افغانستان

امریکا: د ډیورنډ کرښه د یوې رسمي او نړيوالې پولي په ډول پیژني

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي۲۰مه۱۳۹۴ل): تېره دوشنبه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې هیڅکله به له پاکستان سره د ډیورنډ کرښه د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ د رسمي پولي په توګه تسلیم نکړي.

نوموړي زیاته کړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولي د ټاکلو لپاره باید له سره کرښه کش کړل شي.

د هندوستان یو خبریال او لیکوال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ماڼۍ کی د خبري ناستي پر مهال دغه سوال راپورته کړی.

نوموړي د ناستې له برخوالو څخه پوښتلي چې ایا امریکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ لانجمنه د ډیورنډ کرښه ته اخیرني او دواړو هیوادونو ترمنځ د رسمي او دایمي پولي په سترګه ګوري او دغه پولي رسمي پوله مني.

د یاد سوال په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي کیربي وویل چې د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده او موږ د افغانستان ټولې پولي په رسمیت پیژندلي او رسمي پولی یی بولو.

د ډیورنډ کرښه چې شاو خوا ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدوالي لري په ۱۸۹۳ز کال کې د عبدالرحمن خان او د برطانوي هندوستان د استاځي سرمورټیمر ډیورنډ له لوري تر ټاکلي مودي پورې دافغانستان او برطانوي هندوستان ترمنځ د پولي په توګه لاسلیک شوه چې هغه ټاکلي موده لا له وړاندې څخه پوره شویده. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دغې پولې پر سر لانجه تر اوسه پورې لاینحل پاتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Gul

داپه امريكاپورى اره نه لرى چى دپردى خاورى لپاره تصميم ونيسى دازموژخاوره وه اوده او تصميم يي هـم په موژپورى اره لرى . أمريكا له خپله حًانه بلاتشبه د دنيا خداى جور كرى.

شیراغا بیانزی

زه هم حیران پاتی یم ، زمونږ هیواد د امریکا په مشری د ۵۰ هیوادو د لغتو لاندی دی ، هغی ته غلامی نه وایی پاکستان سره د ډیورند خبری سپینوی ، زمونږ هیواد چه د امریکا او انګریزانو د باداری لاندی دی چه هغوی د ډیورنډ کرښه په رسمیت پیژنی غنی او کرزی څوک دی چه نه یی پیژنی ، د پردی مزدور سهار وختی پاځیږی هماغه کرزی باندی یی د غلامی تړون نیمه شپه کی او په غنی باندی یی له کیناستلو د مخه لاسلیک کړو .

عبدالحق

صبر به وکړو غنی افغانستان جوړوی هغه خپل ځان نه شې جوړوی افغانستان خو پریږده افغانان باید فوه شې چې غنی غلام ده هم دپاکستان او هم دامریکا دادسیسه لاوړاندی راشروع ده خو افغانان یې په کرکټ او لمانځو بوخت کړی بس دوی دی او په هره مسئله کې دول او اتڼونه کوی ملی ورځی لمانځی افسوس صد افسوس

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x