نړۍ

سوریه: القاعده د الظهور ستر نظامي هوایی ډګر نیولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): په سوریه کي د القاعده نړیوال جهادي تنظیم اړوند ځواکونو د بشار الاسد د رژیم څخه ستر نظامي هوايي ډګر نیولی دی.

په سوریه کې د القاعده اړوند ډلې جبهة النصره ویلي چې ځواکونو یې له اوږدې مودې محاصرې او تیرو دوو ورځو خونړیو جګرو څخه وروسته د الظهور نظامي هوایی ډګر په مکمله توګه نیولی دی.

دوی خبري رسنیو ته زیاته کړې چي ځواکونو یې پر هوایی ډګر باندې تر ولکې سربېره یو شمیر میګ ۲۱ ډوله جنګي جیټ الوتکو اوچورلکو په شمول زیاتې وسلې غنیمت کړي.

همدارنګه د دوی د دښمن ۱۹۰ عسکرو په شمول زیاته انداز سپکې وسلې او د وسلو ډیپوګانې (ذخیري) په لاس ورغلي دي.
د جبهة النصره یو مهم مشر له رسنیو سره د جګړې د جزییاتو په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ځواکونو یې له دې څخه مخکې هم درې ځله ددغه هوایي ډګر د نیولو لپاره هلې ځلې کړي خو دا چې دغه هوایي ډګر ته څېرمه ټوله میداني سیمه پرته ده، جنګیالیو یې ونشو کړای چې هوایي ډګر ونیسي، ځکه د دوی د دښمن له لوري به ترسخت هوایی برید لاندې راتلل.

«دا چې له تیرو دوو ورځو راهیسي سیمه باندې غبار پروت وو له دغې خرابې هوا او غبار څخه زموږ جنګیالانو ګټه واخیسته، د غبار په رارسیدو سره یی سمدستي میدان ته څیرمه د دښمن په کمربند باندې تعرضي عملیات پیل کړل او په ډیره اساني سره زموږ جنګیالایو وکولای شول چې د دښمن کمربند مات او میدان ته ځانونه داخل کړي، ځکه د سخت غبار له امله دښمن نشو کولای چې په سیمه کې یې الوتکې الوتنه وکړي او مقابل لوري تر هوایی برید لاندې راولي».

د الظهور هوایي ډګر د سراقب ښار شمال ختیځ ته د ادلب کلي ته څیرمه پروت دی او په سوريه کې دوهم لوی نظامي هوایی ډګر دی او ټولټال ۲۰ کیلومتره مربع مساحت لري.

دغه هوایی ډګر کې د میګ ۲۱ ډوله او میګ ۲۳ ډوله جنګي جیټ الوتکو لپاره ۲۲ ځغاستې ځایونه جوړ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x