افغانستان

د بګرام هوايي ډګر باندي برید کې لږ تر لږه درې تنه افغان کارکونکي مړه او یوه هلیکوپټر الوتکه له منځه تللې

bagram-1024x679نن ټکی آسیا: ایساف ومنله چي تیره شپه د بګرام پر هوايي ډګر باندي د توغندیو برید شوی وو، چي له کبله یې په هوايي ډګر کې دننه درې تنه افغان کارکونکي وژل شوي، او او د ایساف یوه هلیکوپتر الوتکه هم له منځه تللې.

خو زیاته کړې چي په دې برید کې د ایساف ځواکونو ته کوم ډول زیان نه دی رسیدلی.

ددې تر مخه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته په را لیږل شوي بیان کي ویلي وه چي ددوی مجاهدینو تیره شپه درې ځله د بګرام پر هوايي ډګر له نیژدې څخه توغندی وتوغولې، چي پر خپل هدف ولګېدلې، او په هوايي ډګر کې دننه درنه مرګ ژوبله او زیانونه واړول.

نومړي وویل چي په دغه برید کې اته تنه افغانان چي په دغه مرکز کې د جاسوسي په زده کړه بوخت وه، وژل شوي، او هم په دغه هوايي اډه کې ولاړو هلیکوپتر الوتکو ته زیان رسیدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x