نظــر

د سیاف واجب او حرام

لیکوال: حبیب مجاهد

نن مې د سیاف د هغې وینا یوه برخه واورېده چې د احمدشاه مسعود وژل کیدو د څوارلسم تلین په مناسبت یې د لویې جرګې په کیږدۍ کې وړاندې کړې وه، سیاف چې یو وخت یې چکچکې حرامې او تشبه بالکفار بللې دلته دداسې چکچکو په بدرګه کې راپاڅېد او ترپایه یې وینا په داسې چکچکو بدرګه شوه چې ماته یې د سپتمبر له پیښې وروسته  ګانګریس ته د ډبل بوش وینا رایاده کړه، هغه چې ګانګریس مینانو یې د صلیبي جنګ په روحیه جذباتي وینا ته له هرې جملې وروسته لاسونه پړکول.

سیاف که څه هم آیتونه او احادیث  ویل مګر له هرې خبرې وروسته  ورته  چکچکې کیدلې چې دغه ډول متناقض  استقبال ما تراوسه نه و لیدلی .

د سیاف په خبرو کې ډیرې نادودې او ناتراشې مې واورېدې خو یوې خبرې  مې چې توجه جلب کړه هغه د انتخاباتو په اړه دده مفکوره وه.

سیاف  ګډ حکومت ته د مشورو ورکولو په لړ کې  لومړی مشوره دا ورکړه چې هرڅومره زر چې ممکنه وي د انتخاباتو نیټه اعلان کړئ، سیاف  ډاکټر عبدالله ته په  خطاب کې وویل  چې په ګډحکومت د انتخاباتو ترسره کولو فرض … ( دغه وخت یي ژبه کنترول کړه او بیا یي زیاته کړه) د انتخاباتو ترسره کول واجب دي، نوځکه یي باید زرترزره نیټه اعلان شي تر څو اولس مطمئن شي .

ما چې دانتخاباتو په اړه د سیاف دغه فتوا واورېده نو دده هغه پخوانی موقف مې سترګو ته ودرېد، هغه موقف چې سیاف خان انتخاباتو ته  مطلق حرام ، ناروا او یو کافرانه بدعت ویل .

د پخوانیو جهادي تنظیمونو د اخواني فکره مشرانو په منځ کې  سیاف یواځینی کس و چې سخت له انتخاباتو سره وران و، او انتخابات یي مطلق حرام بلل،ځکه همیشه یي استدلال کاوو، چې په انتخاباتو کې د حاکمیت حق اولس ته ورکول کیږي په داسې حال کې چې حکم یوازې الله تعالی لره دی ،د سیاف د همدې ټینګار له امله خو د مجاهدینو زعامت  د اهل الحل والعقد لخوا وټاکل شو، کنه  حکمتیار او احمدشاه مسعود دواړو په  عامو انتخاباتو ټینګ باور درلود او همیشه د انتخاباتو غوښتونکي و.Sayyaf old

مګر نن هماغه سیاف چې پرون یي انتخابات حرام بلل  او احمدشاه مسعود او حکمتیار یي له انتخاباتو راګرځول نن د احمدشاه مسعود دتلین په مراسمو کې ډاکټر عبدالله ته وایي چې د انتخاباتو ترسره کول درباندې واجب دي.

نه پوهیږو سیاف څرنګه د ثابتو احکامو په اړه خپلې فتواوې په ډراماتیک چرخش سره بدلوي رابدلوي، کله یو شی حرام کړي او کله یې بیا اتومات د وجوب درجې ته پورته کړي، نه پوهیږو  نوموړی کوم ماډل مجتهد دی ، چې د احکامو په تدوین کې په داسې زړورتوب  او جرأت سره  ګوتې وهي.

که څوک د بعضې پدیدو په اړه خپل شخصي نظر ته تغیر ورکړي شاید دومره درنه خبره نه وي، مګر داچې څوک د شریعت له  ادرسه په مسائلو داسې متناقض حکمونه کوي او ځان ورته  حلالوونکی او حراموونکی بریښي واقعا خطرناک موقف ورته ویلی شو.

زما په فکر دا چې الله تعالی سیاف په دومره درنه ګمراه مبتلا کړی ښایي د هغو عربانو ازار ورپسې وې، چې ده ورڅخه پیسې بود کړې او په پای کې یي دهغوی د نیولو لپاره په پنجشیر کې له سي آی اې سره معامله وکړه او بنډلونه ډالر یي ترې واخیستل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
usman khan

دافغانستان دمحترمو ازادو لیکوالانو څخه په ډیر درنښت هیله کوم چې تاسو سیاف ته دومره اهمیت مه ورکوی چې مستقلي لیکني ورباندي وکړی ، ځکه چې اولا دده اهمیت په افغان ولس کښې دبازار دسپې غوندي هم نه دی ، دبازار سپی که هرڅومره وغاپي خلګ اهمیت نه ورکوي ، ځکه اهمیت ورکول یې دوخت دضیاع څخه علاوه بله ګټه نه لري ، دوهم ستاسو پرلیکنو دی دخپلو بادارانو څخه کریدت اخلي ، ځکه دی ورته وایي چې تاسو دغه لیکنو ته وګوری مسلمانانو ته مي څومره تکلیف رسولی دی ، ځکه نو ماته باید زیات ډالر او اهمیت راکړی… نور لوستل »

شیرعلی صافی

دسیاف د جهاد او دهجرت د دوران خبرو او لیکنو کی ا اوس د امریکایی دیموکراسی سره د ځمکی او اسمان تر مینځ توپیر دی د مجاهدینو خصوصا د حکمتیار او مسعود تر مینځ د دشمنی اصل عامل سیاف وو خلص تر هغه ځایه چی زه دغه ښاغلی پیژنم دا درته ویلی شم چی د انسان په جامه کی ستر شیطان څو ک مثال ورکوی نو دغه یی شه مثال دی

ابو دادالله

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
وای غوا توره او پي سپیني
ده دغه ټولو لیکنو نه روسته چی ما سه واوریده او ولوسته دا معلومیږی چی سیاف خان غټ منافق نه، غټ ګمراه نه بلکه غټ مرتد دی. زه دی ته حیران یمه چی داخلک ولی ترووسه په دی نه پوهیږی چه ګافر سوک شوو او مسلمان سوګ شو او مرتد سوک شوو…………

khalid

زه به یی درته ووایم محترم لیکوال صاحب سیافوف ناټویی او آیسافی مفتی او مجتهد ده که درمقابل ډالر امریکایی هرنوع فتوا در خذمت شان حاضر و آماده است او بله دا چی د سیاف دخبرو په جریان کی یوازی چکچکی نه وی بلکه لکه د سرچوک، شور بازار وچور بازار‍ او کوټی سنګی د چوک د لنډغرو او لوفرانو هوراوی او شپیلکونه هم و.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x