طالبانو په زابل کې د خپلمنځي جګړو راپورونه رد کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): طالبانو یو ځل بیا هغه راپورونه رد کړي چې وايي د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د طالبانو او هغو کسانو ترمینځ نښتې رامینځ شوي چې د دوی له نوي زعیم سره یې بیعت نه دی کړی.

د رسنیو د راپورونو پر اساس، په زابل کې د منصور دادالله په مشرۍ د فدايي محاذ ډلې له طالبانو سره جګړه کړې چې په ترڅ کې مرګ ژوبله هم رامینځته شوې.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې دا راپورونه «پر حقیقت نه ولاړ» بلل شوي. نوموړي ویلي: «دا د دښمن هغه هڅه بولو چې په مټ یې د مجاهدینو ترمنځ تشویش ایجادول هدف دي، نه بل څه».

ښاغلي احمدي زیاته کړې چې د خاک افغان ټوله ولسوالۍ د طالبانو په واک کې ده او هلته اصلا جنګ نه دی پیښ شوی.

وروسته له هغه چې طالبانو د خپل پخواني امیر ملا محمد عمر مجاهد مړینه رسما تایید او ملا اختر محمد منصور یې د نوي امیر په توګه انتخاب کړ، یو شمیر پخوانیو او برحاله مطرحو طالب څیرو یې په وړاندې مخالفت او منفي څرګندونې وکړې چې په سر کې یې د طالبانو له لیکو شړل شوي پخواني قومندان «منصوردادالله» او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «طیب اغا» نومونه د یادولو وړ دي.

څو ورځې وړاندې د منصور دادالله یوه ویډیويي وینا خپره شوه چې په کې نوموړي په طالبانو نیوکې کولې چې مشران یې په پاکستان کې ټاکل کیږي. که څه هم تر اوسه د منصور دادالله ځای ځایګی معلوم نه دی خو نوموړی په دغې ویډیو کې ادعا کوي چې په زابل ولایت کې دی.

باید وویل شي، منصور داد الله چې اصلي نوم یې «ملا اختر» دی، د خپل ورور «ملا دادالله» له وژل کیدو وروسته د لنډې مودې لپاره د نوموړي ځایناستی ټاکل شوی و، چې وروسته د طالبانو پخواني امیر ملا محمد عمر په یو غږیز فرمان کې له دندې ګوښه او هغه یې یو «نا اهله» قومندان بللی و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اسحاق زاده
میلمه
اسحاق زاده

اوس نوښه شو: اختلاف تور وي که سپین ؟
الله دي هر ډلی ته اول هدایت وکړی خوکه دبل چالپاره کار کوي نو بیادی سخت سزا ورکړي

ذبیح الله
میلمه
ذبیح الله

الله تعالی دې هغه خاینانو ته هدایت وکړي چې د منافقینو په اشارو چلیږي

مصطفي اغا
میلمه
مصطفي اغا

وروره دا اختلاف دملا محمد عمر رحمه الله فه موجوديت كي هم وو كله هم يو اميرندي را غلي سي مخالفين دي نلري داكسان تول ملاصاحب شرلي وه سي او س ملا صاحب دنامه سه غلطه استفاده كوي.

اونخیوال وردګ
میلمه
اونخیوال وردګ

څوکاله مخکې زه ډیر کوچینۍ وم
چې دا خبره می تر غوږو راغله ویل یی د قهرمان دادالله ورور منصور دادالله له طالبانو نه بیل شویدی او لوی ملا صاحب رحمه الله په خپله شړلئ دی
الله ج د ټولو مسلمانانو ته هدایت وکړي