fbpx

امريکايي رسنۍ: د سوريې غميزه د اوباما د ناکامې پاليسۍ له امله ده

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): امريکایي رسنيو د امريکايي ولسمشر بارک اوباما پر سياستونو او پاليسۍ سختې نيوکې کړي او زياتوي، چې د سوريې ټوله تراژيدي، کډوالو ستونزه او کورنۍ جګړه د اوباما د کمزوري سياست او ناوړه پاليسي له امله رامنځته شوي دي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې مقاله ليکوال روجر کوهين ليکلي، چې د اوباما په واکمنۍ کې به سوريه همداسې له اندېښنو او غميزو ډک هېواد وي او همدا د اوباما د ناکام سياست له امله دا څلور کاله سوريه په وينو کې لت پت ده، کورنۍ جګړې په کې روانې دي، له څلور ميليونو زيات وګړي يې در په در دي، اسلامي دولت ډله راپيدا شوې، بشارالاسد همداسې په واک کې پاتې دی او پر خپل ولس بيرل بمونه او وژونکی غاز وروي او هېڅوک يې د پوښتنې نه شته.

کوهين مخکې ليکي، چې اوباما هم د خپل پخواني سيال جورج بوش په قدم روان دی او ده ته هم د کورني سياست پر ځای بهرنيو هېوادونو کې مداخله او جګړې ډېر خوند ورکوي.

«که اوباما د بشارالاسد له لوري د بيولوژيکي وسلو او بيرلي بمونو بمبار بند کړی وای، د جګړې ولسي قربانيان يې سوريه کې دننه ځای پر ځای کړي وای او د بشارالاسد مخالفينو ته يې وسلې او نور مهمات ورکړي وای، نو د جګړې محور به اوس بدل و او د سوريې غميزه د اوباما د بهرني سياست توره کرښه ده، چې ټول عمر به د اوباما په تاريخ کې همداسې پاتې وي.»

وال سټريټ ژونال هم په يوه مقاله کې ويلي، چې د سوريې غميزه به تر امريکا هم راورسيږي او اوباما خپل ولس ته وايي، چې دی د سوريې په جګړه کې مداخله نه کوي، مګر کړنې يې داسې دي، چې د سوريې جګړه به تر امريکا راورسوي.

مقاله زياتوي، چې د سوريې ستونزه ورځ تر بلې پراخيږي او په ځانګړې توګه که روس د امريکا ګواښ له پامه وغورځوي، نو دغه کشاله به د نړۍ په کچه يوه خطرناکه ستونزه شي. همدا رنګه اروپايي هېوادونه به پر اوباما ټينګار وکړي، چې دوی زرګونو سوريايي کډوالو ته پناه ورکړې، بايد امريکا، چې پراخې ځمکې او قوي اقتصاد لري، هم دغو کډوالو ته ځای ورکړي.

د لیکوال په وینا، دا چې زرګونو سوريايي کډوال لويديځو هېوادونو ته راځي، نو کېدای شي په دوی کې د اسلامي دولت ډلې غړي هم امريکا ته راشي او دا ټول د اوباما د ناکام سياست او ناکامې پاليسۍ پايله ده او دی اوس هم په دې فکر کې دی، چې دا ستونزه به دی په اسانه حل کړي، مګر اوباما د دې ټولو کړاوونو له پايلې ناخبره دی.

مقاله زياتوي، چې ولسمشر امريکايانو سره ژمنه کړې وه، چې امريکا يې د منځني ختيځ له جګړې راووېسته، مګر په عملي توګه داسې ښکاري، چې د سوريې جګړه تر امريکا را ورسېده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د