fbpx
جنرال جان کمپل

نیویارک ټایمز: د افغانستان د دفاع وزیر امریکايي جنرال، کمپل دی

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): تیره ورځ له امریکا څخه خپریدونکي ورځپاڼي نیویارک ټایمز په یوه اوږده راپور کې چې د دغې ورځپاني د کندهار او کابل خبریالانو په ګډه لیکلی، ویلي چې د نوي حکومت له راتګ سره او د دفاع وزیر په نه شتون کې د هغه اکثره صلاحیتونه اوسمهال له امریکايي جنرال جان کمپل سره دي. نن ټکی اسیا د دغه راپور اهمیت ته په کتو سره یې هو به هو پښتو ژباړه له تاسو سره شریکوي:

کمپل په یوه وخت کې د امریکا د پوځي ځواک مشري په غاړه لري او په ورته وخت کې د ناټو ځواکونو مشري هم ورله غاړي ده.

راپور کاږي چې په افغانستان کې د دفاع وزیر نه شتون د دې لامل شوی چې کمپل ته یوه بله دنده هم ورله غاړه شي چې هغه د دفاع وزارت ده.

نوموړی تر ستانکزي او بل هر افغان چارواکي په افغاني ځواکونو کې زیات رول لري.

جنرال جان ایف کمپل په یوه وخت کې څو درنې وظیفې په غاړه لري، نوموړي په افغانستان کې د ناټو تر ټولو لوړ پوړی قومندان دی، دی له افغانستان سره د ناټو هیوادونو د قاطع ملاتړ د ماموریت قومندان دی، هغه د امریکايي ځواکونو مشري هم په غاړه لري.

په وروستیو کې، داسي ښکاري افغانان غواړي کمپل په یوه بله دنده هم وګوماري، د افغانستان اسلامي جمهوریت د دفاع وزیر!

«هر سړی پوهیږي چې د افغانستان اوسنی دفاع وزیر څوک دی او دغه کس معصوم ستانکزی نه دی»

«هر سړی پوهیږي چې د افغانستان اوسنی دفاع وزیر څوک دی او دغه کس معصوم ستانکزی نه دی»

دا نومونه یوازې له دې امله نه ده چې په افغانستان کې د دفاع وزارت پوسټ خالي دی، بلکي د افغاني لوړ پوړو چارواکو په وینا جنرال جان کمپل د افغانستان د امنیتي ځواکونو د سر په کسانو کې تر بل هر چا زیات تاثیر او واک لري.

په تیرو کلونو کې تر اوسه بل هیڅ یوه امریکايي جنرال د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې او نه هم په نورو دولتي ادارو کې دومره نفوذ درلود، لکه جنرال کمپیل چې اوس مهال لري.

دغه خبره په مشترک ډول یوه جګپوړي چارواکي او یوه غربي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې کړې.

دوی زیاته کړې: د جنرال کمپل لپاره دغه رول (دنده) د اشرف غني هم ډېره خوښ دی او هغه یې نور هم تشویقوي.

مګر په یوه داسي وخت کې چې ناټو خپل جګړه ییز ماموریت د اتو میاشتو څخه درولی دی، اوس نو افغان ځواکونو او چارواکو باید جګړه پر مخ بیولې وای، خو داچي اوس هم د جګړې په نقشه کې جنرال کمپل اساسي رول لري، دا سي څرګندوي چې د طالبانو په خلاف جګړه پر سم اړخ نه ده روانه.

یو غربي ډیپلومات وايي: «هر سړی پوهیږي چې د افغانستان اوسنی دفاع وزیر څوک دی او دغه کس معصوم ستانکزی نه دی».

معصوم ستانکزی هغه څوک دی، چې د دفاع وزارت لپاره د اشرف غني له خوا پارلمان ته ور وپيژندل شو، خو پارلمان هغه رد کړ، مګر ستانکزی د دغه وزارت د سرپرست په توګه پاته سو.

غربي دیپلوماټ وویل: د امریکایانو جګړه ییز ماموریت نور ختم دی، مګر اوس هم یو امریکايي جنرال مونږ لرو چې جګړه پر مخ بیايي.

افغاني چارواکي چې له جنرال کمپل سره یې یو ځای کار کړی او هغه په عموم کې د کمپل د واک خبره مني، وویل چې د دې مختلف لاملونه دي، چې د هغو څخه یو هم د جنرال قوي شخصیت دی او په ورته وخت کې د افغانستان د پوځي مشرانو هغه مشکل حالت دی چې په دې وروستیو کې دوی ځني کړیږي.

د تېر کال په پرتله د سږ کال په اولو ۶ میاشتو کې د افغاني ځواکونو په منځ کې مرګ ژوبله ۵۰ سلنه زیاته شوې، په داسي حال کې چې تېر کال ۲۰۱۴ د افغاني ځواکونو لپاره تر ۲۰۱۳ ریکارډ ماتونکی خونړی کال وو.

طالب جنګیالیو د افغانستان په شمال کې د جګړې نوي محاذونه خلاص کړي او په ځینو وختونو کې داسي ښکاري چې کندز ښار ته به ورسیږي.

د افغانستان پوځ د نویو پوځیانو را جلبولو خپل هدف نه سي پوره کولای او داسي ګومان کیږي چې په روان کال کې به د دغو ځواکونو شمېر تر بل هر وخت کم سي.

تر ټولو بد حالت هغه دی چې په دې وروستیو کې په هلمند کې را منځته شو، کله چې د اګست په ۲۶مه د هلمند ولایت تر ټولو ستراتیژیکه ولسوالۍ (موسی کلا) د طالبانو لاسته ولوېده، طالبان نیژدې دي چې په دغه سیمه کې پراخي ځمکي تر خپلي ولکې لاندي راولي.

افغان چارواکو وویل چې د جنرال کمپل اهمیت وروسته تر هغه هم زیاتیږي، کله چې امریکایانو پریکړه وکړه چې د جګړې په تودو کرښو کې به د افغاني ځواکونو د کومک لپاره په لویه سویه بمبار کوي.

د پوځ یوه جګپوړي چارواکي وویل: جنرال کمپل واکمني خوښوي او هغه خپل د دغه طبیعت د پټولو لپاره هڅه هم نه کوي.

مونږ په دې اړه د نیم درجن افغان جګپوړو چارواکو سره د هغوی د نوم نه ښودلو په شرط مرکې وکړې، ټولو په جګړه کې د جنرال کمپل په اوسني رول باندي خپل رضایت څرګند کړ.

د اکثریت په نظر د نوموړي دغه رول د جګړې په ورځنیو پریکړو کې مخ په زیاتېدو دی، دوی زیاتوي په اوسني وخت کې حتی هغه کولای سي چې د افغان ځواکونو مشران جنرالان له دندو ګوښه کړي او یایې هم د ګوښه کولو او بدلولو وړاندیز اشرف غني او عبدالله عبدالله ته وکړي.

مونږ هڅه وکړه چې په دې اړه له جنرال کمپل سره مرکه وکړو، هغه رد کړه، خو د هغه یوه نیژدې کس له دې خبري سره اختلاف وښود چې کمپل دي د دفاع وزیر وبلل شي او د جګړې واک دي د نوموړي په لاس کې وبلل شی.

په کابل کې د امریکایي ځواکونو ویاند، جنرال ویلسن شوفنر وویل: داسي ګومان کول چې جنرال کمپل اوس مهال د افغانستان د پردې تر شا دفاع وزیر دی، د افغان حکومت او افغانانو لپاره د منلو نه دی. چارسنبالی دفاع وزیر، معصوم ستانکزي خپل اهلیت ثابت کړی چې کولای سي د دفاع وزارت چاري په ښه توګه پر مخ بوزي.
افغاني او امریکايي چارواکي دواړه په دې خبره یوه خوله دي چې د جنرال کمپل د قوت اصلي وجه له هغه سره د اشرف غني غوڅ ملاتړ دی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې له امریکایانو سره اړیکي تر بل هر وخت خړي پړي وې، حتی امریکايي جنرالان به د امنیت شورا اوونیزو غونډو ته په داسي وخت کې نه ور بلل کېدل، کله چې هغوی ۱۴۰۰۰۰ زره پوځیان په هیواد کې دننه لرل، مګر اوس یوازي ۱۷۰۰۰ پوځ وجود لري.

یوه افغان چارواکی د نوم نه ښوولو په شرط وویل: «له امریکایانو سره زمونږ اړیکي ډیري خرابي وې».

«دوی به بیا هم په اوونۍ کې یو وار یا دوه واره راتلل، خو صرف د دې لپاره چې شکایت وکړي، د دوی وجود په ارګ کې دننه ډېر کم وو.»

اشرف غني ډېر چټک د امریکایانو پراخ رول ته اولویت ورکړ، ځکه چې هغه د امریکایانو له زیات وخت پاته کیدا سره دلچسپي لري او هغوی ته د ډیر رول ورکولو غوښتونکی دی.

یوه افغان جګپوړي چارواکي وویل: «دا د جنرال کمپل شخصیت نه دی، بلکي دا هغه څه دي چې مونږ یې غواړو هغه ته ورکړو».

د اشرف غني په نظر دغه جګړه له امریکایانو سره مشترکه هڅه ده، تر څو له افغانستان سره د امریکایانو تړاو پاته سي، د نورو اولویتونو سربېره اشرف غني ګومان کوي چې کمپل ته باید ښه راغلاست ووایي!

د جګړه يیز ماموریت له ختمېدو وروسته سمدستي اشرف غني دا خبره یقیني کړه چې جنرال کمپل او د هغه مشرانو جنرالانو ته د امنیت شورا په غونډو کې باید ښه راغلاست وویل سي او دوی د ارګ د ګډي همکارۍ په مجالسو کې پراخ ګډون ولري، چې جګپوړي چارواکي د هیواد د چارو په چلولو بوخت دي.

په هغه لومړنۍ غونډه کې چې د همکارۍ د غونډي څخه په تلویزونو نشر شوه، د غونډي نیمی ګډونوال امریکایان وه، جنرال کمپل لیدل کیږي چې له اشرف غني سره پر څنګ په داسي حال کې ناست دی چې د هغه خپل د امنیتي ځواکونو مشران د جنرال کمپل په نسبت ښه لیري ناست وي.

کله چې په افغانانو کې د کمپل په داسي حضور باندي خبري ډیري شوې، پوښتني پیل شوې چې دا اوس څه مانا لري؟، له هغه راهیسي کمپل شخصا غونډو ته نه حاضريږي، بلکي د ویډیو له لاري د تلویزون پر پرده په غونډه کې ګډون کوي.

یوه افغان جګپوړي چارواکي وویل: «د ۲۰۱۵کال په پیل کې، د امنیت شورا په غونډه کې تر نیمی زیات ګډونوال به امریکایان وه، مونږ سره فکر وو چې د دوی په اړه به افغانان څه وايي؟، اوس هم کمپل په ټولو غونډو کې برخه اخلي، خو د ویډیويي کانفرانس له لاري.»

په وروستیو اوونیو کې جنرال کمپل د روان کال په تر ټولو لوی جګړه ییز ماموریت کې مشري په غاړه لري، کله چې طالبانو موسی کلا ولسوالۍ له افغان ځواکونو څخه ونیوه او امریکایانو په دغه ولسوالۍ کې په پراخه کچه بمباري پیل کړه. له موسی کلا څخه چارواکو او عیني شاهدانو وویل چې د امریکایانو له خوا دومره ستر بمونه وغورځول شول چې له کبله یې بشپړ تعمیرونه له منځه ولاړل.

هغوی وویل: دلته یو لوی تعمیر وو، په هغه کې ۳۰ خوني وې، کله چې د امریکايي الوتکو له خوا بمونه پرې وغورځول شول، د ځمکي پر سر له هغه تعمیر څخه هیڅ هم پاته نه شول او په دننه کې خلک ټول تر خاورو لاندي شول.

دغه خبره د هلمند د ولایتي شوری غړي عبد الحي اخندزاده وکړه، هغه ویل چې دغه تعمیر د دولت مربوط وو، خو طالبانو نیولی وو او له همدې ځایه طالبانو د نویو بریدونو پلانونه جوړول.

نوموړي وویل چې د اګست د ۲۹مې بمبار ۍ غیر معمولي لوی بمبار وو.

د امریکايي ځواکونو ویاند کولونیل برین ټریبس تیره سې شنبه وویل، د اګست له ۲۲ او ۲۴ څخه امریکايي ځواکونه په موسی کلا کې بمبار کوي.

که څه هم امریکایانو د درنو بمباریو لړۍ پیل کړې، خو بیا هم د موسی کلا اکثره سیمي د طالبانو په لاس کې دي.

غربي او افغان چارواکو د جنرال کمپل په مشرۍ د امریکایانو له خوا په دومره لویه اندازه بمباري د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون له ځینو برخو سره په ټکر کې وبلل، په موسی کلا کې بمباري په یو بیړني حالت کې تر سره کیږي، خو دغه بمباري یو ځل بیا سوالونه پورته کوي.

له امنیتي تړون سره سم امریکایان یوازي په دوه حالته کې په جګړه کې ګډون کولای سي، د القاعده په خلاف عملیاتو کې او همداسي چې کله امریکایي ځواکونو ته خطر متوجې وي.

په موسی کلا کې یوازي طالب جنګیالي دي، بیا هم که په سیمه کې یو شمېر امریکايي عسکر حضور لري، نو د امریکا د هوايي ځواک هغه عسکر دي کوم چې د هوايي ځواکونو د بمبار لپاره کومک کوي.

د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال میرزا محمد یارمند وویل: هو، کمپل خلاص لاس لري، کله چې افغان ځواکونه څه اړتیا ولري دی یې کومک ته را مخته کیږي.

نوموړي ټینګار وکړ، پریکړي افغانان کوي، خو دوی ته ویل شوي امریکایان د خپلو تخنیکي وسایلو په واسطه د جګړې په میدان کې ښه کومک کولای سي.

اوس مهال د امریکایانو کومک یوازي د عکس العمل په وخت وي.

کله چې طالبان له افغان ځواکونو څخه یوه سیمه ونیسي، هغوی امریکایانو ته تلیفون وکړي او غوښتنه وکړي چې یوه الوتکه را ولیږئ، او بمبار وکړئ.

نوموړي زیاته کړه چې د تروریزم په خلاف به زمونږ جګړه هغه وخت کامیابه وي کله چې مونږ له امریکایانو سره ښه همکاري ولرو، نه داچي دوی ته د پریکړو ټول واک وسپارو.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
kadir mohmand
میلمه
kadir mohmand

نخیر بعقیده من جنرال جان کمپل هم مانند اداره دست نشانده ها (ع ، غ) و حتی اوباما هم غلام بچه نظم نوین شیطان (دجال) می باشند من برای خاتمه جنگ اشغال امنیت عدالت صلح افغانستان با معاون وزارت خارجه امریکا بتاریخ ششم اپریل در سال ۲۰۱۲ ملاقات داشتم از او سوال کردم که آیا وزیر خارچه هیلاری کلنتن از ملاقات امروز ما خبر دارد ؟ او در جوابم گفت بلی حتی تصمیمگران هم من گفتم که اوباما لبخند نمود گفت تصمیمگران که بعقیده من دجال می باشد جنگ افغانستان یک امتحان ایمان ما مسلمانان و غلام بچه ها می… نور لوستل »

محمد طاهر
میلمه
محمد طاهر

دیر شه راپور وه، کور مو ودان، هر سومره سی حقایق رابرسیره کیژی او ماهیت
د ستونزو شکاره کیژی، هم هغومره د خلکو سترگی خلاصیژی او له واقعتونو خبریژی. د داسی نورو راپورونو د خپریدو په هیله!