fbpx

طالبانو د بدخشان راغستان ولسوالۍ ونيوله

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولايت چارواکي وايي، چې له ددو ورځو پرله پسې جګړو وروسته طالبانو د راغستان ولسوالۍ بازار او مرکز نيولي دي.

د بدخشان ولايتي شورا غړي جاويد مجددي رسنيو ته ويلي، چې له دوو ورځو پرله پسې جګړو وروسته تېره شپه درې بجې طالبانو د ولسوالۍ بازار او مرکز په بشپړه توګه ونيولو.

په عين حال کې د بدخشان د پوليسو وياند وايي، چې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ خونړۍ جګړه روانه ده، د ولسوالۍ مرکز لا هم د دوی په لاس کې دی او که دولتي عسکرو ته بېړنۍ مرستې ونه رسيږي، نو طالبان به ډېر ژر د ولسوالۍ مرکز او شاوخوا سيمې ونيسي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو تېره ورځ د راغستان ولسوالۍ ۶۵ کلي نيولي وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبد الله
میلمه
عبد الله

دا ولسوالی راغستان نومیژی حتما دا اصلاح وکړی او بل دا
داچی د یاوان ولسوالی استخبارات آمیر چی
په دغه ولسوالی که عطای نور غوندی هرکاره وو او ډیر ظالم انسان وو
نن په راغستان ولسوالی که مردار شوی دی …
قومندان عبدالحی اکبری نوميزی او پلاریی ډ تنظیمی جنګونو کی د جمیعت غټ قومندان وو …
داهم نشر وکړی ډیر ښه به وی ….
مرتدین ډیر خپه شوی دی …

سيد ذبیح اللہ
میلمه
سيد ذبیح اللہ

دغہ ولایتی چارواکو پہ کوم ځای کی او چاتہ ویلی چی دغہ ولسوالی طالبانو ونیولہ ؟
او طالبانو ولی تر اوسہ پوری دا خبر ندی نشر کړی ؟