له محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه – پنځمه برخه

راټولونه او ژباړنه: م. حمد الله (دانشمند)

دا ځل مې هم در ته داسې رنګینه کیسه راوړې، چې پکې له نبي علیه السلام نه د دفاع او خوندیتوب په پارد بېسارې سر ښندنې انځور شوی، چې دا د میني او محبت په ډګر کې تر ټولو ستر مقام یادولی شو . د صحابه وو رضی الله عنهم په اړه داسې ډېرې بېلګې شتون لرې، چې له نبی علیه السلام نه یې د خپلو سرونو په فدا کارۍ (سر ښندني) دفاع کړې، ډېر غشې نېزې یې د همدې هدف له امله په ځانو منلې، د دښمن د تورو ګزارونو ته یې جسدونه سپر (ډال) ګرزولې، تر څو د تندر له تورو او ناولو منګولو د بشر د ټولني ځلاند لمر و ژغوري . له هر هاغه فلان او تکتیک نه یې کار اخیستی، کوم چې د هغه (علیه السلام) مبارک د حمایت په باب به یې اغېزمن رول لوباوه، د هر راز ربړونو، کړاوونو له ګاللو سره- سره یې هم له ملتیا لاس په سر نشول په داسي حال کې، چې په بدل کې ور سره د کومو مادي امتیازاتو قرارداد شتون نه لاره، بلکې د عادت خلاف به یې د کور واړه “شته” او شتمنۍ د هغه علیه السلام د رضائیت او خوښۍ له پاره نذرانه کاوه . يادې واړه کړنې د هغوی(رضی الله عنهم) د مینې روښانه بېلګې دي . تېر ته په کتو سره دا پوښتنه مطرح کېږې، چې هغوی رضی الله عنهم د نبوي مینې په بدل کې کومې لاس ته راوړنې لرلې دي؟ نو ځواب یې څرګند دی، چې د نورو ډېرو معنوي ارزښتونو تر څنګ- چې تفصیل به یې موضوع په بله مهار کړي – ورته د الهي رضوان (خدایي رضامندي) ستره وړتیا هم حاصله ده، کوم چې په ټولو الهي پیرزوینو کې اوچت مقام لري، او د سرمدي(تلپاتي) ژوند د واړه بریاوو محور دی .

له ژمنې سره سم د یوې اتلې، بهادرې، مجاهدې مور کۍ دریښتنې مینې له راز نه پرده پورته کوم . ښایې په لوستلو یې د ستومانې احساس و نه کړئ! . دا چې یادې سر سپارلې مورکۍ له نبی (علیه السلام) او د هغه له سپېڅلي دین نه د دفاع په موخه، نه یواځې په خپله معصومه پاکه وینه بسنه و نه کړه، بلکې د د زړه د ټوټو (زامنو) ګلګونه وینه یې هم د دې سپېڅلې موخې له پاره نذرانه کړه! . ځکه اړینه ګڼم، چې د تاریخ په حافظه کې ثبت شوې اتلولۍ یې در سره شریکې کړم، هیله لرم، چې په  دې هېښوونکي ريښتني داستان خپلو حافظو ته ښکلا ور و بښئ! .

د يادې سر سپارلې مور نوم “نُسِیبَة” (بنت کعب) ده، چې لومړۍ نکاح یې له “زید بن عاصم) سره وکړه، له هغه نه د دوو (۲) زامنو (عبد الله، حبیب) مور شوه، چې دواړه د صحابیت ویاړ هم لري . دویم ځل یې “غزیة بن عمرو” سره نکاح وکړه، له هغه نه هم د دوو(۲) زامنو(تمیم او خالة) مور شوه. یادې بهادرې مور د اسلام راوړلو تر څنګ په”لیلة العقبة” کې له نبي علیه السلام سره بیعت وکاوه، د احد، خیبر، حدیبیې، حنین او یمامه کې د ګډون تر څنګ ستر ویاړمن تاریخ لرې. له محمد بن عمرو نه روایت دی: ” ام عمارة(نسیبة) رضی الله عنها له خپل مېړه “غزیة” او دوو زامنو سره د اُحُدْ په غزوه کې ګډون وکړ، نوموړې و زخمیانو ته د اوبو راوړلو په موخه ګډون وکړ، خو وروسته په جنګ کې ښکیله شوه، چې د ښې ازموینې تر څنګ یې(۱۲) کاري د نېزو او تورو ټپونه په ځان و منل” .

“ام سعید” رضي الله عنها وایې:( زه یو ځل ورغلم، ورته کړه مي: د احد د غزوې بیان راته وکړه؟ یادې اتلې راته ووېل: د احد د غزوې په ورځ د ورځې په لومړیو شیبو کې وو تلم، د خلکو تګلاره  څارم، چې څه تر سره کوي! له ما سره د اوبو یو ظرف هم شته، رسول الله(صلی الله علیه وسلم) ته مې ځان ورساوه، هغه مبارک د صحابه وو په مینځ کې قرار لاره، غلبه هم له مسلمانو سره وه . کله چې مسلمان له شکست(ماتیې) سره مخ شول، سمدستي د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) و لور ته ور و خوځېدم، په جنګ مي پیل وکړ، له هغه مبارک نه مې دفاع د توري او لېندې په مټ پیل کړه، تر هغو مې نه ماتېدونکی مقاومت کاوه، څو چې مې کاري زخم په جسد و خوړ . ام سعید رض وایې: په اوږه مې یو ژور ټپ ولېد، ورته کړه مي: دا زخم چا در و رساوه؟ هغې راته کړه: “ابن قمیئه”ملعون را مخته شو، په داسي حال کې، چې د  خلکو موخه له هغه علیه السلام نه بل پلو ته شوه،  د ستر غرور په حال کې یې په لوړ اواز وویل:  محمد راته وښیئ، که رانه خلاص شو، خپل ځان به وژنم . و مخي ته یې “مصعب بن عمیر” او څه نور کسان ور وخوځېدو، ز هم د هغوی له ټولۍ ځخه وم، یاد ملعون را باندې کاري د توري ګزار وکړ، زخمې یې کړم، ما پرې وارونه وکړل، خو ملعون دوه ځغرې له ځان نه تاو کړې وې، کوم اغېز یې پرې و نه کړ . نبي علیه السلام مبارک د احد په ور ځ د نوموړې اتلې مقام داسي و ستایل: ( لَمَقَامُ نُسَیْبَةَ بِنْتِ کَعْبٍ الْیَوْمَ خَیْرٌ مِنْ مَقَامِ فُلانٍ وَفُلانٍ) . ژباړه: د نسیبې بنت کعب مقام د فلاني او فلاني تر مقام ډېر غوره ده.

ضمره رض د خپلې نیا- کوم چې یې په یاده غزوه کې ګډون لاره- په حواله وایې: یادې بهادرې مېرمنې د جنګ په ډګر کې لېده کېده، جامې یې په ځان تړلې وې، سخت مقاومت یې کاوه، تر دې، چې (۱۳) ټپونه یې پر جسد و خواړه . نوموړې زیاتوې: لکه اوس چې وینم ابن قمیئه به داسي حال، چې نوموړې د غاړې او اوږې تر مینځ په توره وهي. په جسد یې له ټولو نه هم دا ستر، ژور ټپ وو، پوره کال یې تداوي کړ، خو ونه رغېد .

څه مهال وروستو نبي علیه السلام د بلې غزوې(حمراء الاسد) تیاری پیل کړ، یادې مېرمن بیا ناسته و نشوای زغملای، سمدستی یې ملا و تړله، خو د زیاتې وینې د زیان له کبله یې د تګ توان له لاسه ور کړی وو! . یاده راویه زیاتوې، شپه مو د زخمیانو په رغولو صبا کړه، چې نبي علیه السلام بېرته له یادې غزوې نه را ستون شو، کور ته لا نه وو رسیدلای، عبد الله بن کعب(المازني) یې د هغې د بیمار پرسي له پاره ولېژه، هغه په بیړه د هغې اتلې د صحت له زېري سره راستون شو؛ مبارک(علیه السلام) د هغې د صحت له  امله د سترې خوښۍ اظهار وکړ . (المأخذ: طبقات الکبری ۸/ ۳۰۴، سیر أعلام النبلاء ۲/ ۲۷۸، الاعلام للزرکلی ۸/ ۱۹، وغیرهم) . د نوموړې سر سپارلې تاریخي شاليد ښایي نور هم و غزېږي.

درنو لوستونکو! بیا چې د نبوي مینې له بازار نه به د نورو انځورونو سره، د الهي مشیّت په مټ را ستنېږم، تر هغه مو په لوی څښتن سپارم . الله- جل جلاله- مو مل شه! .

نور بیا… .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د