
انګلینډ، پاکستان ته ماتې ورکولو سره د معلولینو د ټورنمنټ اتلولي وګټله
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): نن د معلولینو د نړیوالو شل اوریزو سیالیو ټورنمنټ پایلوبه د پاکستان او انګلینډ لوبډلو تر منځ ترسره شوه. انګلینډ لوبډلې دغې لوبې کې پاکستان ته په ۱۹ منډو ماتې ورکولو سره د دغه ټورنمنټ اتلولي وګټله.
د انګلینډ د معلولینو لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. د انګلینډ لوبډلې وتوانید دغې لوبې کې پاکستان ته د دغې ټورنمنټ تر ټولو اوچت هدف وټاکي.
د انګلینډ لوبډلې په ټاکلو شوو شلو اورونو کې یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د کلم فلېن او ګورډن لیډوان غوره توپ وهنې په مرسته ۱۷۵ منډې جوړې کړې.
د انګلینډ لپاره ګورډن لېډوان په یوازې ۲۸ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۴۰ منډې جوړې کړې. کلم فلېن په ۲۹ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۴۵ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
د پاکستان لوبډلې لپاره فیاض احمد، عبدالله اعجاز او جهانزیب یوه یوه ویکټه واخیسته.
د پاکستان د معلولینو لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۶ منډې جوړې کړې او د ۱۹ منډو په توپیر يي ماتې وخوړه.
د پاکستان لپاره د توپ وهنې په برخه کې ریحان غني په ۲۵ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۳۶ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.
د انګلستان لوبډلې لپاره فریډ بریجز تر ټولو پیاوړې توپ اچونه وکړه. فریډ بریجز خپل څلورو اورونو کې ۲۴ منډو ورکولو سره څلور ویکټې واخیستې.