fbpx
tree

(معجزه ) لنډه کیسه

لیکوال: امید بهار

تبر يې سره کلک کړ؛ پورته ونې ته يې وکاته؛

شمال به يې يوې او بلې خوا ته څانګې سره کږې کړي ؛

لمر د غروب په حال کې و؛ یواځې د پوري غره په لوړه څوکه يې

خپلې مړاوې شغلې ویشلي

د رمې مخ يې د کلي لور ته و؛

ونه د دوو غټو تیږو منځ کې نرۍ پورته جیګه شوي وه په غره کې له ولاړو نورو ونو سره يې توپیر درلوده لکه تازه يې چې د پیغلتوب په درشل قدم ایښی وي په څانګو کې سرو ګلانو د هغې ښګلا یو په دوه کړي وه؛ کله کله به تري د یوې ښګلې مرغۍ غاړې هم اوریدل کیدي؛

څادر يې په لوړه تیږه کیښود؛

د تبر پر اوسپنیزه خوله يې لاس تیر کړ؛

پښې د همدي دوه تیږو په منځ کې سره کلکې کړي

په لومړي وار سره يې د تبر اوسپنیزه خوله دونې په ټټر ښویه شوه

په ځان پوه نه شو ښی لور ته ړنګ شو

ډیره شیبه وروسته يې سترګې وغړولې ؛

مخې ته يې په وینو سور تبر پروت و؛

د پښې ټپ يې زړه وران کړ

وړې تیږي او شګې په وینو لمدي وې

شاوخوا ته يې له سرو میده ګلانو سره شنې پاڼې پرتې وي

غوږونه يې درانده ول

خپله پښه يې سره ټوله کړه

د ونې په شنه ډډ يې سترګې ګنډلي وي

په زړه نا زړه يې تبر ته لاس ور اوږد کړ

په دوهم وار سره کله چې د تبر اوونې د ټټر تر منځ فاصله ختمه شوه؛ نري او چغنده غږ د هغه غوږونه و لړزول

حیران شو !

هر ګذار به چې د ښګلې ونې په ټټر لګیده له هغې به د لرګي وړې ټوټې بېلېدې

بلاخره په هوا کې د هغې ښګلې ونې د څانګو ځای تش پاتې شو

ښکته په کمره ورغړیده ؛

ډیر ژر یې څانګې له تنې ور جدا کړي؛

له چینې يې څو لپې رڼې اوبه مخ ته واچولې

د ونې تنه يې په اوږه کړه ؛

زخمې پښه به يې په ډیرې سختۍ سره جیګوله

میږې او پسونه لېکه یو پر بل پسي روان ول؛ سرونه يې ځوړند نیولي ول؛

دغونډۍ له ښی لوری وړو ماشومانو د ده لور ته منډې وهلي

سړی وویل

خدایه خیر کړي

کله چې ماشومان را لنډ شول

هر یوه غوښتل چې په خبرو کې یو له بله مخکې شي

کاکا کاکا ستا لول (لور)

په همدي سره به د ماشوم ژبه سره ونښته

بیا يې نظر د ګڼو ولاړو ماشومانو منځ کې بلې وړې ماشومې ته واوښت کاکا کاکا ستا لول چغې وهې

زر ورشه

نیا مې واېې مړه کیږي

په بدن يې مړه خوله راغله

ذهن ته يې د تبر له ګذار سره همغه چغه راغله

د ونې تنه يې له اوږې ښکته کړه او د کور په لور يې منډه کړه ؛

وړې ماشومې چغې وهلي

شاوخوا ترې ډله ښځې را تاو وې

د لاټین ژیړې رڼا ته کوډکر

د کتاب څو پاڼې پر له پسې واړولې ؛ سړي ته يې وکاته رنګ یې الوتی و

د تبر لاستی ځای ځای په وینو سور و؛

په یو پاڼه يې سر ورټیټ کړ؛ په ببرو زیږو ويښتو کې يې ګوتې تیري کړي

بیا یې سړی ته مخ ور واړوه؛

تا چې کومه ونه وهلې له هغې ونې لاندي د خدای ج ولیانو ناستی کړی

پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د