
بدخشان: د یاوان ولسوالۍ د ملي امنیت امر ووژل شو
نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۰مه ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ د ملي امنیت آمر د راغستان ولسوالۍ په جګړه کې وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې قومندان عبدالحی اکبري چې د راغستان ولسوالۍ جګړه یې رهبري کوله، نن د طالبانو له لوري وژل شوی دی.
هغه په بدخشان کې د جمعیت اسلامي د ګوند مهم غړی و.
د یاوان پلار په بدخشان کې د جمعیت اسلامي له بانفوذه قومندانانو څخه و. د اکبري کورنۍ د ډيری بدخشانیانو په وژنو تورنه ده.
د وږي په ۱۵مه هم د بدخشان د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر سمونوال «سخي داد حیدري» رسنیو ته ومنله چې طالبانو د کوهستان د ملي امنیت مدیر بحرین الدین په داسې حال کې ژوندی تښتولی چې له کوره د دفتر پر لور روان و.
د بحرین الدین د سرنوشت په اړه تر دې دمه معلومات نشته دی.
طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د اکبري وژنه تایید کړې او په وینا یې د راغستان ولسوالۍ په جګړه کې قومندان عبدالحی په ګډون ۴ مهم قومندانان او ۱۷عسکر تر اوسه وژل شوي، ګڼ شمير نور مرګوني ټپيان دي.
د یاوان د استخباراتو د آمر د وژنې خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې طالبانو نن د دوه ورځو پرلپسې جګړې وروسته د بدخشان د راغستان ولسوالۍ ونیوله.
د بدخشان ولايتي شورا غړي جاويد مجددي رسنيو ته ويلي، چې له دوو ورځو پرله پسې جګړو وروسته تېره شپه درې بجې طالبانو د ولسوالۍ بازار او مرکز په بشپړه توګه ونيولو.
طالبانو ویلي چې د راغستان ولسوالۍ ټوله سیمه يې تر کنترول لاندې راغلې او له سهار راهیسې د ولسوالۍ په مرکز او قومندانۍ باندې د دوی بریدونه دوام لري.
دوی په دغه جګړه کې د خپلو درې تنو ملګرو وژل کېدل او۴ نورو ټپي کېدنه منلې ده.