افغانستان

په چاودنه کې د سیمه ایزو پولیسو قومندان او څلور ساتونکې وژل شوې دي

د هرات سیمه ایز پولیس په چاودنه کي وژل شوينن ټکی آسیا: د هرات ولایت څخه وروستي خبرونه وايي چي د کشک کهنه په ولسوالۍ کې د یوې چاودني له کبله د سیمه ایزو پولیسو یو تن قومندان او د هغه څلور تنه ساتونکي وژل شوي دي، او شپږ تنه نور پولیس ټپيان شوي دي.

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبد الحمید حمیدي رسنیو ته ویلي چي پيښه نن غرمه د کشک کهنه ولسوالۍ په بازار کې هغه مهال را منځته شوه، کله چي یوه تن پلي کس د نومړي موټر ته نیژدې ځانته چاودنه ورکړه، چي له کبله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

حمیدي زیاته کړې چي په پيښه د سیمه ایزو پولیسو پرته بل چاته کوم ډول زیان نه دی رسیدلی.

د پيښي په اړه د طالبانو له لوري معلومات نه دي ترلاسه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x