نظــر

د امريکايانو او ارګ بې باوري په شورای نظار باندې له سرې کرښې څخه اوښتي ده

لیکوال: نور رښتیا پال

د کره سرچینو د معلوماتو له مخې په هغه بريد کې چې دروان کال د)جولای) د میاشتې په (۱۸مه) نیټه د کابل د نهمې حوزې مربوط د مکروريانو شينو زاده روغتون ته مخامخ دبهرنيانو په قطار ترسره شو، یو لوړ رتبه امریکايي چارواکی چې د کورنيو چارو وزارت لپاره دامریکایانو د مشاورتی ټيم مرستيال وو له نورو دووتنو امريکايانو سره يوځای وژل شوی وو .

خو څرنګه چې د بريد د خبر له خپريدو سره سم د طالبانو وياند په غير معمولي توګه له برید سره خپل تړاو رد کړ او ويې ویل چې برید په دوی (طالبانو) پورې تړاو نه لري .

خو تر دې دمه نه امريکايي استخباراتي چارواکي او نه د ګډ حکومت کشفي او استخباراتي ارګانونه په دې تواندلي چې له بريد سره په تړاو کوم شکمن څوک کشف او ګرفتار کړي . نوځکه دغه برید د بهرنيو او کورنيو استخباراتي ادارو په منځ کې په یو مرموز ، حساس او وارخطا کونکي بريد بدل شوی .

امریکایان په دې وارخطادي چی د دوی د دومره یو لوی چارواکي په نښه کیدل دګډ حکومت د امنیتي ارګانونو له داخل نه د دوی له دښمنانو سره له همکا رۍ پرته ناممکن دي . ځکه په کابل کې د امریکا سفارت له دغه برید وروسته خپلو اتباعو ته د کابل د پرېښودو توصیه وکړه او په کابل کې يې د نورو بريدونو د پېښېدو ویره هم څرګنده کړه .

په افغانستان کې د امريکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې مهم افغانی ټیم چې حنيف اتمر ، معصوم ستانکزی ، عمر زاخیلوال ، عمر داود زوی ، شکريه بارکزۍ ، شینکۍ کړوخيل ، د لوګر والي حلیم فدايي اوځينو نور مهم چارواکي يې غړيتوب لري هم په دې لټه کې ده چې په دغه بريد کې د شورای نظار ښکیلتيا په مستند ډول ثابته کړي او امريکايان دې ته وهڅوي چې د شورای نظار په ضد په پټه او ښکاره ځينې اقدامات ترسره کړي ، امريکايان هم په دغه بريد کې د ښکيلتيا شک دشورای نظار په هغو غړو کوې چې د حکومت په امنيتي او استخباراتي ارګانونو کې دندې لري .

سرچینه زیاتوي له هغه مهاله چې د روسې ، ايران او ځينو نورو هيوادونو له استخباراتو سره د پخوانۍ شمالي ټلوالې د ځينو غړو د ګرمو اړيکو او له دوی سره د پيسو او وسلو د مرستې راپورونه خپاره شوي امريکايان او ددوی ځانګړی افغانی استخباراتي ټیم ډیر وارخطا دي . ویل کیږي چې د وسلو هغه ډیپو چې په پروان کې امريکايانو هغه بمبار کړ او له دوه زره ميله څخه زیات سپکه او درنه وسله يې پکې تخریب کړه د هغې وسلې له جملې څخه وه چې په دې وروستيو وختونو کې روسانو عطا محمد نور ته استولې وه او ټول شمير يې له شل زره میله څخه زیاته ده . چې زیاتره يې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د عطامحمد نور له خوا پخوانيو قومندانانو ته توزيع شوې ده .
د سرچینې له قوله امريکايان او ځانکړی افغانی استخباراتي ټيم يې شک لري چې د شورای نظار ځينې غړي په پټه طالبانو ته د اشرف غني په مهمو پلويانو او نورو اهدافو د بريدونو زمينه برابروي او لوجستکي او استخباراتي مرستې ورسره کوي، او متاقبلاً طالبان د شورای نظار په مهمو غړو او قومندانانو خپل بريدونه متوقف کړي دي .

په کابل کې په کورنیو او بهرنيو اهدافو وروستيو سرتیرو بریدونو هم دغه شکونه زیات کړي ، او هم يې دميلي امنيت په عمومي ریاست او هم د کابل د ملي امنيت په ریاست چې عمر پنجشیری يې مشر ده ، او په یوسل او څلورويشتم رياست چې پخوانی کوډ يې نود وو زیات فشار راوستی دی ، او په یو بل د ناغیړي تورونه پورې کوي . اوکومه ويډيو چې په (۳۱ اګست) تاريخ ملي امنيت ددغو بريدونو په تړاو خپره کړه او ادّعا یې پکې وکړه چې د دغو بریدونو په تور يې ۲۶ کسان نيولي دي ، دغه ادّعايې نامه سمه وه ځکه په ویډيو کې ښکاره کړای شوي کسان او انفجاري وسایل او موټر له دغو بريدونو د مخه هم څو ځله په انفرادی ډول د دوی له لوري ښودل شوي وو .

د یادونې وړ ده چې د دغو ويډيوګانو صحت کومو مستقلو منابعو نه ده تاييد کړې او نه جوته ده چې دغه کسان څوک دي ، چیرته نیول شوي ؟ .

ايا دغه انفجاري وسایل او موټر واقعاً له دوی سره نيول شوي؟.

او داهم نده معلومه چې له دوی نه اعترافونه په څه ډول شرایطو کې اخستل شوي؟.

خو له ملي امنت نه تل داشکایت کيږي چې ډیر ځله د خپلو ناکاميو د پټولو لپاره بې ګناه افغانان نیسی او په زور ترې اعترافونه اخلي . او د قانون په خلاف يې د محاکمو له لوري د تورونو له اثبات د مخه نشروي .

د امنيتي چارو د کارپوهانو له آنده په پلازمینه کابل کې د مر موزو سرتیرو بریدونو له وجې چې زیاتره بهرنیان او د اشرف غني پلویان پکې په نښه کیږي په شورای نظار باندې دامریکايانو او د ارګ بد ګماني له سرې کرښې څخه اوښتې ده او که څو نور داسې مرموز بریدونه ترسره شي ښايي امريکايان د شورای نظار د هغو غړو په ضد چې امريکايان او ارګ پرې بدګمانه ده د ځينو ګامونو په اخستلو غور وکړي .

او دا به د افغانستان اوسني امنيتي حالت لا پسې بد تر کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x