نظــر

د سپتامبر یوولسمه : امنیت شورا د افغانستان ناقانونه جګړې ته مجوز ورکوي

دوکتور م ، عثمان تره کې

د ملګرو ملتونو منشور په ښکاره وايي چې د جګړې د مخنیوي په موخه د ملګرو ملتونو لمړنۍ دنده دجګړې اړخونو ته د اختلاف د حل سوله ایزې لارې وړاندې کول دي.
په افغانستان کې د امریکا د بمباریو له پیل نه مخکې امنیت شورا کولای شوای په بیړه له جګړې پرته بل الترنتیف متعرض هیواد ته وړاندې کړي. خو امنیت شورا په افغانستان کې د جګړې د مخنیوي په اړه پاتې راغله. د هغه لامل باید د سړې جګړې له ختمیدونه د نړۍ په کچه د قواوو په ناانډولي کې ولټوو:

واقعیت دا دی چې د سړې جګړې د پای ته رسېدو او د امریکا په وړاندې د یو متقابله وزنه د له منځه تلو له کبله ملګري ملتونه له سخت کړکیچ سره مخ شوو چې په ترڅ کې یې امنیت شورا دېته اړ شوه چې د منشور خلاف د سولې د تآمین په ځاي د امریکا د جګړه ایزو عملیاتو په تائید فتوا ګانې صادري کړي. لاندې مثالونه ثابتوي چې افغانستان د امریکا د جګړه ایز سیاست یوازنی قرباني ندی او نه هم له منشور څخه سرغړونه ، زموږ هیواد ته محدود یږي .

امنیت شورا :

ــ په ۱۹۹۰ کال کې د خلیج د جګړې مجوز امریکا ته ورکړ .
ــ په عراق باندې د اقتصادي بندیزونو پرېکړه لیکونه چې د ۱۲ کلونو په موده کې یې د عام وژنې اغیز شیندلی صادر کړ.
ــ په ۲۰۰۳ کال کي په عراق باندې د امریکا په مشرتوب د نړیوال نظامي ائتلاف ناقانونه یرغل د یو پریکړه لیک په بنسټ تآئید کړ .
په لنډه ! د سړې جګړې له ختمېدو نه وروسته ملګرو ملتونو په وار وار امریکا ته د جګړې نه مخکې یا وروسته د موافقت لیکونو په صادرولو سره هرکلي وېلی دی.

څو کاله وړاندې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر « ژوان بولتان » د نړۍ په کچه د سولې یوازني سازمان ( ملګرو ملتونو ) په وړاندې د خپل حکومت بغاوت داسې څرګند کړ: « … ملګري ملتونه شته والی نلري. موږ یوازې له یوې نړیوالې ټولنې سره مخ یو چې باید د اړتیاوو سره سم د نړۍ د یوازني زبر ځواک یعنی امریکا له خوایې سروالي وشي. امریکا د دغه درانده مسئولیت د سرته رسولو په موخه خپلې ګتې په نظر کې نیسي … » .
د افغانستان په اړه د امنیت شوراپرېکړه لیکونه :

په افغانستان باندې یرغل ته د نړیوالو حقونو په چوکاټ کې توجیه ورکولی نشو: موضوع د « وقایوي جګړې» په محور باندې څرخي. د وقایوي جګړې فورمول په ۲۰۰۲ کال د سپتامبر په میاشت کې د امریکا حکومت د ملي امنیت د رسمي دوکتورین په توګه اعلام شو. د امنیت ستراتژي د دوکتورین له مخې امریکا ځانته حق ورکوي چې په هغو هیوادونو باندې یو اړخیز برید وکړي چې امریکا او د متحدینو ګټو ته یې بالقوه ګواښ پېښ کړي.

وقایوي جګړه نړۍ او په ځانګړې توګه کمزوري هیوادونه د امریکا تر دایمي ګواښ لاندې راولي : امریکا د سولې او امنیت په وړاندې د خطر نه په ډکه سرچینه بدلیږي. نړیوال حقوق د ځنګله قانون تر اغیز لاندې پوه پناه کیږي.
د افغانستان جګړه د یو نړیوال نظامي ائتلاف په واسطه پرمخ بیول کیږي. ائتلاف د واشنګټن د تړون د ۵ مي مادې په حکم باندې جوړښت موندلی. ۵ مه ماده د ناټو په يو غړي هیواد باندې د بهر نه برید په ټولو غړیو باندې په برید تعبیروي.

امنیت شورا په نیویارک کې د ترورستي برید په اړه له ۱۱ د سپتامبره تر ۷ داکتوبره ( د بمباریو دپیل ) دوه پریکړه لیکونه صادر کړل : ۱۳۶۸ نمبر پرېکړه لیک چې پکې د کلکو ټکو په کارولو سره ترورستي بریدونه نړیوال امنیت ته جدي ګواښ وګنل او ویي غندل.د پریکړه لیک په سریزه کي ، له منشور سره سم انفرادي او ډله ایزې مشروع دفاع حق استعمال تائیدوي. امریکا د همدغه فقرې په استناد بې له دې چې د مشروع دفاع حق د استفادې شرایطو ته پام واړوي په افغانستان باندې یرغل وکړ.

د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر په ۲۸ کې ۱۳۷۳ نمبر پرېکړه لیک تصویب شو چې په هغه کې د ملګرو ملتونو غړیو هیوادونو ته له تروریزم سره د مقابلې په موخه د ځینو اقداماتو د نیولو مکلفیت په ګوته کړ. دواړه پرېکړه لیکونه ( ۱۳۶۸ او ۱۳۷۳ ) د ترورستي قضیې په تړاو د ډېر احتیاط نه کار اخیستلو سره د افغانستان د نوم د اخیستلو نه ډده کوي.
د افغانستان د لمړنيو بمباریو نه د پنځو اونيو په اوږدو کې ، امریکا د ملګرو ملتونو په غړیو هیوادونو باندې دیپلوماتیک فشارونه ورزیات کړل تر څو چې د امنیت له شورا نه د افغانستان د جګړې په اړه مجوز ترلاسه کړي. امنیت شورا په ۲۰۰۱ کال د نوامبر په۱۴ نېټه ۱۳۷۸ نمبر پرېکړه لیک تصویب کړ. خو پرېکړه لیک د امریکايي چارواکو د ِغوښتنې خلاف له جګړې سره تماس نه نیسي. پرېکړه د طالبانو په ادرس د غندنې پیغام ورلیږي او د « افغان ولس » ( ؟ ! ) هغه هلې ځلې چې د طالبانو د نظام د ځاي ناستي د ټاکلو په لور ترسره کړې ، ستايي.

۱۳۸۳ نمبر پرېکړه لیک ( ۲۰۰۱ کال د دسامبر ۶ ) د افغانانو ، نړیوال ائتلاف او ملګرو ملتونو تر منځ هغه موافقت ته ځانګړی شوی چې د بن د غونډې په ترځ کې د لنډ مهاله حکومت او د « ایساف » د قواوو د جوړېدو بنسټ وپېژندل شو.

له ۱۳۷۸ نمبر پرېکړه لیک نه وروسته امنیت شورا په ۲۰ پرېکړه لیکونو کې د، افغانستان دولتي واکمني ته درناوی خپله ژوره لیوالتیا تکراروي. خو د امریکا د نظامي عملیاتو د بندېدو په اړه هیڅ نه وايي او د جاري ناقانونه جنګي عملیاتو د انساني او مالي تلفاتو په اړوند د راپور غوښتنه هم نه کوي.

بالاخره امنیت شورا په افغانستان باندې د امریکا د تېري نه د دوو کلونو په تېرېدو سره د ۱۵۱۰ نمبر پرېکړه لیک ( ۲۰۰۳کال د اکتوبر ۱۳ ) د صادرولو په بنسټ د امریکا نظامي عملیاتو سره خپل موافقت څرګند کړ. پرېکړه لیک ایساف ته اجازه ورکړه چې د انتقالي حکومت او د « قاطعه آزادي » ( د امریکا د نظامي عملیاتو نوم ) د ائتلاف سره همکاري وکړي. د ۲۰۰۳ کال نه وروسته د قاطعه آزادي عملیاتو مجوز د هر کال په پای کې راتلونکي کال ته د غزېدو لړۍ تر هغه وخته پورې دوام وموند چې افغان حکومتي لوري له امریکا سره ستراتژیک تړون لاسلیک کړ. ناقانونه جګړه او د افغانانو وژنه نوي پړاو ته ورسېده.

د نړیوالو قوانینو له نظره د افغانستان جګړه قانوني او مشروع بنسټ نلري . امنیت شورا لږ تر لږه د منشور د دفاع د دریځ په حساب هیڅکله دغه ناروا جګړه نده غندلې.
نتېجه

له پورتني تحلیله ثابتیږي چې د افغانستان په اړه د « اشغال » خبره احساساتي بڼه نلري . موږ ولیدل چې پدې برخه کې بین المللي حقوق روښانه حکمونه لري.
اشغال حقوقي او سیاسي پایلې درلودلی شي.

حقوقي پایلې :

ــ د بهرني متعرض پوځ د حضور په اوږدو کې ، دتیری او اشغال حالت دوام لري. د تیري په وړاندې ولس د مشروع دفاع له حقه برخمن ګنل کیږي. مشروع مقاومت سوله ایز یا جګړه ایز شکل غوره کولای شي .
ــ متعرض دولت مکلفیت لري چې دا بل لوري ته د جګړې تاوان ورکړي.
ــ د اشغالګرو قوتونو په لاس جوړ شوی حکومت مشروعیت نلري.
ــ هغه نړیوال تړونونه ( د امریکا سره د ستراتژیک تړون په شمول ) چې د متعرض دولت او له تعرض نه رازېږېدلي حکومت ترمنځ لاسلیک شوي له مشروعیت نه بې برخې دي.
ــ د متعرض دولت مسئول چارواکي باید کورنيو یا بهرنيو قضايي مراجعو ته ځواب ووايي.
سیاسي پایلې :
ــ ملګري ملتونه د امریکا د ستراتژیکو موخو لپاره د لاسوند په توګه وکارول شو.
ــ د نیویارک د ترورستي پېښې د ِ۳۰۰۰ کسانو د تلفاتو په بدل کې ، اټکلأ یوملیون افغانان د امریکا د ناقانونه جګړې قرباني شول.
ــ په جګړه کې د قومونو ترمنځ نفاق ته لمن وهل . موازي قوتونه جوړول ، د ولس اومقاومت په ضد په جګړه کې دافغان جنګي جنایت کارانو استخدامول او ورته حکومتي امتیازات وربښل ، حکومتي واکمني د سیالو ډلو تر منځ وېشل د تعرض بله پایله ده چه نظام او ټولنه یې له ناورین سره مخ کړې ده.
ــ په افغانانو باندې یو مزدور حکومت چې له متعرض دولت سره د حساب او کتاب وس نلري وتپل شو.
ــ د تېري او ناقانونه جګړې د واقعیت پټولو په خاطر د تروریزم ، دیموکراسي ، بشري حقونو او ورته صادراتي توکو نه ناوړه ګته پورته شوه.
دافغانستان ناورین ته باید د پای ټکی کېښودل شي. د افغانستان د اشغال حالت او جګړې د ختمېدو یوازنۍ لار د امریکا او وسله وال مقاومت تر منځ د قطر دفتر له کاناله رسمي خبرې دي. د همدې مقصد لپاره باید د قطر دفتر د پیاوړي سیاسي دریځ خاوند شي. مذاکرات باید د یو لنډ مهال حکومت د جوړېدو په محور باندې وڅرخي. لنډ مهاله حکومت اشغال ته د پای ټکی کېږدي او د امریکا له حکومت سره د یو خپلواک او متساوي الحقوق اړخ په توګه د نویو واقعیتونوپه بنسټ چلند وکړي.
خو اصلي خبره دا ده چې د سولې په لور د سیاسي شعارونو نه اټکل ۱۴ کلونه تېرشول بې له دې چې تیری کوونکي ورته پام ولري. آیا اوس امریکا پرته د جګړې له فشاره د سولې د چیغې د اوریدو چمتووالی لري ؟

راتلونکې بحث په دري ژبه لاندې موضوع ته ځانګړې شوې :

افغانستان : لابراتوار آزمایش سلاح کتلوی

فرانسه
۲۰۱۵ م کال د سپتامبر ۱۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x