نظــر

د سپټمبر يوولسمه :نړیوال حقوق پر افغانستان د امریکا برید د سولې ضد جنایت په توګه پېژني !

دوکتور م، عثمان تره کی
د پوهنتون استاد

امریکا د افغانستان د اشغال په مقصد پلمې لټولې:

د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر میاشتې په ۷مه امریکا او انګلستان په نیویارک کې د ترورستي برید په ځواب، د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور په خلاف د ملګرو ملتونو د یو غړي هیواد (افغانستان) د بمباریو په کامپاین پیل وکړ. په همدغه ورځ په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازي، امنیت شورا رئیس ته د یو لیک د استولو په ترڅ کې هلې ځلې وکړې، چې د تېري (تعرض) د توجیه په موخه د منشور د ۵۱ مادې په بنسټ باندې امریکا د انفرادي او ډله ییز مشروع دفاع حق د استفادې مستحق وګڼي، یعنې د نظامي برید حقوقي بنسټونه وړاندې کړي.

امنیت شورا ته د امریکا په لیک کې راغلي : «د سپټمبر د ۱۱مې پیښې نه وروسته د امریکا حکومت روښانه او کره معلومات تر لاسه کړي، القاعده چې د طالبانو ملاتړ له ځان سره لري د امریکا ضد برید کې مرکزي رول ولوباوه. د پیښې په اړه زموږ پلټنې په لومړي پړاو کې قرار لري. د پلټنو له پرمختګ سره جوخت د ځینو نورو سازمانونو او هیوادونو په وړاندې د زیاتي نظامي عملیاتو حق ځانته خوندي ساتو … »

د نوموړې پلټنې پایلې څرګندې نشوې. امریکا تر اوسه پورې هیڅکله هغه معلومات چې د سپټمبر پیښه له افغانستان سره وتړي ندي وړاندي کړي. د افغان اسلامي آژانس چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لرل د سپټمبر په ۱۷مه د بن لادن یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې بن لادن ملا عمر ته د خپل بیعت په اړه تماس نیسي. آژانس د ده له قوله وایي چې: «ملا عمر ماته د افغانستان له آدرسه د ورته عملیاتو اجازه نده راکړې».

په ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۸مه د طالبانو حکومت چمتووالی وښود چې د شواهدو او سندونو په بدل بن لادن یو باوري نړیوال قضایي مرجع ته وسپاري. امریکا چې د افغانستان د اشغال په موخه د پلمې په لټه کې وه د بن لادن بلا قید او شرط تسلیمېدو غوښتنه وکړه.

بې سنده ادعا :

امنیت شورآ ته د امریکا د حکومت لیک په دوو ټکو باندې ولاړ و : «ترورستي برید» او «د مشروع دفاع حق»:

ــ امریکا د «ترورستي برید» پړه په طالبانو باندې واچوله. ځکه چې د امریکا له نظره دوی القاعدې ته اجازه ورکړې وه چې د افغانستان د خاورې په یوه برخه باندې کنترول ولري. خو امریکايي چارواکو تر اوسه پورې هیڅ یو سند چې په نیویارک کې ترورستي برید د افغانستان د خاورې په دننه طراحې شوی وي یا د افغانستان د وخت واکمنه ډله په پیښه کې لاس ولري ندی وړاندې کړی.

ــ که پیښه د افغانستان په تړاو مطرح هم شي، بین المللي قوانین چا ته اجازه نه ورکوي چې د پیښې نه یو میاشت وروسته د «مشروع دفاع حق» د ګټه اخیستنې په پلمه د تیري کوونکي هیواد په ضد نظامي غبرګون وښيي. د ملګرو ملتونو اساسنامه د مشروع دفاع له حق نه ګټه اخیستنه د یو لړ شرطونو سره په تړاو مطرح کوي چې د افغانستان په اړه له پامه غورځول شوې ده.

د مشروع دفاع حق له کورنيو حقوقو نه نړیوالو حقوقو ته ورداخلیږي. په دواړو کې لومړی باید دښمن وپیژندل شي او ورپسې تر ګواښ لاندې اړخ د یو چټک خطر په وړاندې چې د مرګ او ژوبلې احتمال په کې وي باید ګړندی غبرګون وښیي. له خطر نه د څو اونیو په تیریدو سره د مشروع دفاع له حق څخه ګټه پورته کولی نشي.

په بل عبارت په نړیوالو او کورنيو حقوقو کې تر هغه وخته پورې چې د کره معلوماتو له مخې دښمن ندی پیژندل شوی د یوې پیښې د رامنځته کېدو نه څه موده وروسته د مشروع دفاع د حق نه د یو کس یا دولت په ضد، ګټه پورته کولي نشي. د همدغه فورمول له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان او د فرانسې ولسمشر ژاک شیراک او د امریکا ګڼ شمېر متحدینو په ډاګه څرګند کړل چې تر هغه وخته پورې چې د جنایت عاملینو (فرد، سازمان یا دولت) ندی پیژندل شوی د افغانستان په ضد نظامي یرغل د توجیه وړ نه ګڼل کیږي.

لنډه دا چې د بوش ماجرا غوښتونکې ادارې په عراق باندې د یرغل د توجیه په مقصد عراق د ډله ییزې وژنې د وسلې په درلودلو تورن کړ او د افغانستان د اشغال په موخه د سپټمبر په پیښه کې یې افغانستان ګرم وباله.

د افغانستان د جګړې د حقیقتونو د موندلو په موخه باید د ملګرو ملتونو په سروالي یو خپلواک بین المللي کمسیون وټاکل شي. کوم چې امریکا په امنیت شورا کې د کمسیون د جوړېدو مخه نیسي اړینه به وي چې پدې برخه کې د نړۍ په کچه د بشري حقونو سازمانونه لومړني کارونه ترسره کړي او راپور په راتلونکې مناسب وخت ملګرو ملتونو ته وسپاري.

د مشروع دفاع له حق نه ناوړه استفاده :

امریکا په افغانستان باندې برید د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې په بنسټ د توجیه وړ ګڼي. ۵۱ ماده وايي : «کله چې د ملګرو ملتونو یو غړی هیواد، د وسله وال تیري (تعرض) موخه وګرځي په یوازي یا ډله ییزه توګه د ځان نه تر هغه وخته پورې دفاع کولای شي چی امنیت شورا د نړیوالې سولې او امنیت د راوستلو په موخه مناسب اقدامات تر لاس لاندې ونیسي ».

په قضیه باندې د امنیت شورا د ورګډولو موخه دا ده چې دولتونه «تیري» ته په خپله خوښه تعریف او محتوا ورنکړي. یعنې تیري ته په تیري ځواب ورنکړي.

په هغه لیک کې چۍ د امریکا حکومت امنیت شورا ته ورلیږلې و پکې په ډاګه شوي وو چې «د پیښې په اړه زموږ څیړنې په لومړي پړاو کې قرار لري». د ترورستي برید او په افغانستان باندې د نظامي یرغل تر منځ کافي اندازه وخت و تر څو د «څیړنې لومړی پړاو» نهايي شي او امنیت شورا د امریکا په ادعا هغه ګواښ چې د افغانستان له درکه امریکې ته متوجه و وڅیړي او ورسره د مقابلې په مقصد لازم اقدام تر لاس لاندې ونیسي. خو امریکا چې د افغانستان اشغال ته ملا تړلې وه په بیړه یو جنایت ته (ترورستي برید) د بل جنایت (تیري) له لارې ځواب ورکړ.

«وسله وال تیری» چې د ملګرو ملتونو د منشور په ۵۱مې ماده کې ورته اشاره شوې په نړیوالو حقونو کې دقیق تعریف لري.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله په هغه ضمیمه کې چې په ۳۳۱۴ نمبر پرېکړه لیک باندې (د ډسمبر ۱۴ ـ ۱۹۷۴ کال) ورزیات کړ داسې وویل : «د یو بل دولت په وړاندې د وسلې یو اړخیز استعمال، د منشور سرغړونه او د تعرض بشپړ ثبوت ګڼل کیږي» . تعرض داسې تعریف شوی: «د یو دولت له خوا د بل دولت د سیاسي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په ضد د ملګرو ملتونو د منشور په خلاف د قوې استعمال». په نیویارک کې ترورستي بریدونو دوه ساعته دوام وموند. د هغو په پای کې د امریکا ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د هیڅ ګواښ سره مخ نه وه. بنأ د بین المللي قوانینو له مخې د یو تروریست اقتضایي او مجرد وسله وال برید ته د «وسله وال تیري» نوم ایښودلی نشو. فردي او سازماني تروریزم سیاسي جنایت شمیرلی شو چې باید ورسره له استخباراتي، سیاسي او پولیسي لارې مقابله وشي نه نظامي .

بنآ د تعرض تعریف د نیویارک په برید باندې اطلاق کولی نشو. برخلاف په هغه وسله وال یرغل چې امریکا او انګلستان په افغانستان باندې وکړ ټکی په ټکی تطبیقیږي. د تعرض جامع تفسیر هغه دولتونه هم په بر کې نیسي چې خپله خاوره تیري کوونکو دولتونو ته په واک کې ورکوي. د مثال په توګه پاکستان، قرغزستان او تاجکستان چې امریکا او ناټو ځواکونو ته مواصلاتي لارې برابرې کړې وې د تیري کوونکو په ډله کې شمیرل کیږي.

د تیري حقوقي پایلې :

د تعرض په تړاو د دولتونو او افرادو مسئولیت مطرح کیږي .

الف ـ د دولتونو مسئولیت :
نړیوال حقوق، تیری د سولې په ضد د جنایت په توګه پیژني او متعرض دولت ته د تعرض لاندې دولت په ګټه مکلفیتونه ټاکي. له هغې جملې نه :

ــ د پوځیانو په ایستلو کې د تعرض نه مخکې حالت بیا رغونه .
ــ ژمنه چې ناقانونه عمل نه تکراریږي.
ــ د جګړې تاوان .
پدې برخه کې اړینه ده چې د افغانستان د جګړې د تاوانونو د جبران په اړه د ملګرو ملتونو تر مشرتابه لاندې یو با صلاحیته کمسیون جوړ شي چې په کې په جګړه کې برخه وال هیوادونه ګډون ولري. کمسیون د تاوانونو د څیړنې نه وروسته یومالي صندوق ټاکي. البته دغه وړاندیز د سولې نه وروسته مطرح کیدای شي.

ب ـ د افرادو مسئولیت :
د نازي آلمان له ماتې نه وروسته هغه محکمه (نورنبېرګ) چې د جنګي جنایت کارانو د محاکمې لپاره جوړه شوې وه ، تیری د «سولې ضد جنایت» په توګه وپېژاند. نن په نړیوالو حقوقو کې تیری د جنایت په معنا کارول کیږي. د سزا نړیوال دیوان تیری د جنایت په مفهوم کارولی دی.

دلته د هغو جنایتونو په اړوند خبرې نکوو چې په افغانستان کې د جګړې په بهیر کې، بهرنيو قوتونو او افغان امنیتي پرسونل ته منسوب کیږي. زموږ د بحث موضوع د سولې په ضد جنایت دی چې د دولتونو تر منځ مطرح کیږي: نړیوال حقوق ټول هغه کسان ګرم شمیري چې د خپل دولت په استازیتوب یې، افغانستان ته د ځواکونو د استولو په موخه زمینه برابره او پرېکړه کړې ده .

د امریکا او برتانيې په لوړ پوړو سیاسي چارواکو چې په افغانستان باندې د بمباریو پرېکړه کړې، ځواکونه یې ورلیږلي، مزدور حکومتونه یې پرې تپلي، ملي واکمني او خپلواکي یې تر پښو لاندې کړې چې په ترځ کې يې په زرهاوو افغانان ووژل ځکه په دوی باندې په انفرادي توګه د جنایت تور لګیږي.

د تعرض د جنایت د مسئولینو د محاکمې په مقصد مختلفې لارې مطرح کیدای شي :
ــ د نړیوالې سزا دیوان: پرته له امریکا نه د نړیوال نظامي ائتلاف زیات هیوادونه د دیوان غړیتوب لري.
ــ لنډ مهاله محکمه .

ــ د ملي قوانینو د احکامو په بسټ. دغه امکان په ځینو هیوادونو کې لکه په امریکا کې وجود لري.
په لنډو، د افغانستان په ضد د امریکا له خوا د قوې استعمال د بین المللي حقونو د حکمونو سره په ټکر کې دی او مشروعیت نلري: په پیښه کې د افغانستان د لاس لرلو نښې نښانې ندي وړاندې شوې او د مشروع دفاع له حق نه ناوړه استفاده شوې ده .

په راتلونکي بحث کې پدې غږیږو چې ملګرو ملتونو څنګه په بې رحمي خپل یو بیوزله غړې هیواد (افغانستان) د امریکا د ستراتژیکو ګټو قرباني کړ.

د لومړۍ برخې پای

دکتور م، روستار تره کی
فرانسه
۲۰۱۵ م کال د سپتامبر ۱۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x