نظــر

افغانان او تاريخ چا ته ښه وايي؟!

لیکوال: خليل الله قتيل زوى خوږياڼى

د ٢٠٠١ع کال د سپتمبر پر ١١ د يهودانو سياسي او وټه ييز مرکزونه په نيويارک او وا شنګټن کې ونړول شول. دغه اقتصادي او سياسي مرکزونه په دغه ورځ له يهودانو تش شوي وه، خو د نيويارک او واشنګټن عام خلک له مرګ و ژوبلې سره مخ شول.

امريکا په بريد پړ افغانستان ونوماوه، خو ډېرو داسې فکر کاوه، چې پېښه به د مرکزي آسيا د نفتي سرچينو د ترلاسه کولو په موخه رامنځته شوې وي؛ ځکه ټولو هغو خلکو، چې دا کار يې ترسره کړى و، يو يې هم له افغانستان سره تړاو نه درلود.

کوم حقيقت، چې روښانه و؛ هغه په ټوله آسيا کې د خلکو د ويښتيا، زړورتيا او د حق و عدالت د غوښتنې او پوښتنې روانه هڅه وه. دغه غوښتنه د نيويارک او واشنګټن د تشو يهودي مرکزونو د اور پر لوګيو وپوښل شوه او له دوه يمې نړيوالې جګړې وروسته د امريکا په مشرۍ د جوړشويو دولتونو مبلغينو، فرهنګيانو، سياسي كړيو، مذ هبي علماوو او پوهانو د ويښتيا، زړورتيا او د حق و عدالت د مخ پر ودې غوښتنې او پوښتنې مخه ډپ کړه او له امريکا سره يې پرته له چاپېرياله د ډيمو كراسۍ، انسان، فرهنګ او نظام جوړونې په بهير كې له يو و بل سره کلکه همدردي اعلان کړه.

د امريکا حکومت او دغو دولتونو له دې همدردۍ، چې هرڅه وغوښتل د امريکا، آسيا او اروپا خوبولو ګوندونو او مدني ټولنو ورسره وکول، خو د دغو وچو ولسونو حيراني یې احساس كړه.

دا دى ۱۵ کاله کيږي، چې آسيايي هېوادونه په ځانګړې توګه د زابل، کابل او بابل خلك په بېلا بېلو بڼو ټکوي، خو هغه غير اخلاقي او نامنلي کارونه، چې په آسيا کې ترسره شول، د اروپا او امريکا د ولسونو قناعت يې په غوني ځيږوونكي بڼه بدل کړ؛ ځکه خلکو غوښتل، چې انسان له شر او فساد څخه نه يوازې ليرې وساتل شي، بلكې خپل ملي لومړيتوبونه نورو ولسونو ته هم وړاندې كړي. پر کابل، زابل او بابل بريدونو د اسلام ارزښتونه نه يوازې زيانمن کړل، بلکې د ښکاره لوټ سره هم مخ شول.

دادى اروپايي او امريکايي ولسونه هم د آسيايي ولسونو په څېر له خپلو ځانګړيو ستونزو سره مخ شول او د هغو د سمولو غوښتنې  او پوښتنې يې په تدريجي توګه راپورته کړې.

اوس نه هغه امريکا پاتې ده، چې دولتونه او هېوادونه يې جوړول او نه هغه اروپا پاتې ده، چې د امريکا تر مشرۍ لاندې له هرې غوښتنې سره همدردي څرګنده کړي.

د ترکيې دولت د پاپ د هرکلي په مراسمو کې پر ټولنيز شتون خپله برلاسي له لاسه ورکړه او خلکو د اسلام ساتنې لاريونونه پېل کړل، خو حكومت ته د ډيمو كراسۍ ترچترلاندې اسلامي بڼه وروبخښل شوه.

په اردن، يمن،الجزيره، مصر،بحرين او ليبيا کې امريکايي دولتمشران وغندل شول او ورو، ورو امريکا دا دي خپل جوړکړي دولتونه په اسلامي نړۍ كې له لاسه ورکوي او د ناټو په غړيو هېوادونو کې له دولت سره ولسي يووالى نه ترسترګو کيږي.

اروپايي، امريکايي، آستراليايي، افريقايي او آسيايي ولسونو په افغانستان کې، چې طالبان يې د دولتونو د سندرې سر ټکى و، پياوړي کړل، خو په آسيا کې د امريکا متحده دولتونو د خپلو امتيازاتو خبره ورسره راوخوځوله، چې په دې توګه په نيويارک او واشنګټن کې د رامنځته شوې پېښې د لوګيو دوه يمه پرده پر كابل، زابل او بابل راپرېوته.

د امريکا سينګار شوي متحده دولتونه( پاكسان او افغانستان ) په دې پړاو کې له ولسي کرکې سره مخ شول، خو د بقا او ساتنې لپاره يې د ائتلافي دولتونو ګډې اقتصادي، فرهنګي او پوځي غونډې او کنفرانسونه جوړ شول او په آسيا کې يې د پارلماني او حکومتي مشرانو د ژغورنې امنيتي بېلا بېلې د فشار ډلې په بېلا بېلو بڼو دعامو ولسي وګړيو وژنې ته وګمارلې.

لنډه دا، چې هر اړخيزه ټګي او درغلي رامنځته شوه. د امريكا متحده دولتونه او حكومتونه اړ شول، چې د بهرني ائتلاف کورنۍ مدني ډلې له ټولنيز فشار سره مخ او د پياوړي طالب د ځپلو لپاره ورسره د پښتنو نسلي وژنې ووېشي؛ ځکه، نو د هرې ډلې معلوم الحاله کورنيو ته نه يوازې سفري آسانتياوې برابرې شوې، بلكې د نړيوالو مياشتنيو ډالري معاشونو له خوند او شخوند سره يې هم مخ كړل.

[کوکې، بغارې شورماشوردى – په شورماشورکې ليلى ځان سينګاروينه] – فرهاد حداد قدرت الله ،افغان ملي تاريخ.  د ساپي پښتو څېړنواو پراختيا مركز- ۱۳۸۳ل.

کله، چې د پښتون وژنې لړۍ پوره وده وکړه؛ نو بهرني پوځي ځواکونه د وېرې او ډارښکار شول؛ څه په روحي ناروغيو اخته شول او يو شمېر نورو د هوايي بمبارد تر چتر لاندې خپله جنګي روحيه بايلودله. د روحي ناروغانو ډېرشمېرعسکرو يا ځانونه ووژل او يا يې د خپلو کورنيو غړي او د هېوادونو ولسونو ته زيان ورساوه .

د يرغل له درغلۍ څخه په ډک  پړاو کې بېلا بېلو غبرګونونو سرراپورته کړ.

د ائتلافي دولتونو ولسونو پرلاريونونو لاس پورې کړ او د خپلو اولادونو د وژنې د مخنيوي لپاره يې دولتونه، حكومتونه او پارلمانونه له ستونزو سره مخ کړل.

د بهرني ائتلاف په ملاتړ ولاړه د متحده دولتونو جبهه کمزورې شوه او د تغيير و اميد غږ ترې را پورته شو، چې ورسره په افغان مسلمان ولس کې دا غوښتنه او پوښتنه ټينګه شوه، چې :

دا وژنې د حق غوښتنه نه، بلکې ځان او ملت شرمول دي.

دغې غوښتنې او پوښتنې د پياوړي طالب ترڅنګ د حکومت او ائتلاف له څارنې پرته د حزب اسلامي پلويان په بېلا بېلو بڼو عملياتو ته اړ کړل، چې ورسره د يرغلګرو په درغلو ائتلافي ډلو کې د امتيازاتو غوښتنه راپورته شوه.

دغه مهال په نيويارک او واشنګټن کې د رامنځته شوې پېښې د لوګيو درېيمه پرده د آسيايي هېوادونو پرهڅوب راپرېوته، خو د امريکا په مشرۍ اروپايي او آسيايي متحده دولتونه د افغان مسلمان ملت له هراړخيز مقاومت سره مخ شول.

په دې پړاو کې د يرغلګرائتلاف د دولتونو پوځي او سياسي چارواکي په منډو شول؛ د سياسي او فرهنګي ملېشو جوړولو ته به سهار په کابل کې ول او شپه به يې په اروپا يا امريكا کې تېروله.

د دوى پرهڅو په بېلا بېلو بڼو څه نا څه دولس سياسي ، پوځي او فرهنګي ائتلافي کنفرانسونه په بېلا بېلو اروپايي او آسيايي هېوادونو کې جوړ شول.

د بهرني ائتلاف د سيمه ييزې متحدې جبهې د اميد و تغييرغړي د مرګ  و ژوبلې له ګواښونو سره مخ شول او بهرني ائتلاف پرې ځانونه پوره ډاډمن کړل، چې ورسره پرپښتنو پوره ناباورۍ او بې ايمانۍ وده وکړه.

د دغه پړاو سياسي ځانګړتيا دا شوه ، چې دوى ته د نظام جوړونې ترڅنګ د انسان او فرهنګ جوړونې اړتيا هم وروسپارل شوه. هېواد ورته شاړه ځمكه ښكاره شوه؛ خپلواكي ، دين او پت ساتنه د هر چا خپل او ځانګړى كار ونومول شو.

په دې پړاو کې د پياوړي طالب او حزب اسلامي يو شمېر ائتلافي څېرې سره يوځاى شوې او د امريکا د پوځي، سياسي او اقتصادي چترلاندې د يو او بل په ستاينه يې ځانونه ستړي کړل، خو په ولس کې له داډمن شتون څخه برخمن ونه ګڼل شول.

له دوى سره په تړاو کې يو شمېر ټيټ پوړي قوماندانان او تنظيمي غړي لومړى د ولسمشرۍ ټاکلو ته د ملاتړو په توګه ودرېدل او بهرنيو پوځونو يې د امنيت ساتنه وکړه، خو بهرني ائتلافي مشرانو د ډاډ وړ ونه ګڼل او خپل پوځي چارواکي يې اداري چارواکي هم كړل، چې بيا بېلو شويو او تسليم شويو څېرو د امريكا په لارښودنه په ائتلافي سيمه ييزه جبهه کې د سولې د مخکښانو په نوم په هلو ځلو ځانونه اخته کړل.

د دغو ډلو پرهڅو بهرنيو ځواکونو د افغان مسلمان ملت ډېرخواخوږي نه يوازې پټ او ښكاره  ووژل، بلکې کورونه او شتمنۍ يې هم لوټ شوې.

په دې پړاو کې هم مسلمان افغان ولس ته څرګنده شوه، چې دغه دواړه بڼې هم په سيمه ييزه ائتلافي جبهه کې ځانګړي اهداف لري؛ ځكه يوې ډلې د خلکو د اسلامي جذبې درناوى ونه کړ او بلې هغې  جمهوريت او ډيموکراسي نندارې ته وړاندې نه کړې شوه. يعنې  طفيلي اوسيدنه يې غوره وګڼله او ټول پرې قانع هم پاتې شول.

بهرنيو بېلا بېلو يرغلګرو د امريکا په خوښه له درغلۍ ډك ولسمشر، درغل پارلمان او بې لارې  قضايي چارواكي ټولنې ته وروپېژندل، چې د حکومت په ترکيب کې يې خلق، پرچم، شعله، ستم، سوسيال ډيموکراتان، مسلمان ډيموكراټ تنظيمونه او د حزب او طالبانو بې ځايه شوې څانګې ورګډې شوې.

امريكايانو ته د انګرېزانو د نولسمې پېړۍ استخباراتي نسخه پاتې وه، خو هغه په يوويشتمه پېړۍ کې ونه ځلېده؛ ككړې نسلي څېرې پرې پړاو په پړاو بربنډې شوې او نا كاره ښكاري.

امريکا غوښتل، چې له افغانستان څخه نيولې ترمراکش پورې به د ډيموکراسۍ پربنسټ دولتونه او ولسونه مسخه كړي او د امريکا په خوښه به چين، روسيه او هند د امريکا امريکايي، اروپايي او آسيايي محورومني، خو دا خوبونه سم ونه ختل، روسيه، چين، هند او ايران نه يوازې ور سره د جګړې په اوږدونه كې مرسته كوي، بلكې په خپلو هېوادونو كې د كورنۍ جګړې مخه هم په بشپړ پوځي او سياسي فشار نيسي.

په هره توګه ډيموکراسۍ د اسلام په مقابل کې ماته وخوړه او حتا د نړۍ يرغلګرو ته عراق هم په منځنۍ ختيڅ کې د ډيموکراسۍ د بېلګې په توګه ونه ځلېد او نه سعودي عربستان د مذهبي پياوړتيا لرونكى شو.

د نړۍ ولسونه وپوهېدل، چې په تېرې او روانې لسيزو کې بش او اوباما پرته له ړنګولو، وژلو او د ډالرو له وېش او ورکولو نور څه ترسره نه کړى شول.

د سياست د ډګرانسانان په يو حال نه دي او له حالاتو سره بدليږي. يعنې که حالات يې په ګټه وي، دوى يوه بڼه غوره کوي او که نه وي بله بڼه، خو خپله ګڼي.

دروغ ويل هغه کا، چې يې وېره وي يا طمعه
خوشحال په دا اړ نه دى حق به وايي څو يې سر شته

د بهرني چتر لاندې وروستۍ ائتلافي غونډه له افغان مسلمانانو سره د محلي جنګ او محلي خبرو ترسرليک لاندې ائتلافي دولتونو جوړه کړه او متحده سيمه ييز دولتونه په كې ليدونكي او اوريدونكي ول. دې غونډې او کنفرانس د نيويارک او واشنګټن د لوګيو څلورمه پرده پرافغان مسلمان ولس راوغورځوله، خو له نيکه مرغه طالبان يې له جنګ سره جنګ ننګوي او د حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي يې له خبرو سره خبرې وننګولې.

د جنګ او خبرو دواړه طرحې تر دې دمه د بهرني ائتلاف له جنګ او خبرو سره موازي روانې دي، خو د بهرني ائتلاف په ملاتړ جوړه شوې سيمه ييزې ائتلافي جبهې د دالرو په پيچکارۍ بې هوشه شوې او د ايران، روسيې او ترکيې په ملاتړ د درغلۍ خوبونه ويني.

دوى هڅه كوي، چې د مغلو، تركو، پارسيانو او عربو په ملاتړ د پښتنو پراخه سيمه د جګړې ډګر كړي، چې پر ديورند كرښې د حامد کرزي پيل شوې پوځي او سياسي لوبه د همدې درغلۍ يوه ښكاره بېلګه ده.

په هره توګه يرغل پاى ته رسيدونکى دى، خو سيمه ييزه ائتلافي جبهه، طالب او د حكمتيار حزب اسلامي  په يو مهال کې ليدل کيږي. يعنې  يو امارت غواړي اودا بل جمهوريت.

اى افغان مسلمانانو!

وګورئ څوك څه کوي؛ افغانان او تاريخ چا ته ښه وايي؟

هغو ته، چې د دين، خپلواکۍ او پت ساتنې لپاره وينې تويوي او ولس يې د غم له زغم سره مخ شوى او که دا نور، چې له بهرنيو ډېرې پيسې غواړي، وينې تويوي او ولس يې د زغم له غم سره مخ کړى دى.

له دواړو سره خپل منطق شته، خو دا د مسلمان افغان ولس دنده ده، چې دواړه منطقه سره پرتله کړي او ځان له خوارۍ او مظلوميته وژغوري-

خليل الله قتيل زوى خوږياڼى.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x