ورزش

امو د مس عینک لوبډلې ته په ۱۱۰ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۰مه ۱۳۹۴ل): د امو او مس عینک لوبډلو تر منځ څلور ورځنۍ لوبه د امو په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې امو د مس عینک لوبډلې ته په ۱۱۰ منډو ماتې ورکړه.

مس عینک لوبډلې د لوبې پچه وګټله او امو لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. امو لوبډلې په ۷۰.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۳۱ منډې جوړې کړې.

د امو لوبډلې لپاره خیبر عمر، شرف الدین اشرف او دولت ځدران غوره توپ وهنه وکړه. خیبر عمر په ۱۴۷ توپونو د دولسو څلوریزو په مرسته ۷۴، شرف الدین اشرف په ۷۰ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۴۷ او دولت ځدران په ۵۷ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې.

د مس عینک لوبډلې لپاره نواز خان تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. نواز خان خپل ۱۰.۲ اورونو کې یوازې ۲۸ منډو ورکولو سره پنځه ویکتې ترلاسه کړې.

مس عینک لوبډلې خپل لومړی وار توپ وهنې کې په ۵۵.۲ اورونو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ګلبدین نایب غوره توپ وهنې په مرسته یوازې ۱۶۱ منډې جوړې کړې.

د مس عینک لوبډلې لپاره ګلبدین نایب تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو. ګلبدین نایب په ۴۴ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې.

د امو لوبډلې لپاره محمد نبي تر ټولو زیاتې ویکټې ترلاسه کړې. محمد نبي خپل ۱۵.۲ اورونو کې ۴۴ منډو ورکولو سره پنځه ویکټې ترلاسه کړې. دولت ځدران درې ویکټو ترلاسه کولو سره د توپ اچونې په برخه کې هم ښه وځلید.

د امو لوبډلې خپل دوهم وار توپ وهنې کې په ۷۷ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د عثمان غني او مراد علي غوره توپ وهنې په مرسته ۲۶۲ منډې جوړې کړې.

د امو لوبډلې لپاره عثمان غني په ۹۱ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۷ او مراد علي په ۱۱۳ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۴۴ منډو جوړلو سره ښه وځلیدل.

د مس عینک لوبډلې لپاره دوهم وار توپ اچونې کې احمد قیس تر ټولو زیاتې ویکټې واخیستې. نوموړی خپل ۱۸ اورونو کې ۴۰ منډو ورکولو سره پنځه ویکټې ترلاسه کړې.

مس عینک لوبډلې خپل دوهم وار توپ وهنې کې د ۳۳۳ منډو هدف په تعقیب کې یوازې ۲۲۲ منډې جوړې کړې او د ۱۱۰ منډو په ستر توپیر يي ماتې وخوړه.

د مس عینک لوبډلې لپاره دوهم وار توپ وهنې کې ګلبدین نایب په ۷۸ توپونو د دولسو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۸۱ او شاهدالله په ۱۳۶ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۷۴ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د امو لوبډلې لپاره دوهم وار توپ اچونې کې هم محمد نبي او دولت ځدران ښه وځلیدل. محمد نبي خپل ۱۵ اورونو کې ۳۸ منډو ورکولو سره پنځه ویکټې او دولت ځدران خپل ۱۵ اورونو کې ۶۵ منډو ورکولو سره څلور ویکټې ترلاسه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x