نظــر

د سپټامبر د ۱۱ مې پيښه او پرافغانستان د تروريزم په نوم بې توجې یرغل

ليکنه: پوهيالی عبيدالله اخندزاده
پکتیا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد

کله چې په ۲۰۱۱ کال په همدې ورځ یانې د سپټامبر په ۱۱ نيټه د متحده ايالاتو د نيويارک ايالت په نړيوال سوداګريز مرکز له ناڅرګند لوري بريدونه ترسره شول چې په پايله کې يې د درې زرو په شا او خوا کې امريکايان ووژل شول. نو له پيښې نه څو شيبې وروسته د امريکا حکومت دغه پيښه د القاعدې د تنظيم د مشر اسامه بن لادن او د هغه د ملګرو کار وباله نو داچې ګمان کيده دغه وخت اسامه او د هغه ملګرو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ ترسيوري لاندې ژوند ترسره کاوه، نو امريکا له طالبانو څخه د اسامه د ورسپارلو غوښتنه وکړه او ګواښ يې وکړ چې که چيرې طالبان دوی ته اسامه ونه سپاري نو پر افغانستان به نظامي یرغل ترسره کړي. نو طالبانو هم د وضعيت وخامت ته په کتو او د اسلامي امت مصلحت په پام کې نيولو سره هڅه وکړه ترڅو په دې برخه کې له حکمت نه کار واخلي، نو هماغه وو چې يو ځل طالبانو اعلان وکړ چې ګويا اسامه چين يا کوم بل هيواد ته شړل شوی، داچې په دې خبره د امريکايانو قناعت نه حاصليده نو بل ځل طالبانو وويل چې که د په دغه پيښه کې داسامه د لاس لرلو کره شواهد دوی ته په ګوته شي نو دوی به اسامه يوې دريمې نړيوالې قانوني مرجع ته وسپاري خو داچې امريکا د دغه یرغل تکل کلونه وړاندې پلان کړی وو او دغه پيښه يې د بهانې او پلمې لپاره ښه موقع وګڼله نو يو ځل بيا يې بې له قيد او شرط څخه د اسامه د ورتسليمولو غوښتنه وکړه او ټولې نړۍ ته يې کوت څنډنه وکړه چې يا دې د القاعدې او يادې د امريکا په څنګ کې ودريږي. نو داچې د منطق له مخې طالبان وپوهيدل چې د اسامه ورسپارلو او يا نه ورسپارلو د امريکا د یرغل مخه نشوای ډب کولای نو يې وپتيله چې بايد د تاريخ په دې ازموينه کې په پاتې راتلو سره د وياړلي او غيرتي افغاني کلتور په لمن د بې ننګۍ داغ کينږدي نو اعلان يې وکړ چې د يو مسلمان شخص سپارل غير مسلمانانو ته ددوی داسلامي او افغاني کلتور سره اړخ نه لګوي او هيڅکله به هم دې کار ته غاړه کينږدي نو هماغه وو چې کابو يوه مياشت وروسته امريکا د ټولو نړيوالو اصولو او موازينو پرخلاف په بشپړ غرور او تکبر سره پر بيوزله او کړيدلي افغانستان یرغل وکړ چې د دغه يرغل په جريان او بيا ترنن ورځې پورې په لسګونو زره بې ګناه افغانان شهيدان، ټپيان، بنديان او يو شميريې ګډوالۍ ته اړ شول او له مخکې کنډواله هيواد يو ځل بيا کنډواله شو.

خو اصلي موضوع داده چې آيا د نړيوالو حقوقو له نظره د امريکا دغه یرغل د توجيه وړ دی او که نه؟

ځواب: د امريکا یرغل په هيڅ ډول د نړيوالو پرنسيپونو او د ملګرو ملتونو د منشور سره په مطابقت کې ندی رامينځ ته شوی او د دغه یرغل د نامشروع والي دلايل کولای شو په لاندې ډول په لنډو کې په ګوته کړو:

۱- امريکا دغه یرغل د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې په استدلال له خپله ځان څخه د مشروع دفاع په نوم ترسره او هغه يې خپل مسلم حق وباله، په داسې حال کې چې ۵۱ ماده هيڅکه هم په حقوقی لحاظ د امريکا دغه یرغل ته د مشروع دفاع په نوم جواز نه ورکوي، په ۵۱ مادې کې راغلي((کله چې د ملګرو ملتونو يو غړی هيواد د وسله وال تيري لاندې راشي نو دغه هيواد په فردي يا ډله ايزه توګه ترهغه وخته له ځان څخه د مشروع دفاع حق لري ترڅو چې دامنیت شوری د نړۍ والې سولې او امنيت د ساتلو يا اعادې لپاره ګامونه پورته کوي)). نو د دغې مادې له مفهوم نه په ډاګه کيږي چې مشروع دفاع يواځې د يو چټک خطر په وړاندې په کوم کې چې د مرګ ژوبلې او يا ستر ګواښ خطره موجوده وي مطرح کيږي او بايد متضرر هيواد د مشروع دفاع په نوم فوراً کړندی ګام پورته کړي ولې کله چې فوراً دښمن نه پيژندل کيږي او په بريد وخت هم تيريږی نو دا بيا د امنيت شوری دنده ده ترڅو سرغړونکی لوری(دښمن) پيدا او بيا ورته مناسبه جزا وکړي په داسې حال کې چې امريکا يوه مياشت وروسته له هغه بريد څخه چې يواځې دوه ساعته يې دوام وکړ پر افغانستان یرغل وکړ چې په هيڅ ډول د مشروع دفاع په نوم نه توجيه کيږي.

۲- له طالبانو څخه دامريکا غوښتنه هغوی ته د اسامه سپارل وه، نو که اسامه ته په خپل هيواد کې ځای ورکول او يا امريکا ته د هغه نه تسليمول دومره لوی جرم وو چې له امله يې پروړاندې دومره لوی یرغل د ترسره کيدو وړ وو نو باالاخره خو اسامه نه په افغانستان کې چا وليد او نه هم په افغانستان کې پيدا شو بلکې اسامه په پای کې د امريکا په يو ملګري هيواد(پاکستان) کې و موندل شو او بيا ووژل شواو پاکستان په ډيره سپين سترګۍ سره کلونه هغه ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی وواو هغه يې پټ کړی وو، نو پوښتنه داده چې څه شول هغه د ملګرو ملتونو منشور چې په استدلال یې دغه یرغل ترسره شو، څه شوه هغه د امنيت شوری چې د اسامه له امله يې امريکا ته د یرغل لاره هواره کړه، څه شوه دامريکا هغه غوصه چې د يو اسامه لپاره يې افغانستان دړې وړې کړاو څه شوه هغه نړيواله ټولنه چې پرافغانستان د امريکا د یرغل پرمهال داسې غلې وه ته به وایې چې د دوی روح د امريکا په لاس کې دی، چې اوس يې ددې موضوع پوښتنه هم له امريکا او هم له پاکستانه کړې وای، نو ولې له پاکستان سره هم داسې چلند ونه شو او يا خو لږ ترلږه په پاکستان کې داسامه د پيدا کيدو موضوع امنيت شوری او يا کومې بلې نړيوالې مرجع ته راجع نه شوه چې دا پخپله د دې خبرې پخلی کوي چې ګويا د امريکا يرغل د اسامه په خاطر نه بلکې د نورو شومو او نامشروع اهدافو لپاره وو.

۳- د یرغل پرمهال امريکا له ځان سره څو شعارونه او موخې درلودې: د تروريزم له مينځه وړل، د مخدره توکو له مينځه وړل او په افغانستان کې د ښخو د حقوقو خونديتوب. نو که نن ورځ یانې د یرغل څخه ۱۴ کاله وروسته وګورو هرڅه معکوس دي، د دوی په اصطلاح تروريزم نه داچې له مينځه نه ولاړ بلکې خپل اوج ته ورسيد او د سيمې نورو هيوادونو ته يې هم سرايت وکړ، افغانستان د مخده توکو په توليد کې لمړی مقام او په اداري فساد کې يې دريم مقام وګاټه او په دې ۱۴ کلنه دوره کې چې په افغانستان کې د يو شمير ښځو پروړاندې کوم ډول جنايات ترسره شول لکه ډله ايز جنسي تيري، تښتول، سوڅول، تيزاب شيندل، بې حيثته کول، په عام محضر کې وژل او بيا اور ورته کول او داسې نور جنايتونه، دابه د هيواد په درې سوه کلن معاصر تاريخ کې هم ساری ونلري.

۴- په نړيواله کچه په قانوني ډول پر يو سرغړونکي هيواد باندې د نړيوالو حقوقو د اصولو د منلو پخاطر نظامي یرغل لپاره د ملګرو ملتونو د منشور د اووم فصل د ۴۸ مادې مطابق امنیت شوری خپله نظامي کميټه لري چې بايد ددې کميټې په چوکاټ کې پريو هيواد یرغل ترسره شي ترڅو سرغړونکی هيواد وپوهيږي چې دغه یرغل د نړيوالې ټولنې عکس العمل دی نه داچې يو هيواد په يواځې ډول او په خپل سر(لکه د امريکا په شان) په بل هیواد یرغل وکړي چې په حقيقت کې هيڅ هيواد دغه شان حق نلري نو دامريکا یرغل هم دغه شان يو فردي او په خپل سر یرغل ګڼل کيږي.

نو د دې يو شمير نورو ډيرو دلايلو څخه په ډاګه جوتيږي چې پر افغانستان د امريکا يرغل په ټوله معنی د نړيوالو حقوقو د اصولو او د ملګرو ملتونو د منشور د مفاداتو سره ښکاره مخالفت لري او يواځې د يو استعماري هيواد د مغرضانه موخو د تحقق لپاره ترسره شوی دی چې په هيڅ ډول د توجيه وړ نه ګڼل کيږي.

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x