نړۍ

ترکیا: استنبول کې چاودونو کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

astanbol-blastنن ټکی آسیا: (استانبول-ترکیا) نن د ترکې هیواد په ستر مرکزي او تجاري ښار  استانبول کې یوه کس د پولیسو پر مرکز برید کړی چي له کبله یې لږ تر لږه د هغه ځای د چارواکو په وینا یو پولیس مړ او اوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د تفصیلاتو سره سم یو کس چي چاودېدونکي توکي ېې هم پر ځان تړلي وه، د استانبول ښار د سلطان غازي په سیمه کې د پولیسو پر مرکز لومړی لاسي بم غورځولی، او بیا یې د مرکز په دروازه کي ځانته چاودنه ورکړې، چي له کبله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې.

که څه هم د پيښي مسئولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستې، خو ګمان کیږي چي دا برید به د هغو کردانو له خوا تر سره شوی وي، چي د ترکیا په شرقي سیمو کې ځانته دولت جوړول غواړي.

باید وویل شي چي د ترکیا په شرقي سیمو کې د تیرو دیرشو کلونو څخه کردانو وسلواله مبارزه پیل کړې، چي تر اوسه په کښي د ځینو شمېرو له مخي 40 زره کسه وژل شوي دي.

ترکیا که له یوه اړخه د کردانو سره دښمني پالي، خو له بله اړخه یې افغانستان ته د ناټو تر چتر لاندي په ځواکونو را لیږلو اسلام پلوه نړیوال جهادي ډلي لکه القاعده او نورو توجه هم ځانته اړولې، چي له کبله یې په هیواد کې دننه ددغو ډلو د بریدونو څخه ویره لري.

د یادوني وړ ده چي په کال 2003 کې د یهودانو پر دوو معبدونو باندي د موټر په واسطه چاودني تر سره شوې، چي له کبله یې 30 تنه مړه او 146 تنه نور ټپیان شوي وه، او همداسی د ایچ ایس بي سي بانک پر یوه ښاخ او د بریتانیا پر قونصلګري یوه اونۍ وروسته ورته بریدونو کې 32 تنه نور وژل شوي وه، او ددواړو ادارو ودانیو ته زیانونه رسیدلي وه.
دې دواړو پيښو کې شواهدو د القاعده خواته اشاره کول.

کتونکي په دې باور دي چي ترکیا غوندي هیواد چی سیاحت یې د اقتصاد مهمه حصه تشکیلوي، که داسي پيښي په کښی تکرار سي، کیدای سي دغه صنعت ته په کښي لوی زیان ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x