نړۍ

مکه مکرمه: حرم کې د کرین رالویدلو له کبله مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۰مه ۱۳۹۴ل): د مکي حرم په مسجد کې یو تعمیراتي کرین (جرثقیل) رالویدلی او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

راپورونه وايي چې پېښه د باد او طوفان له کبله د مسجد په ختیځه څنډه کې رامینځته شوې او د صفا او مروه ترمینځ د مسعی یوه برخه یې هم نړولې ده.

د سعودي عربستان د ولسي ژغورنې ادارې په لومړنيو څرګندونو کې د 65 مړو او 154 ټپیانو خبر تایید کړی دی. په مکه مکرمه کې د نوموړې ادارې ویاند «ډګروال سعید بن سرحان» ویلي چې د پیښې ځای ته د ولسي ژغورنې 15 ډلې رسیدلي او روغتون ته د مړو او ټپیانو لیږد په چټکۍ روان دی.

تر دمګړۍ پورې د پیښې نور تفصیلات او د مړو او ټپیانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

 makka

makka 20

makka 30

makka 40

makka 50

makka 60

https://www.youtube.com/watch?v=6-8DSss7Je0

https://www.youtube.com/watch?t=30&v=ikQTTzwyUtc

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمرعامر

انا لله وانا الیه راجعون

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close