نړۍ

د ملګرو ملتونو ودانۍ مخته د فلسطين بيرغ د لګولو پرېکړه وشوه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): ملګرو ملتونو د رايو په اکثريت پرېکړه کړې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي ودانۍ مخته به د نورو هېوادونو تر څنګ د فلسطين بيرغ هم لګول کيږي.

په دې اړه د رايې کارولو پر مهال ۱۱۹ هېوادونو د فلسطين په ملاتړ رايه ورکړې او بل پلو د امريکا او اسراييلو په ګډون اتو هېوادونو ملګرو ملتونو کې د فلسطين د بيرغ د لګولو مخالفت کړی دی.

د برتانيې په ګډون پنځه څلوېښتو هېوادونو په رايه ورکولو کې برخه نه ده اخيستې او سويډن، فرانسې، ايټاليا، هسپانيا او ايرلينډ د فلسطين په ملاتړ رايه ورکړې ده.

له تېر يو کال راهيسې ګڼو اروپايي هېوادونو فلسطين د جلا دولت په توګه په رسميت پېژندلی او تېره مياشت د کيتوليک عيسايانو مرکزي کليسا او مرجع هم فلسطين دولت په رسميت پېژندو اعلان وکړ.

د ملګرو ملتونو په نوې پرېکړه کې راغلي، چې کوم هېوادونه د ملګرو ملتونو عضويت نه لري، او يوازې مبصرين يې دلته استازيتوب کوي، بيرغ به يې د ملګرو ملتونو ودانۍ ته مخامخ د نورو هېوادونو له بيرغ سره يو ځای لګول کيږي.

په پرېکړه کې ويل شوي، چې د فلسطين بيرغ بايد د شلو ورځو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو ودانۍ مخته ولګول شي.

۲۰۱۱ز کال کې فلسطين ملګرو ملتونو کې د خپل استازي څوکۍ ترلاسه کولو هڅه کړې وه، مګر په دې هڅه کې نه و بريالي شوي او بيا په ۲۰۱۲ز کال کې فلسطين په دې وتوانېد، چې ملګرو ملتونو کې د خپل هېواد د استازي څوکۍ ترلاسه کړي.

ملګرو ملتونو کې د فلسطين استازي رياض منصور نيويارک کې رسنيو سره په خپلو کې وويل، چې د روانې سپتمبر مياشتې په دېرشمه نېټه به د ملګرو ملتونو ودانۍ مخته د فلسطين بيرغ لګول کيږي او په دې ورځ به د فلسطين ولسمشر محمود عباس هم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وينا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x