نظــر

سیاف؛ ژبور منافق

لیکوال: همایون تږی

د اسلام په تاریخ کې مسلمانانو له ډاګیز کافر څخه دومره زیان او ضرر نه دی لیدلی لکه څومره چې یې له منافق څخه لیدلی. د منافق خطر ځکه تر مجاهر کافر زیات وي چې منافق د اسلام له ادرسه غږیږي، د مسلمانانو په ژبه او ذهنیت برابرې خبرې کوي، د اسلام تر نامه او بیرغ لاندې منډې ترړې وهي، ځان اسلام ته منسوبوي او خلک یې هم په نا آګاهانه ډول د اسلام او مسلمانانو په خواخوږو کې حسابوي. له همدې کبله امام ابن القیم رحمه الله وايي، نږدې وه چې ټول قرآن کریم د منافقینو په باره کې نازل شوی وای؛ ځکه چې منافق د اسلام او مسلمانانو لپاره انتهايي لوی ګواښ دی.

خو د منافقینو په ډله کې بیا تر ټولو خطرناک منافق هغه دی چې د منافقت او فاسدې عقیدې ترڅنګ د وینا، بیان، او د ژبې د بلاغت او فصاحت په کمال هم بلد وي، د وینا او خطابت په چلونو پوه وي، خپل زهر په شهدو کې پیچي، په خبرو او وینا کې قرآني ایتونه او احادیث د استدلال په توګه ذکر کوي، او له همدغه کمال څخه په استفادې عام خلک ډیر په اسانه تیر ایستلی او غولولی شي.

دغه ډول منافق د مسلمانانو لپاره دومره خطرناک دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې په خپل امت باندې د ډار او خطر احساس کوي او فرمايي: (ان اخوف ما اخاف علی امتی منافق علیم اللسان یجادل بالقرآن) «زه په خپل امت باندې له هغه منافق څخه زیات ډاریږم چې په ژبه پوه وي او له خپل دریځ څخه په قرآني ایتونو استدلال کوي».

ښايي ژبور منافق ځکه ددې امت لپاره ستر ګواښ وي چې پیژندل یې ستونزمن وي، نوموړی خپلې ناولې مفکورې ته د ایت او حدیث جامه وراغوندي او خلکو ته دا قناعت ورکوي چې ګواکې دی په حقه دی، دا ډول منافقین د مسلمانانو له دیني احساساتو او اسلامي جذباتو څخه ناوړه استفاده کوي او خپلو پټو او شومو اهدافو ته پرې ځان رسوي.

په مدینه منوره کې د منافقینو د مشر (عبد الله بن ابي بن سلول) هم د وینا او خطابې مهارت درلود، نوموړی به په مسجد کې پورته شو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ستاینې او ملاتړ به یې داسې وینا وکړه چې ټول اوریدونکي به یې متاثر کړل.

په تاریخ کې د ژبور منافق خاصیت دا وي چې کله په عام محضر کې راڅرګند شي د ټولو خلکو توجه ځان ته ورجلب کړي. الله جل جلاله د ژبور منافق په اړه فرمايي: (وان یقولو تسمع لقولهم) «او ای پیغمبره! کله چې منافقین وینا کوي، ته یې فصیحې او بلیغې خبرې په ځیر اورې». د ژبور منافق په اړه الله جل جلاله خپل پیغمبر ته په بل ځای کې داسې وايي: (ومن الناس من يعجبك قوله في الحياة الدنيا ويشهد الله على ما في قلبه وهو الد الخصام): «ځینې خلک په خوله باندې داسې ښې خبرې کوي چې تا په تعجب کې اچوي، او په دروغو باندې الله جل جلاله شاهد نیسي، حال دا چې نوموړي کسان ډیر سخت او شدید دښمنان دي».

د اسلامي تاریخ په هره مرحله کې د ژبورو منافقینو مثالونه موندل کیږي، عباسي خلافت د څو ژبورو منافقینو په مرسته ونړید، د عثماني خلافت په سقوط کې د ژبورو منافقینو رول خورا جوت و، بیت المقدس د ژبورو منافقینو په مټ د صلیبیانو لاس ته ولوید. خو په اوسني وخت کې د ژبور منافق ژوندۍ بیلګه هغه په اصطلاح پخوانی جهادي (!) رهبر دی چې پرون یې د همدې ژبې په چالاکۍ افغانان، عربي او اسلامي ولسونه غولولي او ځان یې د مجاهد په نامه تیر کړی و حال دا چې د پردې تر شا یې د دښمن پټې توطیې پلي کولې.

د اوسني عصر ژبور منافق (سیاف) پرون هم د خپلې ژبې په کمال ځان د یو جهادي رهبر مقام ته ورساوه، او نن هم د هماغې ژبې څخه په استفادې د امریکايي اشغال باوجود په ډیرې سپین سترګۍ د جهادي رهبر لقب ساتلی. سیاف د خپلې ژبې په مهارت پرون د قرآني ایتونو په استناد ظاهرشاه له اسلامه وتلی باله خو نن یې په هماغو ایتونو د ملت معنوي پلار کړ، پرون یې د قرآني ایتونو په استدلال له امریکايي سره ملاقات د جهاد نقض ګاڼه خو نن په هماغو ایتونو د امریکايي اشغال په سیوري کې ځان مجاهد ګڼي. سیاف د پخواني جهاد پر مهال د خپلې ژبې د هنر نه په استفادې ساده او سپیڅلی مجاهد د ظاهرشاه وینو ته داسې تږی کړی و چې د هغه د نامه اوریدلو زغم یې نه درلود، خو له امریکايي اشغال وروسته یې هماغه مجاهد د ظاهرشاه خدمت ته داسې ودراوه چې هغه ته یې د لاسونو اوبه اچولې او په دسترخوان یې ورته د نرمو غوښو د خوړلو توصیه کوله.

دغه ژبور منافق چې د عامو افغانانو په نبض او ذهنیت بلد دی ځکه خو په قصدي توګه د امریکايي استعمار پر ضد جنګیدونکي مجاهدین (طالبان) لومړی په یو ګاونډي هیواد پورې تړي او بیا له همدې سنګره پرې ډزې کوي، نوموړی په خپلو توندو خبرو غواړي د خپلې هغې غلامۍ څخه د خلکو پام بل خوا واړوي چې د امریکايي اشغال تر لمن لاندې یې ځان تر پزې په کې غرق کړی.  تاسو وګورئ چې د سیاف په ویناوو او څرګندونو کې د امریکايي اشغال، ظلمونو، قتلونو او وحشتونو ته هیڅ اشاره نه موندل کیږي. حقیقت دا دی چې ژبور منافقین د دښمن لاسپیکرونه دي او هغوی یې د ژبې له کمال څخه په استفادې د شومو اهدافو د تطبیق لپاره ساتي.

سیاف د اسلام او مسلمانانو لپاره هغه خطرناک منافق دی چې له نن څخه څوارلس پیړۍ مخکې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خولې او ژبې څخه وېره ښودلې او خپل امت یې د نوموړي خطر ته متوجه کړی و.  خو د الله جل جلاله د سنت تقاضا دا ده چې منافقینو ته مهلت ورکوي تر څو یې خلکو ته مکر، نفاق او خباثت لا ښه واضح او بربنډ شي او تر الهي محکمې وړاندې د بندګانو په قضاوت کې شرمنده، خجالت او ذلیل شي. لکه څرنګه چې الله جل جلاله د منافقینو په اړه وايي (یخادعون الله وهو خادعهم) «منافقین له الله سره چل او فریب کوي خو الله دوی ته د چل او فریب جزا ورکوونکی دی»، مونږ هم عقیده لرو چې د دې عصر ژبور منافق سیاف به هم ډیر ژر د الله جل جلاله جزا ته برابر شي، بیا به هغه بهرني ملاتړي هیڅ ګټه نه شي وررسولای چې په تیرو دیرشو کالو کې ده په خپلو مزاجي فتواوو  کله د اسلام او مسلمانانو دښمنان او کله یې دوستان ګرځولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

واقعیت ده محترم لیکوال صاحب واقعا چی دا ډیر بی ناموسه، مورده ګو او رذیل انسان وخوت د اسلام او مسلمانانو په حق کی یی دومره جفا او ظلم وکړ چی شاید عبدالله ابن ابی منافق یی لا په کولو وشرمیږی یو وخت ماته یو چا ویلی چی سیاف په اصل کی هندوالنسله نمک حرام ده ما یقین نه کاوه اما اوس می دا شک په سل فیصده یقین بدل شو اول دی الله ورته هدایت وکړی کنی په خپل قهر او غضب دی داسی هلاک کړی چی ټولی دنیا ته د عبرت یو درس وګرځی ترڅو د روس د… نور لوستل »

سبحان خان

ها ها ها ها ها ها ای تور مخو پنجابیانو

khalid

#### دومره مو چی له تور مخو بد راتلل نو بیا مو غول خوړل چی دروسانو سره د مقابلی لپاره مو هلته ورځغستل د تور مخو دښمنی خو د طالبانو له وخته له افغانستان سره نده شروع شوی تور مخو خو ستا د ###، ### تش په نوم بابا ظاهر شاه له وخته چی سیافوف یو وخت کافر او بیا یی ….ته اوبه وراچولی له افغانستان سره مشکل درلود او قوی افغانستان یی په څنګ کی نشوای زغملی نو په هغه وخت کی مو هلته څه …. ورکوله ستا په ….. #### واچوم

سبحان خان

زما دا جمله چی (ها ها ها ها ها ها ای تور مخو پنجابیانو) د نن تکی اسیا مدیر مسئول متوجه وو چی هغی زما لمرنی تبصره ئی نده نشر کری نو له افسوسه می دا جمله ولیکه چی (ها ها ها ها ها ها ای تور مخو پنجابیانو) ….او تاته وایم خالد صاحب چی ستا اخلاق ستا د لیکلی جملاتو حخه معلومیژی په بخنه سره چا کی چی دخبرو کولو اخلاق نه وی هغه سره بحث کول زه زان ته توهین گنم ………

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x