نظــر

دیولس کلن ناورین قربانیان به څوک یاد کړی؟

man crying after blastزموږ دمظلومو شهیدانو مزارته به څوک دګلونو ګیډی کښیږدی اود یولس کلن ناورین دقربانیانو خپلوانو ته به څوک تسلیت ووایی اوزموږ دشهیدانو دیتیمانو پرسربه څوک لاس ورتیر کړی؟

نن دسپمبر دمیاشتی ۱۱ ده او دا هغه ورځ ده چی د یولسو کالو را په دیخوا دامریکا دنیویارک دښار دپخوانی نړیوال سوداګریز مرکز پرځای دامریکا دولسمشر په مشری دامریکا دحکومت  لوړ پوړی چارواکی هرکال دخاصو او شانداره مراسمولپاره چی دسپتمبرد یولسمی د قربانیانو یاد په ډیروشاندارو مراسمو ولمانځی را ټولیږی او دقربانیانو روح ته ددوعا اوخپلوانو ته دتسلیت تر څنګ دهغه  یادګاری څلی خواته دګلونو ګیډی ایښودل کیږی کوم  چی د۲۰۰۱کال دسپتمبردیولسمی دترهګریزو بریدونو دقربانیانو په یاد جوړ سویدی.

 یولس کاله وړاندی د۲۰۰۱ میلادی کال دسپتمبر دمیاشتی پر۱۱ دامریکا دنیویارک دښار لوړ پوړی اسمان څکی ودانی یعنی دنیویارک نړیوال سوداګریز مرکزاو دامریکا ددفاع وزارت یعنی پینتاګون ترترهګریزو بریدونو لاندی راغلل چی دلومړیو لحظو څخه یی مسؤلیت دالقاعدی پرسازمان چی مشری ئی یوعرب دسعودی عربستان اوسیدونکی اسامه بن لادن کول پرغاړه ورواچول سوه او څه موده وروسته نوموړی سازمان پخپله هم دبرید مسؤلیت  په غاړه واخست.

 دلومړی ورځی څخه دامریکا متحده ایالات دغچ اخستلو په ټکل کی سوه او دامریکا دمتحده ایالاتو ولسمشر جورج بوش د خپلوسلاکارانو او امنیتی چارواکو په مشوره پر افغانستان د برید تصمیم ونوی او دلیل ئی دا وښودی چی ګواکی پر نیویارک دبرید رهبری او سازماندهی دافغانستان دخاوری څخه  ترسره سویده چی په افغانستان کی هغه وخت دقدرت واګی دطالیبانو په لاس کی وی اګرچی دامریکا له طرفه څخه داسی غوښتنه وسوه چی طالبان دی دالقاعدی مشر اسامه بن لادن امریکا ته وسپاری ولی طالبانو داغوښتنه رد کړه اواسامه ئی دافغانانو یو درند میلمه وباله. د یادولو وړ ده چی په دی ورستیو کی یوشمیر څارګرو شبکو ویلی دی چی پر نیویارک برید د پاکستان دکراچی دښار څخه سازماندهی او رهبری سویدی ولی جزا ئی دافغانستان مظلوم ملت  ته ورکول کیږی.

یوه مسئله چی ټولی نړی ته څرګنده ده هغه داده چی تراوسه هیچا داسی اسناد نه دی وړاندی کړی چی دا وښی چی کوم افغان دی په امریکا ، اروپا او یا حتی په نړی کی د کوم ترهګریز برید په سازماندهی اویاهم عملآ کوم برید کی ونډه لرلی وی او داهم څرګنده ده چی په نړی کی دټولو ترهګریزو بریدونو پل د پاکستان خاوری ته ورغلی دی دا چی ولی پر دی مسئلی سترګی پټیږی دا قضاوت به خلکواو تاریخ ته پریږدو.  
پرافغانستان باندی دیرغل لپاره دامریکا متحده ایالاتو دخپل ټول نړیوال نفوذ څخه په استفاده ټولی هغه لاری اوچاری چی دی برید ته قانونی بڼه ورکړی اونړیواله همکاری ترلاسه کړی په کار واچولی چی تر ټولو مهمی ئی دملګروملتونو دامنیت دشورا فیصله، دناتو دغړو هیواونو همکاری اود ترهګری د له منځه وړلو تر عنوان لاندی دیونړیوال ایتلاف جوړول وه.

د۲۰۰۱ داکتوبرد میاشتی پر۷ نیټه  د نړیوال ایتلاف د ځواکونو له خوا دافغانستان پرخاوره یرغل پیل سو چی تقریبآ  تریوه میاشتنی مقاومت او خونړی اوبی رحمه جګړی چی دزرګونو افغانانو ژوند ئی ورڅخه واخست وروسته دطالبانووروستی سنګر یعنی کندهار دایتلاف دځواکونو لاس ته ورغلی او نړیوالی ټولنی داسی فکر کاوه چی نور نوجګړه پای ته ورسیده.

نړیواله ټولنه چی په سرکی ئی دامریکا متحده ایالات وه ددی څخه بی خبره  وه چی دوی اوس دیوی بی پایه جګړی ډګر ته ورداخل سویدی دیوی داسی جکړی چی دنړی ستراتیژی جوړونکی نظامی اوملکی کارپوهان ئی دخپلو ټولو تحقیقاتو اوتجریبو سره سره حیران کړی دی او په دی نه پوهیږی چی څنګه دی جګړی ته دپای ټکی کښیږدی.

ددی جګړی کلنی مالی لګښت تر سلګونو میلیاردوډالرو رسیږی اوتراوسه دنړیوال ایتلاف تر۳۰۰۰ زیات سرتیری په افغانستان کی وژل سویدی او زرګونو نور ئی زخمی او معیوب سویدی ولی بیا هم دا څرک نه لګیږی چی دا جګړه به څومره نورهم دوام کوی او دڅو نورو انسانانو ژوند به واخلی؟

خوددی جګړی اصلی قربانیان افغانان دی او هرڅومره چی دا جګړه دوام کوی هغومره به نور هم زموږولس کړیږی.  دهغه ورځی څخه چی پرافغانستان دایتلافی ځواکونو له خوا یرغل  سویدی تراوسه ئی په لس ګونوزره بی ګناه اومعصوم افغانان دماشومانو، ښځو، سپینږیرو په ګډون په شهادت رسولی دی او په لس ګونو زره نور زخمی او معیوب سوی دی. دجګړی دلومړی ورځی څخه ترنن ورځی پوری دجګړی دواړو خواوپه ډیره بی رحمی سره زموږ دمظلوم ملت ورځنی ژوند تریخ کړیدی.

 دناتو ځواکونو په خپلو ړندو بمباریو، راکټی بریدونو او دشپی له خوا د پلټنو په جریان کی زموږ ګران هیوادوال په شهادت رسوی چی په نتیجه کی ئی ډیر ماشومان یتیمان اوډیری میرمنی کونډی سوی دی او همدارنګه ئی زموږ دګرانو هیوادوالو ژوند په ښارونو، کلیو، کروندو او لویو لارو کی دستونزو سره مخامخ کړی دی اوخلک هره لحظه خپل خوږ ژوند په خطر کی وینی. دبیلګی په توګه په تیرکال کی دپنجوایی ولسوالی دردونکی ناورین چی دبشر په تاریخ کی بی ساری وو او داسی نورډیرمثالونه.

دبلی خوا ددولت دمخالیفینو له خوا دسړک دغاړی ماینونه اوهمدارنګه ځانمرګی بریدونه دی چی هره ورځ دلسګونو بی ګناه ملکی افغانانو ژوند ترینه اخلی په سلګونوزخمیان پرځای پریږدی چی دا واقیعآ زموږ دخلکو لپاره یوه لویه غمیزه ده خو اوس پوښتنه داده پداسی حال کی چی ترهګریز بریدونه دعربا نو (القاعده)  له خواترسره سویدی او رهبری ئی دپاکستان دخاوری څخه سویده زموږ دمظلوم ملت ګناه څه ده او موږ افغانانوته دکومی ګناه جزا راکول کیږی؟
لنډه دا چی یولس کاله کیږی چی زموږ ولس ته دهغه جرم جزا ورکول کیږی کوم جرم چی دوی نه دی تر سره کړی اودا ولس دیوه نامعلومه برخلیک سره دیوه نامعلومه سبا په امید خپل تریخ ژوند تیروی.

په درناوی سردار ارغستانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x