نظــر

دسيپتمبر پیښه – عبدالسلام ضعیف

لیکوال: عبد السلام ضعیف

په ميلادي كال 2001 دسپتمبر په 11 د امريكا په دوو ښارونو کې ددوی په تاريخي او لويو بلډينګونو باندې جهنم خوله راخلاصه كړه او دغه دوه ښاره د تورو لوګيو تر پردو لاندې پټ شول، د امريكا د هوايي كرښو يوه شركت چې منظمي الوتني يې درلودلي په ناڅاپي ډول سره ددغه شرکت پنځه الوتكي دسپارليو ډکې دخپل خط له مسيره څخه په بل لوري کږي سولي، يوه الوتكه چې دسپارليو ډكه وه په نيويارك کې په نړيوال لوی تجارتي ټاور باندي ولګیدل، كوم چې يو سلو پنځلس پوړه سره يو په بل سربيره وډل سوی وه او قريب دپنځو سو زرو كارکونکو ظرفيت يې درلودی، د امريکا په وخت دسهار دنهو بجو شاوخوا وه چې دغه لوی ټاور د الوتكي دټكر له کبله د امریکا د ژوند ښکلی جنت يې ورته په جهنم بدل كړ دا دخپل وخت ددنيا هغه لوی بلډينګ وه، چې دنړۍ د لويو تجارو لپاره دهري اسانتيا برسيره دسكون ، امن او ارام ځای بلل کيدی، چې د نړۍ اقتصادي سرچيني به هم ددې ځايه په كنټرول کې اخستل كيدلي، همدا د نړی د اقتصاد یوه لويه هسته وه، چې خورا چوڼل سوې مغزونه پکښي را جمع کړل سوې وه، په امريكا او په غربي نړی کې چې به چا به ارام او ساړه ماغزه او په اقتصادي راکړه ورکړه کې نهايي مهارت درلود هم دلته سره ټوليدل، دويمه الوتكه لس دقيقي وروسته بيا هم په دغه ټاور باندې و لګيدل، همدا رنګه په پنټاګان باندې چې دامريكا د طاغوتي لښکرو او نظامي قواو د قوماندي اول مركز دی بله الوتکه ولګیدل، کوم چې اوسني اسلامي نړی ته هم له دغه سوړي څخه دبي رحمه سازشي ښامار سرغځيدلی دی.

دغو حيرانونکو پيښو د دنيا ټوله مطبوعات په سر واخستل او دامريكا تلويزيوني شبکو خو په ځانګړي توګه په همدي پيښو باندې پوره متمركزي وي، يوه بله الوتكه چې ددوی په وينا غوښتل يې د سپيني ماڼي قصر په نښه کې په لاره کې لا د وړاندي دامريكا د هوايې مدافعي لخوا وويشتل سوه او په يوه ځنګله کې وغورځیدل، ويل کيږي چې په دغه ټاور کې دري زرو كسانو ژوند دلاسه وركړ او تر څلويښت بيلیونو ډالرو پوري يې مالي تاوان ورساوه، د دې لړزونکو پيښو سره يو ځای بوش د خپله مقره څخه تښتيدلی وه او چيرته په يوه مخفي ځای کې پټ وه چې دڅه وخت وروسته هغه دټلويزيون په هنداره خپل ډاريدلی او کرغیړن او بیزو ته ورته شکل ښكاره كړ، دخبرو د سټيج سره په داسي توګه ودريدی چې دمرمي ضد زغره يې په تن وه او ډير وارخطا غوندي معلوميدی، هغه خپل د صحت او ژوند په اړه خپلو خلكو ته ډاډ او معلومات وركړ او دغه پيښه يې په سخته لهجه سره وغندل، هغه دا استخباراتي پیښه بيله دي چې کوم تحقيق او پلټنه وکړي د اسامه سره وتړل، كڅه هم اسامه بن لادن تر دغه وخته پوري په دې اړه څه نه وه ويلي، خو د افغانستان اسلامي امارت د دغه پيښي غندنه كړي وه، د غندني سره يو ځای یې ددې كار و عاميلنو ته د عادلانه محكمي غوښتنه هم وکړه، دلته زما او ډیرو کسانو لپاره ديوه عميق سوال ځای دی هغه دا چې د امريکا د هغه وخت مشر بوش چي تر دي دمه يې داستخباراتو ټولي شبكي غافلي او يا په دې پيچلي پلان کې دخيلي وي بيا څنګه بيله کوم تحقيق او اثباته دومره ژر ورته معلومه سوه چې دا كار اسامه كړی دی، د ده داسي عاجل او په ډيره بيړه سره دعوا د عقل او منطق انسان واقعا حيرانوي، داسي عکس العمل بیله پروګرامه کله هم بله مانا نلري، د دنيا ټولو هيوادونو دا كار وغانده د امريكي د وخت دمشر ډبل بوش او د امریکا د خلكو څخه يې دزغم او صبر غوښتنه وكړه، خو برتانيه چې په دنيا کې د شيطانت او نفاق درسونه مخ ته بيايي په هر ځای کې اور ته لمنه وهي تر امريکايانو هم ډيره جدي وه، اسامه چې د امريكا سره يې لا د وړاندې دښمني درلودل، ددي پيښي غندنه ونه كړل، هغه دا عمل د امريكا لپاره دخدای عذاب او د خلكو لپاره دعبرت واقعه وبلله. همدا ټكي به امريكا وروسته د اثبات په توګه كاروله، دمعلوماتو له مخي بوش ډيري ورځي او شپي په هوا کې تيري كړي، هغه ته د امریکا ارامه مځكه د سره اور په ډول وه، د ده د استخباراتو لخوا هغه ته همداسي د پلان له مخي دسره تنور جوړه سوې وه، د ده قرار او ارام ورباندې نه كيدی چې بيا ورباندې بله حمله ونسي، فقط دځينو مطبوعاتو دخبرولو او د مهم كار لپاره به په موقت ډول مځكي ته راتلی او بيرته به هواته ختی.

ډبل بوش د مطبوعاتو له لاري په بيړه د افغانستان څخه وغوښتل چې اسامه بن لادن يا دوی ته حواله كړي او يا يي د افغانستانه څخه وشړي، خو د افغانستان اسلامي امارت بيا د تير پروتوكول په تكرار سره د امريكا څخه وغوښتل، هغه دا چې كه د امريكايانو سره د اوسنیو پيښو او يا تيرو پيښو په اړه کوم ثبوت وي مهرباني دې وکړي موږ ته دې وړاندي كړي په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت هر ډول شرعي او انساني همكاری ته چمتو دی، خو امريكا د پخوا په څير دغه وړانديز هم رد كړ، وړانديز ته يې په بي ارزښتي وكتل، د نيويارك او واشنګټن پيښه د طالبانو لپاره هم خواشينونكي وه، ځکه چې لا د وړاندي د افغانستان ستونزې ډيري وې او دغه پيښي نور هم ستونزي ډيري كړلي، طالبان په سلو کې 98 فيصده هم په داسي كړو سره راضي نه وه او نه يي دداسي پيښو پلوي كوله، هر څوك په دي پوهيدی چې د داسو پيښو اغيز افغانستان ته منفي اړخونه لري او د افغانانو كړاوونو ته لا دوام وركوي، ملا محمد عمر (مجاهد) رحمه الله ددغه پيښي د پلان څخه خپل ځان ناخبره و باله، كله يې هم د داسي كار كول د افغانستان په ګټه نه بلل خو بيا هم داسامه بن لادن موضوع تر پايه پوري همداسي لاينحله پاته سوه او لا پسي سخته او مغلقه سوله.

والله اعلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x