نظــر

طالبان دحزب، که دشر او فساد پرضد راپورته شول ؟!

taliban posing with weponپه نن ټکي اسیا برېښنا پاڼه کي مي دمجاهدافغان صاحب دحزب اربکي افغانستان اوبیادهمدې په ځواب کي دحیران افغان صاحب لیکني ولوستلې ورسره مي پرداوړولیکنودمبصرینوڅوجالبي تبصرې  په تېره دمسافرصاحب اوغوربندي صاحب هغه ترنظرتیري شوې  ،دواړودقلم عفت ساتلی کوریې ودان بچیان یې لویان !. راځم اصلي موضوع ته هغه داچي غواړم ددوی په تبصروکي دځینوګونګومسالوپه اړه دخپلوسترګولیدلی حال اوواقعیت توضیح کړم ،البته  لیکوال په اوسني وخت کي دښکېلاک اودهغوی دچوپړمارانوڅخه پرته دبل چاپرضددلیکلوپلوي نه کوي .

۱-دطالبانوداسلامي تحریک کلیدي مشران دروس ضدجهادکي مهم قوماندان اواشخاص ووحتی ټولوته معلومه ده چي ملامحمدعمرمجاهدخپله سترګه په هماغه جهادکي ښندلې ده ،دغه رازدملامحمدحسن یوه پښه اوملاترابي یوه پښه اویوه سترګه په هماغه جهادکي له منځه تللي دي ،اوبله داچي ددغه تحریک دوهم نمبرمشران ارواښادملامحمدرباني اوشهیدملاامین الله بورجان دپخواني جهادپرمهال دخالص بابا داسلامي حزب مربوط هغه نومیالي قوماندان ووچي په سیمه کي دشوري ځواکونوپه وړاندي دروانوجهادي  عملیاتومشرتوب  ورله غاړي وو.همدارنګه شهیدملایارمحمداخند،شهیدملامحمداخند،شهیدملامشراخنداو…..ټول دپخواني جهادغښتلي قوماندان وو.

۲-دطالبانواسلامي تحریک دشراوفسادپرضدتروسله والي مبارزې مخکي د  ملامحمدرباني ،ملایارمحمد،قوماندان عبدالرازق ،او…..سپین روبواوعلماووپه ملتیاپه زابل ،کندهاراوهلمندولایتونوکي دجمعیت ،حزب ،حرکت مسلحوبې لاروقوماندانانوته په ننواتواوزایوورغلل چي دخدای په خاطرتاسي ټولوجهادکړی دی ،نورخپل منځي جنګونه پریږدئ ،شخصي اوګوندي اختلافات شاته وغوځوئ ،دیوواحداسلامي حکومت جوړولولپاره دوروڼوپه شان  دیوبل مرسته وکړئ ،هماغه چي دخلګوسره مووعده کړې اودهمدې لپاره موجهادپیل کړ ی ،قربانۍ موورکړي ،زندانونه ،هجرتونه ،زخمونه اورازرازکړاونه موګاللي دي .خوټولوولیدل چي جنګي ډلوپه تېره جمعیت اوحزب پرقران شریف لاسونه کښېښودل اوپه حرمینوشریفینوکي یې  سوګندونووخوړل چي نوربه یودبل په وړاندي جنګ نه کوي ،په تاسف سره چي ددواړوغاړوپلاوي  راستانه شوي لانه ووچي خپل منځي جګړې  بیاپیل شوې ، نوڅه فکرکوئ څوک چي پرقران لاس ایښودلواوپه حرمینوکي سوګندونواوژمنوته وفادارپاته نه شول نوهغه به دخوارملاپه اذان څنګه روژه ماته کړی وای (خپل منځي جنګ درولی وای ) لکه څنګه چي عیني واقعیت همداسي هم دی .

۳-دحکمتیارپلویان  وایې چي :طالبانوولي دقرآن کریم دارشاداتوسره سم لومړی دښکېلوغاړوترمنځ ددریمګړي رول ادانه کړ چي مبارزې یې ددی  په ویناشرعي   مجوزپیداکړی وای .طالبانوواقعاپه پیل کي همداددریمګړي رول و لوباوه  ، لکه  په پورته پاراګراف کي چي یې څه تفصیل ذکر شو ،خو دلته یوازي دشکېلوډلوترمنځ داختلاف  خبره  نه وه مطرح ،که ښکېلوغاړوخپل منځي نښتي نه کولای نوپرواسلامي شعایرو،ملي نوامیسواومنافعوتیري خویې په دزروان وواوافغانستان یې دحتمي تجزیې پرڅلورلاري پرې ایستلی ؤ.نوبناپه همدې صورت کي هم دطالبانوغورځنګ چي په حقیقت کي ملي پاڅون ؤشرعي اوملي مجوزدرلودچي داسلامي اوملي ارزښتونواومځکنۍ بشپړتیاڅخه دفاع وکړي اودفحشاوو،لوټماریو،بې ناموسیو،ظلم  اووحشت پرضدوسله وال غبرګون وښیې .

۴- دحکمتیارخواخوږي دنوموړي دځانګړې  تبلیغاتي سبک اواستدلالاتو!!په مټ تورلګوي چي طالبانوله لومړي سره تراخره دحزب پرضدجنګ اوځپلوته ملاتړلې ،خوواقعیت دحکمتیاردادعااومعلوماتوبرعکس دی ،دطالبانواسلامي تحریک چي دکندهاردژړۍ ولسوالي دسنګحصاردکلي څخه پیل شوپه اول قدم کي یې دمیوند اوپنجوایې ولسوالیو زیاتي سیمي ولکه کړې چي په همدې ولسوالیوکي یې دمختلفوتنظیمونواړوندقوماندانان له صحنې څخه لیري کړل ،نه یوازی دحزب هغه ،اوبله داچي په همدې ولسوالیوکي دحزب مربوط پام وړڅوک موجودهم نه وو،خوطالبانوټول هغه قوماندان چي خلګ یې ځورولي وو،قتلونه یې کړي وو،له یوه مخه لیري کړل .تردرې میاشتني ځنډوروسته چي تحریک دمیوند،ژړۍ اوپنجوایې ولسوالیو پر ټولو برخو ولکه ټینګه کړ ې وه   اودډنډاوارغنداب ولسوالیوڅه  سیمي یې نیولي وې پربولدک ولسوالۍ یې حمله وکړه چي همالته حزبیانو پنځه څلویښت دقیقې مقاومت وکړچي په پایله کي یې دوسلویوډک ډیپو  پرېښود اودډیورنډپوري غاړي چمن ته واوښتل  .حکمتیارپه عارفانه تجاهل سره دطالبانوداسلامي تحریک پیل له سپین بولک څخه اوهغه هم دحزب پرضدګڼي ،هوداسمه ده چي رباني په لومړي سرکي طالبان یوخودجوشه ملي غورځنګ باله خووروسته دطالبانواورباني (جمعیت )ترمنځ اوږدې جګړې  هم دچاڅخه پټي نه دي اودپټولوهڅي یې په دووګوتودلمرپټولوځان غولونکې لوبه ده  .طالبانودهرهغه کس ،قوماندان اوتنظیم پرضدقدم پورته کاوه چي لوي لاري یې نیولي وې ،غلاوي ،قتلونه ،زناوي ،لواطتونه او…..یې کول آن په هلمندکي یې دحرکت اړونددشهیدنسیم اخندزاده چي یومتدین اونومیالی قوماندان ؤاوپه پيښورکي حزب ترورکړدبې لارووروڼومحمدرسول اخندزاده اوغفاراخندزاده چي دحزب سرسخته دښمنان وو، په وړاندي وسله وال برخوردوکړاوله سیمي څخه یې وشړل .دطالبانودښمنان پردې اعتراف کوي چي طالبانو که غلطۍ کړ ي دي نوترڅنګ یې افغانستان دتجزیې څخه هم وژغوه ،امنیت یې تامین کړ،عدالت یې قایم کړاووتوانیدل چي یوداسي واحدمرکزي دولت  جوړکړي چي تنظیمونه یې دبین المللي ټولني دمرستي سره سره په جوړیدلوکي پاته راغلي وو.

۵-مسافرصاحب دطالبانودواکمنۍ پرمهال  دطالب چارواکوسره دمردارشوی کرنیل امام لیدنه پرطالبانودای ایس ای داغیزي لاسوندګڼي ،نه پوهیږوچي ښاغلی مسافربه دداودخان ددولت پرمهال په چراټ  کي دحکمتیاراومسعودمیشتیدني اودجنرال بابرسره پټپټانوته ځواب ورکوي ؟اودغه رازداخترعبدالرحمن ،حمیدګل اوکرنیل امام سره په کراتودحکمتیارپټواوښکاره لیدنواوبانډارونوته کوم نوم ورکوي ؟!.
 
۶-حکمتیاروایې چي :طالبانواورباني زماپرضدلاس یوکړی ؤاودلیل یې دایادوي چي طالبان په غزني اومیدان کي دحزب سره مخامخ شول ،نودجمعیت الوتکوپرحزب ګوزارونه کول ،خوکوم لوستونکي چي دحالاتوشاهدان ووهغوی ولیدل چي دطالبانواوجمعیت ترمنځ دنښتوپرمهال په تېره بیاهغه وخت چي حکمتیارصاحب په شوری هماهنګي کي خپل حزب منحل کړی ؤددوستم الوتکوپرجمعیت خواردرانه ګوزارونه کول ،حال داچي طالبانونه دشوری نظاراونه هم دهماهنګي هغې سره ایتلاف کړی ؤ،پوځي کارپوهان پوهیږي چي هریوه جمعیت پرحزب اوهماهنګي شوری  پرجمعیت څومره دفرصت څخه دخپل ګوندپه ګټه همدااقدام ته ترجیح ورکوله .
۷-دمجاهدینو تربریالیتوب وروسته چي حکمتیارته صدراعظمي ورسیده ،نواستدلال یې کاوه چي حق حقدارته نه دی رسیدلی ،کمونیستان اوګلیم جمیان په کابل کي دي نولهذادحزب له خوا«جنګ جنګ ،تاختم ګیلم جم »اعلان  شوچي له امله یې افغان ولس ته دسراومال درانه زیانونه واوښتل ،متاسفانه چي څه وخت وروسته بیاحزب حکمتیار دحضرت مجددي په مشري دسپه سالارسترجنرال دوستم ګلیم جمي ترقوماندې لاندي هماهنګي کي ورګډشو.
۸-حکمتیاردشوری نظارسره  دریاست  جمهوري پرسرپه کلونوکلونوجګړې وکړې هغوی یې دشوروي اوکمونیستي رژیم ځای ناستي  بلل ،خووروسته یې بیادرباني اومسعودپه مشرۍ شوری نظارته پنایووړل  اوپه صدارت عظمی کي مستقرشو، په صدارت کي دګوتوپه شمارشپوتیرولووروسته چي طالبانوپه کابل کړۍ ورتنګه کړه نوحکمتیارصاحب دامیرصاحب مسعود،استادرباني ،شیخ سیاف  سره په یوه کاروان کي  دجبل سراج په لوروخوځید ،هلته چي دسالنګ په خوله کي یې سترجنرال دوستم هرکلي ته ولاړؤ.
ایاحزب حکمتیارته ترپورته یادوشوو کمزوریو ښه نه ؤچي طالبانوته یې سپینه شګه اوسروبی سپارلی وای ؟! ځکه ښاغلی  حکمتیارهم اعتراف کوي چي طالبان که هرڅنګه وو،خوترنوروګوندونوښه وو.یاداچي حکمتیارهماغه مهال  دنظاراوهماهنګي په اډانه کي  خلقیانو،پرچمیانو،شعله یانو،ستمیانواو…..ته پناوړل ایااوس ډیره بده ده چي دطالبانوپه اسلامي – ملي تحریک کي ځان منحل کړي ؟..چي بیله شکه همداابتکارداسلام ،هیواد،خاوري اوخپلواکۍ په ګټه اوداښکېلاک په زیان دی .

والسلام داسلامي ،خپلواک اوپرمختللي افغانستان په هیله

سید سعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x