افغانستان

کابل: تښتول شوې هالنډۍ مېرمن له ۸۱ ورځو وروسته خوشې شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي۲۰مه ۱۳۹۴ل): د هالنډ بهرنیو چارو وزارت وايي چې یوه ښځینه تبعه یې چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې له پلازمېنې کابل څخه تښتول شوې وه، خوشې شوې ده.

ناڅرګندو وسله والو ۸۱ ورځې وړاندې د سویس یوې غیر دولتي مؤسسې کارکوونکې (ډي بير را) د کابل ښار د کلوله ‌پشته سیمې څخه وتښتوله.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د مېرمن دبیر را روغتیايي وضعیت ښه دی.

تر دې دمه د تښتوونکو او په دې اړه چې نوموړې په کومو شرایطو خوشې شوې، معلومات نه دي رسنیز شوي خو تر دې وړاندې امنیتي چارواکو ویلي وو چې تښتوونکو نظامي یونیفارم درلودلو.

دغه هالنډۍ په داسې حال کې خوشې کیږي چې یوه میاشت وړاندې یو المانی اتباع هم له یادې سیمې څخه وتښتول شو.

د الماني د تښتوونکو هویت لا هم څرګند نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x