نړۍ

سوریه کی دروسانو نظامي حضور امریکا اندېښمنه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي۱۹مه ۱۳۹۴ل): تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د خپل سیال سیرغی لافروف سره د تلیفوني خبرو پرمهال په سوریه کې د روسانو د زیاتیدونکي نظامي حضور په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ د خبرو پر مهال د روس د بهرنیو چارو وزیر پر دغه ټکي ټینګار کړی چې سوریه کې د «ترهګرو» ډلو د ځپلو لپاره باید په ګډه مبارزه وشي. هغه ویره څرګنده کړه چې دغه هیواد کې ورځ تربلې ترهګرې ډلې خپلې پښې ټینګوي او دولتي ځواکونو څخه سیمي نیسي.

د فرانس پریس خبري اژانس د امریکایانو په حواله خبر خپور کړی، ددغه خبر له مخې روسیه د هرې ورځې په تیریدو سره سوریی ته نظامي مرسته او ځواکونه لیږي او په دې وروستیو کې روس د بشار الاسد رژیم ته جنګي شوبلې، جنګي بحري کښتۍ او د پلي عسکرو یو کنډک استولی.

تیره ورځ هم دغه هیواد ته د روس یوه ۱۲۴ ډوله انټونوف کونډور بار وړونکي الوتکه رسیدلی ده چې د دغي الوتکي په رسیدو سره په تیرو څو ورځو کې سوریې ته د روس د هوایي ځواکونو ۴ څلور الوتکې رسیدلي دي.

همدارنګه د جنګي ساز و سامان په څنګ کې په لسګونو روسي عسکر هم دغه هیواد ته رسیدلي دي ترڅو د سوریې حکومت سره د روسي جنګي وسائلو په استعمال او کارونه کې مرسته وکړي.

یو امریکایی چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د روس حکومت په سوريه کې د هوایي ځواکونو لپاره ګرځنده کنټرول ټاورونه او په لسګونو وړې قرارګاوې جوړي کړي ترڅو راتلونکي روسي عسکر په کې ځای پرځای کړي.

تر اوسه پورې دا لا څرګنده نه ده چي روس دغه هیواد کې د نظامي حضور درلودلو په صورت کې څه نیت لري.

ایا روسیه غواړي د دغه هیواد له لوري په سیمه کې د داعش په خلاف جنګ وکړي خپل نظامي وسائل او پلي عسکر د داعش خلاف استعمال کړي او که غواړي د مختلفو وسلوالو ډلو په مقابل کې د سوريې د حکومت ملاتړ او مرسته وکړي.

په سوریه کې د روس زیاتیدونکي عسکري حضور او شتون امریکایان په اندیښمن کړي او روس تر اوسه پورې خپل دریځ هم په دې اړه واضح کړی نه دی، چې سوریې ته جنګي وسائل او عسکر د څه لپاره استوي او د چا په ملاتړ له چا سره جنګ کول غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x