افغانستان

کندز والي: صحرايي محکمې جوړوم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د کندز والي، محمد عمر ساپي نن په یوه غونډه کې له هغې وروسته په ډاګه اعتراف وکړ چې صحرايي محکمې به جوړوي، چې د خلکو تر سختو نیوکو لاندې راغی.

ساپی د ګډ حکومت له تشکیل وروسته د ولسمشر اشرف غني د ټیم له خوا د کندز د والي په توګه وټاکل شوی.

پر محمد عمر ساپي تل نیوکې کېږي، چې نه دی توانېدلی په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د پرمختګونو مخه ونیسي.

طالبان له ډېرې مودې راهیسې په کندز کې د چاردرې او دشت ارچي ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې لري. که څه هم څو څو ځله له کابل څخه لوړپوړي نظامي چارواکي دغه ولایت ته ولاړل؛ خو د کندز پر وضعیت یې کوم اغېز ونه شوای کړای.

طالبان سږ کال په خپلو «عزم» عملیاتو کې وتوانېدل چې د کندز ولایت مرکز سقوط ته نژدې کړي. د طالبانو ځواکونه تر باغ شرکت سیمې وړاندې تللي وو. باغ شرکت د کندز ښار ته څېرمه سیمه ده.

محمد عمر ساپي نن یوې غونډې ته په وینا کې ویلي: «که موږ یوه قضیه پيدا کړو که په دې محاکمه هم شم، چې له مجرم څخه وروستنیو تحقیقاتو ته ضرورت نه لرو، هملته یې د خپلو اعمالو په سزا رسوم، له دې پرته چې محکمې ته یې ولېږم، دا مې محکمې او څارنوالۍ ته هم ویلي». ساپي په زغرده ویلي چې صحرايي محکمې به جوړې کړي: «هملته ورته صحرايي محکمه جوړوم، تاسو شاهد اوسئ چې دا کار کوم، پرېږده چې محکمه او حقوق بشر له ما پوښتنه وکړي».

تر دې مخکې په صحرايي محکمې کې د امنیتي ځواکونو له لورې ډېرو ملکیاتو تلفات لیدلي؛ خو دا لومړی ځل دی چې یو برحاله والي دي د صحرايي محکمو اعلان وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
usman khan

انسانیت به نور هم کډه درڅخه کوي ، تاسو تراوسه د B52 په سیوري کښې خپلي عیاشۍ کولی ، تاسو دافکر کوی چې هر وخت به د توراوباما توري طیاري وي او زموږ به چړچې وي ، خو نن چې هغوی دخپلي کامیابۍ نا امیده سول او دتیښتي لپاره د اوړو پزه جوړوي ، ستاسو څخه دشرابو نشه ولاړه او خپل حیثیت او استعداد ته مو پام سو ، او دناهیلۍ څخه پرمیډیا دخپل وحشت اعلامیې خپروی ، تاسو پرون هم پرافغان اولس کوم رحم نه دی ، نن یې نه کوی ، دصبا لپاره چې یې داعلامیو په خپرولو… نور لوستل »

سمسور

دادورخطادښمن دمایوسی ښکاره نښه او دمجاهدینودچټک پرمختګ وروستی هڅه ده عمرساپی غواړي په سحرایی محکمو دفتتحو دګړندی توفان مخه ونیسی خودی ندی خبرچې دا نسخه په تیرو څورلسو کلونو کې په پراخه توکه تجربه شوي مګر معکوسه نتیجه یې ورکړې ددې په ځای چې ددې توفان مخه ونیسی نوریې ګړندی کړی.

عبدالله

الله تعالی دې نا مراده لره ، پوه شه چې ظالم ډير بنياد نلري ، او دا هم په ياد لره چې د الله تعالی نيول ډير سخت دي

جمیل انوري

ان شاء الله چې ډیر ژربه دکندوز دغه ګوډاګی والي دطالبانو داسلامي محکمې له لوري په خپله سزا ورسیږي ، الله تعالی دي ګوډاګیان نورهم ذلیل شرمنده اورسوا کړي

حامد

طالبان بايد متفق شي او خفلمنزي اختلافات ختم كري اودافغانانو اصلي دشمنانو اودامريكا شرميدلومزدورانوته سخت كذارونه وركري ليز نور فشارورباندي راشي له صحني سخه تشتي زكه دوي عزت دامريكايانو فه دوستي كي لتوي فه داسي حال كي جه عزت تنها دالله لطرفه وركول كيزي اودالله لطرف بيرته اخيتل كيزي كوم قوم جه فه اسلام غيرت ونه كي اويهوديانوته تسليم شي هغه قوم الله لطرفه ذليل كيزي تاريخ يي وركيزي

شیراغا بیانزی

دغه صحرایی خر ، چه صحرایی محکمی جوړوی ، ساپی نه دی ، سابی له دی دوس کرکه لری ، دا د انګریزانو سپی دی ، انګریزان یی په کورونو بهره داری کوی قضایی مصونیت یی ترلاسه کړی چه څه یی په کورنیو ورله کوی هغه ورسره کوی هلته ولی صحرایی محکمی نه جوړوی ؟

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x