ټولنیزه برخه

په افغانستان او سیمه کي لومړنی جوړ سوی مسجد

لیکوال: عبدالمالک همت

په افغانستان او سیمه کي تر ټولو لومړی جوړ سوی مسجد د (نه گنبد) په نامه مسجد دی. دغه مسجد خلک د (حج پیاده) یا (حاجي پیاده) په نامه هم بولي ، دا ځکه چي د (حج پیاده) د نامتو زیارت تر څنګ پروت دی.

دغه مسجد د بلخ ولایت له اوسني مرکز  مزار شریف څخه شل کیلومتره لیري د بلخ د ولسوالۍ اړوند په (ده رازي) کلي کي د بلخ له ښار څخه د جنوب خوا ته تقریباً درې کیلو متره لیري موقعیت لري.

د دغه مسجد ځای په پخوا وختونو کي د ” نوبهار“ په نامه د بودایانو ډېر غټ او نامتو معبد وو. خو د دغه معبد، یعني نو بهار په اړه دا هم ویل سوي دي دا لومړی د زردشتیانو اورتون (آتشکده، عبادتځای) وو، خو وروسته بیا د بودایانو په معبد بدل سو. (1).

د حضرت عثمان رضی الله عنه د خلافت په وختو کي په ۳۰ هجري قمري کال د مسلمانو  عربو د پوځ قوماندان احنف بن قیس بلخ ته ورسېد، ښار یې په سوله ونیو او اسید ابن المتشمس يې پرحاکم کړ. (2).

بیا کله چي حضرت معاویه رضی الله عنه عبدالله بن عامر ته د بصرې ترڅنګ د خراسان د چارو واګي هم وسپارلې او هغه خراسان فتخ کړ، نو دغه بن عامر له خپله لوري قیس بن الهیتم السلمي د خراسان والي وټاکی. هغه په ۴۱ هجري قمري کال بلخ ته ورغی او د نوبهار معبد يې وران کړ. (3).

خو داسي ښکاري چي د بلخ خلک بیا د مسلمانانو له اطاعته وتلي وه او بیا د ۵۱ هجري کال په لومړیو کي چی د ۶۷۱ ع. کال سره سمون خوري د حضرت معاویه رضی الله عنه د واکمنۍ په وختو کي د خراسان لپاره ربیع بن زیاد والي وټاکل سو او هغه د پنځوسو زرو قوماندانانو او سرتېرو سره چي کورنۍ يې هم ورسره وې له کوفې او بصرې څخه خراسان ته ولاړل، هلته يې واړول، پر بلخ يې پوځ وروغوځاوه او په پایله کي يې بلخ په سوله فتح کړ ، چي تر دې وروسته په بشپړه توګه د عربو په ولکه کښېووت. (4).

خو بیا هم د نوبهار نړېدلی معبد تر ډېرو مودو پوري د یوه سپېڅلي مکان په توګه پاته سو. لکه چي نیزک ترخان نومي د بادغیس یو محلي واکمن له قتیبه بن مسلم باهلي څخه (چي د عربو يو نامتو سردار وو) د هغه د زیاتو سوبو له امله وبېرېدی او له ملګرتیا څخه يې وتښتېدی، نو دغه نړېدلي نوبهار ته د عبادت او د رحمت د غوښتلو لپاره ورغی، خو قتیبه تعقیب کړ او په چل ول يې د ”ګرز“ په نامه له هغي جنګي کلا څخه راوایست چي نیزک او سرتېری يې پکښي ځای پر ځای سوی ول او بیا يې د ډېرو خپلوانو او پلویانو او سرتېرو سره په ۹۱ هجري کال د حجاج په امر وواژه. (5).

تر دې ډېر وروسته ، د نهمي میلادي پېړۍ په نیمايي کي د بلخ مسلمانانو د عباسیانو په پېر کي د نوبهار د وران کړی سوي معبد پر ځای باندي دغه د نهو کمبتو درلودونکی مسجد ودان کړ. ځیني وايي چي د نوبهار معبد فضل برمکي په جامع مسجد واړاوه او یعقوب لیث صفاري هم په دې کار کي ونډه واخیسته، چي وروسته يې د نه ګنبد نوم خپل کړ ، خو ځیني دا هم وايي چي د دغه مسجد ودانۍ د بلخ د سامانیانو د پېر میراث دی او د ودانولو نېټه يې د درېیمي هجري پېړۍ د دوهمي نیمايي/ نهمي میلادي پېړۍ له نیمايي سره سمون خوري. (6).

د دغه مسجد دغه له خښتو څخه جوړه سوې ودانۍ په ۱۳۴۵ لمریز / ۱۹۶۶ع.کال کشف سوه.

د دغي ودانۍ نخش ونګار او تزئينات له ګچو څخه د انګورو د تاکانو د بلګونو، د صنوبر د میوو، د خرماوو د بلګونو او نورو څخه جوړ سوي دي. د دغه مسجد دودانۍ د معمارۍ او نخشونو ترکیب هغو طرحو ته ورته دی چي د عباسیانو د واکمنۍ په ودانیو کي دود وې.

کله چي په 1220ع. کال د چنګیزخان تاړاک د بلخ ښار ته ورسېد د دغه جومات په ګډون يې ټول ښار ونړاوه.

ابن بطوطه په خپل نامتو یونلیک کي د چنګیزخان د درندګیو او ځناورتوب په باب لیکی:”د بلخ ښار چي ډېر غټ او پراخ ښار وو او ډېر اوسېدونکي يې درلودل، ډېری ټینګي او ښکلي ودانۍ، جوماتونه او مدرسې يې درلودې چنګیزخان لعین وران کړ او اوس د بلخ ټول ښار په کنډواله بدل سوی دی “.

هغه د نه ګنبد مسجد په هکله لیکی: ” دا د نړۍ په ټولو جوماتونو کي ښکلی او پراخ مسجد وو او ستونونه يې په غټوالي کي د المغرب د رباط الفتح مسجد ستونونو ته ورته دی، خو په نورو کي نه ګنبد مسجد ډېر تر ښکلی دی.“. (7).

د دغه مسجد ګمبتي له منځه تللي دي او یوازي يې د ستونو څه برخي پاته دي.

ویل کيږي چی له تېر کال څخه د دغه وران سوي مسجد ځيني ځایونه د بیا رغېدو په حال کي دي. خو لکه چي د امریکا ږغ آشنا راډیو او نورو سره د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د مسوولینو د تېر ۱۳۹۳ کال د زمري د میاشتي د ۱۱ مي نېټې له مرکې څخه ښکاري د دغه بیا رغونو کیفیت ښه نه دی، لکه چي څه مهال وروسته دغه ځيني روغ سوی ځایونه بېرته خراب سوي دي.

همدا راز د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس څرګندوي چي: د دغه ولایت په ځينو کلو کي د نا امنۍ له امله لرغوني آثار د نامعلومو وسله والو له خوا د لوټ او قاچاق د ګواښ سره مخامخ دي.

موږ د ګډ حکومت له اړوندو مسوولینو څخه هیله کوو چي د دغه او داسي نورو تاريخي آثارو بیا رغولو او ښه ساتلو ته لازمه پاملرنه وکړي، څو له غلاوو او طبیعي آفتونو څخه خوندي پاته سي.

—————-
(1)  د لوی استاد پوهاند علامه حبيبي شل مقالې، درېيمه برخه، ټولوونکی مطیع الله روهیال، ۱۴۳ مخ.
(2)  د البلاذري فتوح البلدان،۴۰۰مخ او د ابن اثیر الکامل في التاریخ، ۱/۴۹۸ مخ.
(3)  مخکنی ماخذ او د ياقوت الحموي معجم البلدان، ۴/۲۴۵ مخ.
(4)  د عز الدين ابن الأثير الکامل في التاریخ ۲/ ۱۳۷ مخ او د احمد علي کهزاد تاریخ افغانستان ۷۱۲ مخ .
(5)  د ابن الأثير الکامل ۲ / ۳۳۲مخ.
(6)  د سامانیانو د وانۍ خبره دغه منبع کوي: یونسکو، Balkh (antique Bactria) City of
(7)  رحلة ابن بطوطة، ۱۸۹ مخ.

first_masjid1 first_masjid2

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x