افغانستان

طالبانو د لندن د یو تحقیقاتي ادارې راپور رد کړ

taliban interviewنن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند د رویال یونایټډ سروسز انسټیټیوټ په نامه د یو برتانوي تحقیقاتي ادارې راپور درواغ او تش تبلیغات وبلل چي په کښي ویل شوي وه، چي طالبان په افغانستان کې د امریکايې ځواکونو وجود منلو ته تیار دي.

باید وویل شي چي تیره ورځ د انګلستان د رویال یونایټډ انسټیټیوټ د یو شمېر نا معلومو طالب مشرانو په حواله را پور ورکړی وو، چي طالبان چمتو دي چي د القاعده سره خپلي اړیکي وشکوي، او تر کال 2024 پوري په افغانستان کې د امریکایانو د پاته کیدو سره موافقه وکړي.

خو د طالبانو ویاند په یوه خبرپاڼه کې چي نن ټکی آسیا ته یې هم را لیږلي، د نومړي ادارې دا راپور رد کړی، او ویلي چي دطالبان تیار نه دی چي په افغانستان کې د امریکایانو نا مشروعه یرغل ومني، او زیاته کړې: دا ډول حرکات د استخباراتي کړیو له خوا د خپلو ولسونو او هم د خپلي ماتي خوړولو عسکرو د مورال لوړولو لپاره د یرغلګرو له خوا ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x