نړۍ

القاعده د ابو یحیی اللیبي مړینه تصدیق کړه

abu-yahya-al-libiنن ټکی آسیا: د القاعده ډلې مشر شیخ ایمن الظواهري په خپل یوه وروستي بیان کي چي د القاعده په ډلي پوري تړلو پاڼو نشر کړې، منلي چي ددغي ډلي یو وتلی عالم او مشر شیخ ابو یحیی اللیبي وژل شوی دی.

ابو یحیی اللیبي چي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ړنګېدو وروسته د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې هستوګنه کول، په لومړیو کې امریکایانو له خوا نیول شوی هم وو، او بیا د بګرام د زندان څخه د درو نورو مشرانو په ګډون په تیښته بریالی شوی وو.

نومړی د القاعده ډلي د ډیرو مهمو او جګ پوړو شخصیاتو څخه وو، په خاصه توګه هغه خپل د فقاهت، فصاحت او پراخ علم له وجي هغه د القاعده ډلي د فقهي او دیني مشر حیثیت درلود.

باید وویل شي چي د امریکا حکومت د روان کال د جون په میاشت کې دعوا کړې وه، چي ابو یحیی اللیبې یې په پاکستان کې په نښه کړی او وژلی دی.

امریکا چي د وزیرستان په سیمه کې د ډرون بریدونه کوي، اکثره وخت عام خلګ په کښي وژني، خو کله کله په سیمه کې د خپل پراخ استخباراتي نیټورک په توسط د القاعده او یا هم د طالبانو د مشرانو په استهداف کي کامیابه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x