؟ ایف بی آی په دې هکله څه وکړل ؟

دوه ویشتم ـ آیا د فرانسې د استخباراتو ریًس « ژان کلاد کوسرن » سي آی اې خبره نکړه چي پر امریکا یوه تروریسټي حمله کیدونکی ده ؟

درویشتم ـ آیا د ایټالیا د صدراعظم مرسیتال « جیان فرانکو فینی » سي آی اې ته خبر ورنکړ چي د امریکا پر ولسمشر باندی « د طیارې د استعمال له لاری » یوه تروریسټي حمله کیدونکې ده ؟

څلیرویشتم ـ د مصر ولسمشر حسني مبارک کله « سي آی اې » ته خبر ورکړ چي پر امریکا باندی « د چاودیدونکو موادو څخه په یوه ډکه طیاره سره » حمله کیدونکې ده ؟ ولی دغه ټولی خبرتیاوی په باک را نه وړل سوې ؟ که نه نو څه اقدامات سوي دي ؟

پنځه ویشتم ـ د لندن ټایمز ورځپاڼي راپور ورکړ چي د امریکا د فډرالي هوایی چلند څخه يو چا سلمان رشدی ته خبر ورکړ چي د سپټمبر پر درېیمه دې امریکا ته پرواز نه کوی . که دا رښتیا وی، نو هغه نفر څوک و ؟

شپږویشتم ـ آیا د فرانسې د تروریزم ضد څانګي رییس « ژان لوییس بروجری » د سپټمبر پر لسمه «سي آی اې» ته خبرارئ ورنکړ چي پر امریکا یوه تروریسټي حمله کیدونکې ده ؟ که ځواب هوکې وی ، نو څه غبرګون وښودل سو ؟

اووه ویشتم ـ د سان فرانسِسکو کرونیکل د راپور له مخی ولی ښاروال « میربراون » ته یو چا خبر ورکړ چي د سپټمبر پر لسمه « خپل پرواز ته متوجه اوسی » ؟ که دا رښتیا وی نو هغه څوک و ؟

اته ویشتم ـ کله د جرمنی د BND شبکې مشر « ډاکټر آګسټ هیننګ » سي آی اې ته خبر ورکړ چي « د منځني ختیځ تروریسټان نیت لری چي یوه ملکي طیاره وتښتوی » ؟ نو د سي آي اې عکس العمل څه و ؟ آیا نوموړي د هامبورګ په جېل کي یو ایراني ته اجازه ورنکړه چي د ۲۰۰۱ په دوبي کي «سي آی اې» ته خبر ورکړی چي پر امریکا یوه حمله کیدونکې ده ؟ نو څه غبرګون وښودل سو ؟

نهه ویشتم ـ ولی امریکا د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر لسمه ( یعنی د حملې څخه یوه ورځ مخکی ) اسلامی ویب پاڼی بندی کړې؟

دیرشم ـ د پنتاګون څخه د کوم ګرویږونکی خبریال کتنی ته ولی اجازه ورنکړه سوه ؟

یودیرشم ـ ولي په پنسلوانیا کي د لویدلی طیارې فلزي ټوټې اته میله لیری وموندل سوې ؟ دوی دلیل راوړی چي دا طیاره
مستقیماْ پر سر راولویده نو ځکه یې ګواکی کوچنیً سوری جوړ کړ، خو دا چي ټوټې اته میله ( څه نا څه ۱۲ کیلومتره ) لیری میندل کیږی، معنا دا ده چي دا طیاره ویشتل سوې ده او یا دا چي دننه بمي چاودنه پکښی سوې ده . په هرصورت ، هغوی ولی خبریالانو ته اجازه ورنکړه چي د صحنې عکسونه واخلی او ويډیویی راپور تهیه کړی؟

دوه دیرشم ـ باالاخره ، ولی د بوش حکومت د سپټمبر د یوولسمې د پيښو د رښتیانیو او بیطرفانه ګرویږنو سره مخالفت کوی ؟
هو ، دا ټول هغه عمده سوالونه دي چي په دې شپږو کالو کي ځواب نه دی ورکول سوی . آیا اوس نو دا نه سو ویلای چي د سپټمبر د یوولسمې حمله په رښتیا هم یوه « څرګنده ناڅرګندتیا » ده ؟ خو یو شی نن په اثبات رسیدلی دی او هغه دا چي « امریکایان ډیر هوښیارنه دي . هغوی فکر نه ورته کوی . هر څه چي ورته وویل سی هغه منی . دوی هغه څه چي ورته ویل کیږی، نه امتحانوی .» ځکه به نو امریکایی ظلم پای ته هم ونه رسیږی .

د امریکا یو تکړه پروفیسور او لیکوال « ډیوید ګریفن» د خپلو څیړنو په پای کي دې نتیجې ته رسیږی چي د سپټمبر د یوولسمې د حملو رسمي راپور « ضد او نقیض، نامکمل او نه منونکی » دی او باید چي رښتیاني تحقیقات يې وسي .

ډاکټره لین مارګولیس چي د امریکا د « ساینس د ملی شورا » غړې ده، وایی چي دا څنګه ممکنه ده چي صرف ۱۹ عرب ځوانان او یو سړﺉ لس زره کیلومتره لیری له یو غار څخه دا خورا استادانه حمله طرح او عملي کړی….. نو ځکه زه غواړم څنګه چي رسمي راپور يې « غولونکی » دی، باید یوه بیطرفانه ګرویږنه وسی .

ښه ګرانه لوستونکې، آیا اوس نو دا نه سو ویلای چي د سپټمبر د یوولسمې د حملې اصلي قربانیان په خاص ډول افغانان او عراقیان او په عام ډول هم رښتیاني مسلمانان دي ؟ باالاخره دا نه سو ویلی چي د سپټمبر د یوولسمې د مرموزې حملې طرح کونکي او عاملین هغه کسان دي چي ککرۍ يې د انسان خو ماغزه یې د شیطان دي ؟ هو ، دغه انسان ډوله شيطانان دې نو الله (ج) په خپل الهي عذاب اخته کړی ، آمین .

منبع : د کاناډا څخه خپرېدونکې « افغان رساله »، ۱۰۱ ګڼه ( د ۲۰۰۶ سپټمبر ) .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x