نادري ناولده

جاپان کې د شپېتو زرو کسانو عمرونه له سلو کالو زيات دي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): جاپان کې د هغو خلکو شمېر، چې عمرونه يې له سلو کالو زيات دي، تر شپېتو زرو رسيږي او دا په نړۍ پنځه څلوېښتم کال دی، چې جاپان په کې اول نومره راځي.

د جاپان عامې روغتيا وزارت د يوې اعلاميې په ترڅ کې ويلي، چې دغه هېواد کې د هغو کسانو شمېر چې عمرونه يې له سلو کالو زيات دي، ۶۱۵۶۸ ته رسيږي او د تېر کال په پرتله په کې۴.۷٪ زياتوالی راغلی دی.

راپور کې راغلي، چې ۱۹۶۳ز کال کې جاپان د سلو کالو عمر لرونکو کسانو عمر ثبتول پيل کړل، نو هغه مهال جاپان د سلو کالو عمر لرونکي کسان يوازې ۱۵۳ تنه وو. ۱۹۸۳ز کال کې تر زرو ورسېدل، بيا ۱۹۹۸ کې لس زره شول او ۲۰۰۸ز کال کې دېرش زره شول.

د سلو يا له سلو کالو زيات عمرونکو کسانو کې٪۸۷ سلنه يې ښځې دي.

تر ټولو زياته بوډۍ ښځه، چې عمر ۱۱۷ کالو ته رسيږي د جاپان پلازمېنه ټوکيو کې اوسيږي.

په سړيو کې تر ټولو زيات عمر لرونکی د ۱۱۲ کالو دی او د جاپان ناجويا ښار کې ژوند کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close