ورزش

بند امیر د بست لوبډلې ته په ۸۳ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): نن د بند امیر او بست لوبډلې تر منځ څلور ورځنۍ لوبه د بند امیر په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې بند امیر د بست لوبډلې ته په ۸۳ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د بست لوبډلې وګټله خو د بند امیر لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. بند امیر لوبډلې په ۷۴.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۷۵ منډې جوړې کړې.

د بند امیر لوبډلې لپاره عمران جنت تر ټولو غوره او پیاوړې توپ وهنه وکړه. عمران جنت په ۱۲۹ توپونو د ۱۷ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۲۵ منډې جوړې کړې. نثار وحدت هم دغې لوبې کې په ۱۲۶ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۵ منډو جوړولو سره ښه وځلید.

د بست لوبډلې لپاره په لومړی وار توپ اچونې کې محمد نسیم تر ټولو پیاوړی توپ اچوونکی ثابت شو. محمد نسیم خپل ۳۰ اورونو کې یوازې ۸۳ منډو ورکولو سره ۶ ویکټې واخیستې.

بست لوبډلې خپل لومړی وار توپ وهنې کې د نجیب الله ځدران او منیر احمد غوره توپ وهنې په مرسته په ۶۷.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۸ منډې جوړې کړې.

د بست لوبډلې لپاره نجیب الله ځدران په ۴۴ توپونو د اوو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۶۶، منیر احمد په ۹۸ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۰ او سمیع اغا په ۴۶ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۴۰ منډې جوړې کړې.

د بند امیر لوبډلې لپاره نصرت الله درې، امیر حمزه، نور الحق او امان الله رفیقي دوه دوه ویکټې او یوسف ځاځی یوه ویکټه واخیسته.

بند امیر لوبډلې خپل دوهم وار توپ وهنې کې د یو شمیر لوبغاړو غوره لوبې په مرسته په ۸۹.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۱۱ منډې جوړې کړې.

د بند امیر لوبډلې لپاره عمران جنت ۶۶، حشمت الله شهیدي ۶۰ نصرت الله ۵۸ او امیر حمزه ۴۵ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د بست لوبډلې لپاره دوهم وار توپ اچونې کې عبدالباقي پنځه، محمد نسیم درې او یمین احمدزی دوه ویکټې واخیستې.

د بست لوبډلې د ۳۱۹ منډو هدف په تعقیب خپل دوهم وار توپ وهنه پیل کړه خو بست لوبډلې ټول توپ وهوونکي ډیر ژر خپلې ویکتې له لاسه ورکړې او د هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل.

د بست لوبډلې په ۷۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د یمین احمدزی غوره توپ وهنې په مرسته ۲۳۵ منډې جوړې کړې.

د بست لوبډلې لپاره یمین احمدزی تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و. یمین احمدزی په ۳۱ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د بند امیر لوبډلې لپاره په دوهم وار توپ اچونې کې نصرت الله او نور الحق درې درې او یوسف ځاځی او امان الله رفیقي دوه دوه ویکټې ترلاسه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x